یو شمېر سکتوري وزارتونه او ادارې شته چې عرض و طول وضخامت یې دډیرو خدمتونو دوړاندې کولو په کچه دي ، خو چې ترې وپوښتې ؛ څه مو کړي ؟ نو وایي : موږ پالیسي جوړوو ، کار باید نور وکړي. داچې پالیسي څه ده ؟ او څوک باید کاروکړي؟ هيڅوک نپوهیږي .

زموږ ادارې پیلمرغانې دي ،چې ورته ووایې بار یوسه وايي ( مرغ ) یم ، چې بیا دخوراک وخت شي ، وايي ( پیل) یم . ادارو ته چې ووايې خلکو ته خدمتونه وړاندې کړئ ، وايي وروره اوس هرڅه خصوصي شوي دي ، خدمات دخصوصي سکتور کاردی ، خو چې دادارې تشکیل وګورې ،نو دیوه مخ مکتوب لیکل په اتو کسانو تر سره کیږي ، مامور یې خاکه لیکي ، ټایپست یې ټایپوي ، مدیر یې ګوري ، سکرتر یې ریس ته وروړي ، ریس یې لاسلیکوي او پیاده یې بلې څانګې ته وړي ، هلته یې یو مامور صادروي او اتم کس یې بیا ارشیف ته رسوي چې له هغه ځایه خپلې مرجع ته ولاړشي ، حکومتي تشکیل دهغې  زمانې دی ، چې هرڅه به دولتي ادارو تر سره کول ، خو اوس همدا لوی تشکیل وزګاردی، ځکه پالیسي جوړول دومره تشکیل ته اړتیا نلري او خدمات خو هسې هم خصوصي شوي دي، دتشکیل پړسوب دسرکار بودجه خالي کړې ده او دومره  لوی تشکیل ته دکار دنرسېدو او تولید دنشتوالي له امله ډیر ه تنخواه نه ورکول کیږي ، سرکار دا مامورین نشي شړلی ځکه بیا خو لویه بلوا راپاڅیږي ،خصوصي سکتور خو هسې هم نشته ،چې دومره وزګارشوي کارمندان ومني ، نو مامورین هم دکمې تنخواه له امله دمراجعینو رحم ( یاناچارۍ ) ته لاس نیسي ، ځکه ماران خو ندي ،چې خاورې به خوري ددې پایله فساد او پر حکومت دخلکو ناباوري ده ، بس یوه باطله کړۍ ده داولس پکې تاویږي راتاویږي ، لس کاله کیږي ، چې ځینې وزارتونه او ادارې یوازې پر پالیسۍ جوړولو لګیادی ،خو لاهم داسې یوه ملي پالیسي نشته ،چې دهېواد داقتصاد ، تولید ، اوبو ، اینرژۍ ، خوړو او... په اړه کومه بدلون راوستونکې پالیسي جوړه شوي وي اودزابل، بامیانو ، بادغیس ، بدخشان یا غور دولس پر  دسترخوان یې کوم بدلون راوستلی وي ، په دې توګه نه پالیسي شته او نه خدمات ، ولس له پالیسۍ څخه تر خدماتو پورې دمزله په برزخ کې پاتې دی او دیوې تیارې راتلونکي افق ته ګوري .

موږ د سرکاري خدماتو منطق له لاسه ورکړی ، خو خصوصي هغه مو ندي رامنځته کړي او ټولنه په دې منځ کې یوې تشې ته ورغورځېدلی ده .

خلک وږي دي ، خلک وزګار دي ، خلک درمل او اوبه نلري ، خلک ښوونځی او دخپلو تولیداتو دپروسس لپاره امکانات غواړي ، خلک په پالیسي نه مړیږي ، خلک پر جلسو ، مېټینګونو ، ورکشاپونو او لیدنو کتنو باندې نه تېر وځي ، ما د یوه لوی سیمینار کیسه په یوه کلي کې کوله ، د لوی هوټل او څوډوله ډوډۍ ، دمقالو او ویناوو کیسې مې کولې دکلیوالو خولې راته خلاصې پاتې وې او په سترګو کې یې پوښتنې کولې ، چې ددې غونډې ګټه ددوی لپاره څه ده؟ د نوروز اکا دژرندې ناوه اوبه نلري او دتاویزګل ماما خره ګوډه ده ، دروپۍ ترور ټولې چرګانې ټوغکي وهلې دي ... دپالیسۍ او ریښتیني ژوند توپیر همدومره دی. زموږ بهرني دوستان هم په لوکسو دفترونو کې په میټينګونو او قهوو باندې ټنډ شول ، له افغانستان سره یې مرستې دلپټاپونو پر سکرینونو لاندې باندې شوې ،خو هیڅکله ددې لپټاپونو له خیټې څخه د روپۍ ترور دچرګانو تشې کوډۍ ته څه ونه رسېدل.

وړاندیځ :

موږ باید دخلکو دې لویې پوښتنې ته ځواب پیدا کړو ، چې که سرکار پر پالیسي جوړولو لګیا دی ،نو خدمات به څوک وړاندې کوي؟ که  دخصوصي کیدو خواته روان یو نو آیا

د تیریدوکوم ( پړاو) مو تعریف کړی دی کنه؟

ترهغو چې دخدماتو دعرضه کولو خصوصي سکتورونه، نه وي رامنځته شوی ، هیڅ سرکاري اداره ، نه ښايي یوازې پالیسي جوړونې ته کیني . 

له خلکو سره دتفاهم او پوهاوي یوه پراخ کمپاین ته اړتیا شته ، خلک باید خپلې ادارې وپیژني ، دادخلکو حق دی . خلک دخپل هېواد پر سیاسي حالاتو پوهیدای شي ، خلک دادرکولای شي ، چې وطن غریب دی ، سرکار څه نلري ، او ولس احتیاج دی ، خو همدغه څه باید سپینه سپیڅلې ورته وویل شي ، لږ تر لږه دومره ډاډ ورکړل شي ، چې له دې حالته دوتلو لپاره کار روان دی او په معقولو میکانیزمونو باندې فکر کیږي ، دپالیسۍ او لوکسو اصطلاحاتو تیر ایستونکي عذرونه خلک له حکومته لرې کوي . خلک له سرکاره معجزه نه غواړي ، صداقت غواړي . موږ باید خلک قانع کړو ، چې له خپل بېچاره او تشلاسي حکومت سره ملا وتړي او دا هغه وخت شونې ده ، چې دپالیسي او خدماتو یو روښانه تصویر ولرو ، خلک په دې وپوهولای شو ،چې سرکار ددوی دژوند دشرایطو دښه کولو لپاره څه په نظر کې لري؟

ټولې ادارې باید خدمتونه ورسوي ، تولید ته لاره هواره کړي ، تشکیل باید دتولید او خدماتو له کچې سره برابر شي ، هوښیار حکومتونه دخپل پایښت لپاره په دې اړه له خلکو سره تفاهم کوي او ریښتینی سیاسي اپوزیشن ، واک ته درسیدو لپاره دډیرو ، ښو او عملي خدماتو درسولو داسې میکانیزمونه معرفي کوي ،چې خلک پرې باور وکړای شي.