تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته اروپایانو ځان یوازې احساس کړ ، په ټولنیزه ارواپوهنه کې دې ته اندویدیالیزم ( وګړنیزه) غوټه هم وايي. په جګړه کې د(بل)په وړاندې د وګړي اړیکه حساسه شي ، چې دوه لوی لاملونه لري :
۱- وګړی ( فرد یا اندویدیال) فکر کوي چې دجګړې عوامل د (بل) ګټه ده ، دجګړې لوری هم ( بل ) دی او ( بل) یعنې (زما) ستونځه، (بل) یعنې زما مرګ او ( بل) یعنې هر منفي خوځښت . ځکه خو وګړی پرځان راتاویږي ، پر( بل ) باور له لاسه ورکوي او ځانمرکزیت ته دوګړ ي ورڅښېدل پیلیږي . ژان پل سارتر ،دخپل یوه قهرمان له خولې لیکي : انسان دانسان دوزخ دی !
۲- وګړی ګوري ، چې دهر درد او ناخوالې پر مهال یوازې دی ، هیڅوک د چا درد نه شي نیمولای او هیڅوک دچا دزخم څړیکه نه شي کرارولای، (هیڅوک خپله ډوډۍ له وږي سره نه نیموي ، ځکه ډاریږي ، چې سبا به دی وږی پاتې شي ) او هیڅوک دبل لپاره په سترګو کې اوښکې نلري .
په پایله کې څه کیږي:
اخلاق ،چې ټولنیزه ښکارنده ده ، کمزوري کیږي . دټولنیز ژوندانه اړیکي سستیږي ، قانونواکي کمزورې کیږي ، ځکه قانون پخپله یو ټولنیز قرارداد دی، په فردي روان کې ګواښمنې غوټې ( عقدې ) رامنځته کیږي ، چې حتی دعمومي بېرحمۍ تر پولې رسېدای شي او کله کله سادیستي یا ماسوخیستي تمایلات هم رامنځته کوي ، فردي عواطف زیان ویني او بدبیني اوشک پیاوړی کوي . ددوهمې نړیوالې جګړې ګواښ زموږ تر جګړې کم او کمزوری و، یو خو هغه جګړه لنډه وه او موږ افغانان داروپایانو په پرتله شپږ ځلې زیات په جګړه کې پاتې شوي یو. دوهم توپیر دادی ، چې په نړیواله جګړه کې یو هېواد دبل هېواد په وړاندې جنګېده ، مانا داچې ملتونه سره نښتي و، دې پیښې ددښمن ملت په وړاندې ددریدلي ملت وګړي یو بل ته سره نږدې کول او دملي نږدې کېدو او یو ډول نشنلستي افکارو دودې لامل ګرځېده ، ان تر دې چې د شوروي په څېر یو انترناسیونال ځواک یې په روسۍ واله سیاست راوپېچه ، مګر له بده مرغه زموږ جګړه تر ډیره خپلمنځي وه ، افغان د افغان پر ضد جنګېده او دې کار پرعکس ،د اندویدیالیزم عقده پیاوړې کوله . د ډیرو رواني ستونزو تر څنګه ،دې جګړې، موږ له ګڼو ټولنیزو نېمګړتیاوو سره مخامخ کړو، چې یوه یې هم د یوازیتوب او تجرید شدیده عقده ده ، زموږ داوسمهاله نیمګړتیاوو بنسټ او لامل همدغه شدید ( یوازیتوب ) دی، یو پر بل باور نلرو ، دګډ کار پر ارزښت نپوهیږو ، ډله ییز مشر توب نه شو زغمی او ټول عمر مشرتوب دځان یا دخپل ملګري لپاره غواړو، په همدې ورځو کې مې له یوه خواږه ملګري سره د ډله ییز مشرتوب پر ښېګڼو بحث کاوه ، هغه راته خندل او تقریبا دخبرو مانا یې دا وه ، چې دانو څنګه ممکنه ده چې یو غورځنګ یا فکري بهیر دې دڅو تنو له خوا رهبري شي ؟
زموږ مشرانو به یوه اصطلاح کاروله ( یوازیتوب یوازې له خدای ج سره ښایي) دا ریښتیا ده ، انسان ټولنیز موجود دی او که د ټولنې ( په اوسمهاله ژبه تمدن ) له ځانګړنو سره سم ژوند غواړي نو له (بل ) سره داړیکې څرنګوالی ډیر ورته ارزښتمن دی ، موږ دټولیزې اصلاح لپاره له (بل) او ( نورو ) سره د(زه ) داړیکو یوې ملي فورمولبندۍ ته اړتیا لرو .
