ولې زموږ سیاستو نه ددې پرځای ، چې( فعال) وي ،  (منفعل) دي ؟ ولې مو سیاستونه سمې پایلې نلري ؟  دفعالو  او منفعلو سیاستونو تر منځ توپیر همدا دی ، چې فعال سیاستونه تولید لري، مثبت بدلون او پرمختګ  راولي ،خو منفعل سیاستونه  توپیرونه او بدبینۍ زیاتوي او ګټور نه دي . فعال سیاستونه دعقل ، تفکر ، علمي بنسټونواو منظمو برنامو پر بنسټ طرح کیږي  ، خو منفعل سیاستونه د احساساتو ، سلیقو او ړندو تقلیدونو پر بنسټ رامنځته کیږي .  منفعل سیاستونه د افراط او تفریط لامل ګرځي او همدا چې موږ  په هرڅه کې له افراط او تفریط څخه نه خلاصیږ و ، لامل یې دا دی ، چې سیاستونه مو منفعل دي . موږ یو ځل د ښځودحقونو په اړه دومره عقده یي تفسیر رامنځته کړ ،چې روغتون ته موهم نه پریښودې او نږدې و ، چې دهغوی له شر څخه دخلاصون لپاره ټولې ووژنو ، پر لوڅ مخ خو یې لاڅه چې په ښار کې یې پر ګرځیدوهم بندیز و ،  بل ځل مو ددوی دآزادیو او حقونو  داسې ډنډورې راسر کړې ،چې دبدخشان ښځو ته ددرملو او دبامیان وپکتیکا ښځو ته دډوډۍ ، تعلیم او انساني ژوند برابرولو پر ځای مو په وزیراکبرخان مېنه  او نوي ښار کې د نایټ کلپ او په هلمند کې د ښځینه حمام جوړولو شعارونه ورکړل ، او دې ته وراخطا وو ، چې ښځه دې دمیړه خبره هم نه مني او که ښځې سګرېټ له ډبلي څخه راویوست نو مېړه باید له وخته ورته لایټر لګولی وي  او کنه د ښځو حقونه یې تر پښولاندې کړي او ښځه باید ژر دبشري حقونو کمیسیون ته عریضه وکړي

 ( نه بدان شوري یی شوري نه بدین بې نمکي ) افراط او تفریط .  دا ځکه چې منفعل سیاست دفعال سیاست پرځای حاکم و او لا هم دی. دحزب دیموکراتیک په وخت کې کوم محصل په لیلیه کې پر بل محصل عریضه کړې وه چې له ده یې اجازه نه وه غوښتې اودده چپړقې (پلاستیکي څپلۍ) یې پښوکړې دي ،  معروض محصل ورته ځواب ورکړی و، چې وروره کمونیستي نظام دی ، اشتراکیت دی ،خصوصي ملکیت نشته ته حق نلرې چې ووايې ( زما چپړقې) ، نو دعارض بېچاره خوله له حیرانۍ وازه پاتې وه ، بل ځل چې امریکايي ډيموکراسې راغله  ،نودهمدې نظام ( آزاد بازار) داسې ډنډورې راسر شوې ، چې یوه سلاکار وزیر خپل ګوښه شوي چپړاسي ته په عذر د پرایویټایزیشن  (خصوصي کیدو) شرحه ورکوله او ویل یې : ولاړ شه دکوم مالداره سړي په کور کې چپړاسي شه ځکه په نوي نظام کې هرڅه خصوصي دي.  په هرڅه کې یې همداسې درواخله ، بهرني سیاستونه مو هم همداسې دي ، دوست او دښمن مو نه دی معلوم ، دسلیقو او احساساتو یاهم فردي تړاو او ګټو پربنسټ مو یو هېواد  سهار ورور او دوست دی  او مازیګرته بیاخوني دښمن ، دعقل او ملي ګټو پر بنسټ فعاله دیپلوماسي نلرو .

