دنړۍ په یوه معتبر پوهنتون کې مې د سیاسي علومو په بحثونو کې دولسواکۍ پرلور دتللو (دیموکراتایزشن) دباب تدریس ته ګونډه وهلې وه ، پر فیسور مو هوښیار او ظریف سړی و،  هغه ورځ یې پردې خبرې کولې  ،چې څنګه دکولتوري ، ټولنیزو او جوړښتي بنسټونو تر څنګ اقتصاد هم د یوې ډیموکراسۍ دشکل او جوړښت په ټاکلو کې بنیادي ونډه لري . هغه ورځ اقتصادي پروسه دغو څلوروـ پینځو پړاونوته رالنډه شوې وه : سرچینې ،  بشري ځواک،  پروسس ، تولید او مصرف ( استهلاک)  . ددغې اړیکې له مخې یوه ټولنه او هېواد پیژندل کېدل ، ما چې هر څومره فکر وکړ دافغانستان پېژندنه پکې نه وه ،په دې بحث کې نه دافغانستان ټوپک اوجنګونه یاد شول ، نه یې زړور ټوپوکوال او نه هم سیاستوال یوازې یو ځل یې دکوکنارو پر تولید یو لنډ مکث وشو او بس. دلکچر پر مهال مې د پوښتنې زړه ونه کړ ، خو چې درسي ساعت پای ته ورسېده ،استاد ته ورغلم او په دې بحث کې مې دافغانستان ځای ورڅخه وپوښت ، استاد لږ ومسل ، له لاسه یې ونیولم او د پوهنځي په اوږده دهلیز کې راسره روان شو ، په لاره یې راته یوه ترخه خبره وکړه ،  ویل یې له دې اړخه ستاسو هېواد یو واضح تعریف نلري ، ستاسو هېواد یو مصرفي هېواد دی ، خو هیڅوک نپوهیږي چې دالګښت څنګه وارزوي ، دالګښت هغه وخت ارزول کیدای شي چې سرچینې ، دتولید او پروسس لارې او ګټه یې وپېژندل شي . داستاد دې ځواب نور هم ګنګس کړم ، استاد دا هم پسې کنجوغه کړه ، چې په داسې یوه بې تعریفه اقتصاد کې حکومتوالي،  قانونمندي، ولسواکي  اونور مدني ارزښتونه ریښې ځغلولی نشي او په دې توګه ټولنیز نظم هم ټینګیدای نشي. پروفیسور په پوره بېرحمۍ لګیا و ، او پر دې یې فکر نه کاوه ،چې زه خپه کیږم او پر خپل هېواد مې زړه سوزي ..... مګر استاد پر ما او افغانستان زړه نه سیزه .

موږ سرچینې لرو ، بشري ځواک لرو ، خو پروسس او تولید نلرو ، او بیا لګښت هم ښه پریمانه لرو ، عجیبه ده ! په کراماتو چلیږو. داقتصاد علم سخت دی ، خو دغه پیژندنه یې دومره سخته نده ، ددې پروسې هغه مهم توکي چې سرچینې او بشري ځواک دی باید د یوې عقلي ـ میکانیکي عمليې په مرسته پروسس او تولید ته لاره هواره کړي  او بیاتولید شوي توکي  مصرف او استهلاک شي . دبېلګې په توګه،زمکه او اوبه سرچینې دي، دبزګر زیار بشري ځواک دی ، غنم له ریبلو نیولې تر ژرندې پورې له یوه پروسس څخه تیریږي او اوړه تولیدیږي ، اوړه په کورنیو کې مصرفیږي، بله بېلګه : کوچی میږې او اوزې روزي ، وروسته یې کاریګر له پوستکي څخه بوټ جوړوي او دا بوټونه ددې هېواد یو اوسیدونکی استهلاکوي ، موږ ځمکه او اوبه لرو، بزګر هم لرو ، خو اوړه له ګاونډیو راوړو ، ولې ؟ ددې لپاره چې سیاستوال مو د اوړو دتولید په اړه فکر نکوي، بلکې دهغه لپاره سیاست دپردیوخبرلوڅو اداروسره دانډیوالۍ جوړولو یا ډغرو وهلو په مانا دی. په موږ کې لکه چې همدغه عقلي او میکانیکي ځواک نشته ، چې دا مو حال دی . میکانیکي او عقلي عملیه د حکومتونو ، ګوندونو ، سیاسي ـ ملي شخصیتونو ، علمي بنسټونو ، او پانګوالو په ګډه هڅه رامنځته کیږي ، په نوره دنیا کې دسیاست وسایل همدا دي ، دتولید وسایل او افکار سیاستونه رامنځته کوي ، خو زموږ په هېواد کې همدغه ځای تش دی ،له موږ نه دسیاست وسایل غلط شوي دي ، دلته دسیاست وسایل خلکو ته د اقتصادي سرچینواو بشري ځواک په مرسته دمصرفي او استهلاکي توکو دتولید دډیرولو سالمه سیالي نده ، دلته دسیاست په فرهنګ کې نورنومونه دیوې منفي سیالۍ وسایل دي :  ټوپک، له عقیدې څخه سیاسي ګټه اخیستنه ، مافیايي کړنې ، ویره اچونه ، فساد او په بهرنیو خبرلوڅو ادارو پورې تړلتیا.

هغه څه ،چې په ټوله دنیا کې دسیاست وسایل دي، دلته هېر دي ،خو بیا هم داوطن چلیږي ، په کراماتو چلیږي .

وړاندیځ  :

پورته یاده شوې علمي او عقلي پروسه باید دموجودو کاذبو وسیلو ځای ونیسي ، او خلک یې ښايي وپیژني . په عامه ذهنیت او دخلکو په باورونو کې ښايي د سیاسي وسایلو ریښتینې پېژندنه د دروغجنو هغو ځای ونیسي ، حکومت ، ریښتیني سیاسي ګوندونه ، اغیزمن ملي شخصیتونه ، رسنۍ ، او دعامه پوهاوي ټول اسباب ښايي خلکو ته دغه شلېدلې کړۍ وروپیژني ، چې دسرچینو ، بشري ځواک ،معقول فعالیت ، پروسس، تولید او مصرف ترمنځ د معقول فعالیت ځای نورو ناولیو وسایلو نیولی دی او په دې توګه ، هېواداو ولس  نه خپلې اقتصادي سرچینې پیژني ، نه دبشري ځواک دکارولو په څرنګوالي خبردی ، نه پروسس او تولید شته یوازې او یوازې مصرف شته او بس .   

موږ باید دخپلو پټیوله سبو څخه او دچورګوړو له کوډیو څخه مخامخ د ولسمشرۍتر څوکۍ پورې یوه معقوله اړیکه رامنځته کړو ، ایله به په دې منځ کې د چل ، دروهې ، ناولیو لوبو، اوپردیو لاسونو ځای له منځه ولاړشي او په دې توګه به افغان او افغانستان دیو سم پېژند( تعریف) خاوند شي .