موږ باید ، کله چې پخپله اوبه ورڅخه اخلو ، ژردنل اوبه بندې کړو ، چې ( بل ) هم ګټه ترې واخیستلای شي ، موږ باید ځکه دخوړو پاتې شوني ، له موټرڅخه پر سړک ونه غورځوو ، چې ( نور) په تکلیف نشي ، او موږ باید په اداره کې له ( بل او نورو) سره قانوني برخورد او سم چلند وکړو ، چې سبابیا ( بل) هم له ماسره قانونمند او سم چلند وکړي . موږ باید له شدیدې وګړنوالې ، تجرید ، یوازیتوب او یوازې دځان په ګټه له هرڅه کولو څخه لاس واخلو او دټولو ، ټولنې ، هېواد او (نورو ) دګډو ګټو په اړه هوښیار اوسو . دیوې سالمې ټولنې د ودې او پرمختیا بنسټ همدغه باور جوړوي .
وړاندیځ :
هر ګوند، سیاسي جوړښت ، ټولنیز بنسټ او یا فرهنګي بهیر چې دافغانستان د رهبرۍ پریکړه لري ، ښايي دې ته پام وساتي ، چې دټولنې فکري بنسټ تر همدې علمي اصل لاندې ورغوي . دداسې هڅې شعوري بنسټ هم دادی ،چې (ترهغو چې ټولیزه هوسایینه رامنځته نشي فردي نېکمرغي ته نه شو رسېدلای ) زموږ دټولنیزو هڅو بنسټ باید همدغه علمي قاعده وي . دعقیدې ، اخلاقو او قانون هڅوونکي ځواکونه په دې برخه کې مرسته کولای شي . تر نړیوالې دوهمې جګړې وروسته اروپایانو دې ته ډیر پام وکړ ، چې څنګه دغه نیمګړتیا له منځه یوسي، اروپایانو د اعجاز تر بریده وکړای شول همدغه پر اندویدیالیزم اخته ولسونه دومره په ګډه او ټولنیزه روحیه سمبال کړي او داسې یې یوپر بل باور ته و هڅوي چې ورانه ویجاړه او لوټه لوټه شوې اروپا یې په ګډه سره ورغوله او ډیر ژر یې بېرته دنړۍ پر اقتصادي ځواک بدله کړه .
حکومت ، فرهنګیان ، لیکوال ، رسني او هنرمندان ( دټولپوهاوي له ټولو وسایلو څخه په کار اخیستلو سره) مکلف دي ، چې پر ټولیزو او ټولنیزو ارزښتونو ، ګډو هڅو او دجمعي هوسایینې پر ارزښت کار وکړي ، خلک دخپل هېواد دودانولو لپاره راوخوځوي او دیوازیتوب اوتجرید شدیده ناروغۍ وځپي ، ټولیزې ناروغۍ ټولیزه درملنه لري او موږ باید دټولیزې بې تفاوتۍ له دې حالته ووځو، یوځل بیایې په یاد ولرئ ،چې ( زه ) یا ( ته ) به تر هغو نېکمرغه نشو ، چې د( موږ ) لپاره کارپیل نکړو .