موږ ولې پر منفعلو سیاستونو لګیا یو؟ دنورو ټولنپوهنیزو ، فرهنګي او شعوري دلایلو سربېره یو بنسټیز لامل یې دادی چې موږ بېړه لرو ، موسمي سیاست کوو او غواړو هر ه سیاسي هڅه مو ژر حاصل راکړي ،په داسې بېړنیو شرایطو کې  احساساتي شعارونه او دخلکو له عقدو څخه بیړنۍ ګټه اخیستنه له یوې خوا دمنفعل سیاست لوبغاړي پړسوي او له بلې خوا ددوی دګټو بازار تود ساتي ، کاذبه کاریزما وربښي او دروغجن شهرت ته یې رسوي .س

له بده مرغه زموږ برخورد دلویو ، ملي مسالو په اړه هم  منفعلانه دی ، دکادرونو د انتخاب په اړه مو هم ستونځه عاطفي او احساسي ده، نه عقلي .  په اداره کې مو چې څوک پر سلیقوي بنسټ خوښ شو ، نوهغه هم هوښیار دی ، هم له فساده پاک ، هم متخصص او هم فعال ، دا ځکه چې دقضاوت معیار دفعالیت  پر بنسټ د تولید څومره والی او څرنګوالی ندی ، بلکې هغه انفعالي برخورد دی ،چې موږ یې له افرادو سره لرو.

منفعلو سیاستونو د هېواد بیخ ویوست او ملت یې تباه کړ ، خو لایې هم چا په هکله بحث ونه کړ او چاره یې چا ونه لټوله .

 

وړاندیځ  :

ټول سیاستونه باید پر عقلي بنسټ فعال شي . هدف باید ملي وي ، افغانستان ته دګټې رسول  او دافغان  دانساني ژوند دشرایطو ښه کول . اوس نو دې موخې ته درسیدلو لپاره بایدخوځښت پیل شي ، ددې خوځښت  فکر، میکانیزمونه، تکتیکونه او وسایل په ټولیزه توګه ستراتیژي جوړوي .  دداسې ستراتیژیو دعملي کولو لپاره فعال سیاستونه وضع کیږي . سیاستونه به هغه وخت فعال ، تولیدي ،پایېنده او ګټور وي، چې پر علمي بنسټ ولاړ وي.  او دا هغه وخت شونې ده ،چې له پوهانو او ریښتینو متخصصینو څخه دعیني شرایطو ، امکاناتو ، وسایلو دپیژندلو په چاره کې ګټه پورته شي . اپلاتون په خپل جمهور کې د فیلسوفانو پر حاکمیت ټینګار کوي . موږ نه غواړو دوزره کاله وروسته  دهغه پیښې وکړو ، داپلاتون موخه هم  ښايي همدا نه وه چې خامخا دې فیلسوفان واک ته ورسوي ، بلکې ښايي موخه یې دا وه چې د تخصص پر بنسټ د هرې چار ې لپاره دقانونمنده میکانیزمونو رامنځته کول شوني کړي . همداسې یوه  ناسمه پوهېدنه زموږ سرکارهم له متخصصینو څخه دکاراخیستنې په اړه لري ،چې  یونیم  ډاکتر(پي اچ ډي) یا ماستر دلته او هلته مقرر کړي او ووایي: وروره ! دادې هم متخصص .  له همدې بحثه به پوه شوي یو ، چې زموږاندېښنه یوازې دفعالو سیاستمدارانو په اړه نده ،بلکې د فعالو سیاستونو په اړه ده ، چې بیا يې دغه فعال سیاسیون عملي کړی شي .  موږ  په  اقتصادي ، ټولنیزو ، فرهنګي ، حقوقي او سیاسي برخو کې ملي ، علمي او عملي ستراتیژیو ته اړتیا لرو ، چې دعقل ، عیني شرایطو، مادي  اوفرهنګي وضعیت او تخصص پر بنسټ رامنځته شوي وي ، نه داسې لنډمهاله او بې ارزښته سیاستلوبو ته، چې( ان جي او) يي منیجرانو له انګریزي څخه راژباړلي وي او موډل یې یا برازیل وي یا هم سویډن .  تقلیدي ، شعاري او افغانانو ته مبهم  سیاستونه انفعالي حرکتونه زیږوي، چې ولس او هېواد ته هېڅ راز ګټه نشي درلودای،  نن جوړیږي  اوسبا هیریږي .

ددغو مقولونور تفسیر او تعبیر پر تاسو قدرمنو لوستونکیو .