د mina mina لخوا خپرې شوې لیکنې
ږيره زما واک يې د ملا -د ترکيې يونليک وروستۍ برخه
ږيره زما واک يې د ملا د ترکيې يونليک وروستۍ برخه ايمل (( جلال )) د ترکيې يونليک د مارچ په اتمه مو د سهار چاى د ايوب انصاري رض جامع جومات ته نېږدې په يو رستورانت کې و څښه او نهه بجې مو راته استاد وويل: نن( تاتليې) ته ځو.تاتليه د استانبول يوه مشهوره تفرېحي سيمه ده، چې هره ورځ سلګونه ترکان له هغې نه ليدنه کوي، موږ تقريبا نيمه ګړۍ وروسته له موټره ښکته شو او د سټېډيوم د ودانۍ په لور روا
برق کاکا په حق ورسېده - پرله پسې يو ويشتمه ګڼه
برق کاکا په حق ورسېده((... جبه وال))په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د مقاماتو د بې پروايۍ له کبله زوړ سپين ږيرى برق کاکا چې کله ناکله يې د غريبانو او بې وزلو خبراخېسته دورپېښې شوې ناروغۍ يانې ګرمۍ له امله په حق ورسېده. انالله و انااليه راجعوند نوموړې فاتحه د جلال اباد ټولو غريبانو او نادارو خلکو په کورونوکې اخېستل کېږي، ناداره او غريبان د برق کاکا د مړينې له کبله ډېر زيات خپه او خواشينې دي.؛ خو مشران، پيسه داران او قوماندانان د هغې د مر
بانک
بانک عبدالشاکر سليم ( کاموال)د بانک اصطلاح څرنګه رامنځ ته شوه او بانک څه ته وايې؟ بانګ يوه داسې اداره ده چې د نړۍ په هر ګوډ کې ورسره خلک بلدتيا لري، د بانک د لفظ په باره کې مختلف نظرونه وجود لري. د ځينو ماهيريونو په نظر د بانک لفظ د اېټالوي ژبې د( banque , banco , bancus ) له کليمو څخه اخستل شوې او ځيني پدې نظر دي چې د جرمني ژبې( back) د لفظ څخه اخستل شوى دى، کله چې جرمني د ايټاليا په اکثرو ساحو تصرف درلود ؛نو د جرمني
هغه ټول ارمانونه ګور ته يوړل
هغه ټول ارمانونه ګور ته يوړل ليکوال : احمد الله ارچيوال د هغې له ما سره دا وروستۍ خبرې وي فکر کوم له دې نه وروسته به يې چا سره خبرې نه وي کړي، ما ډېر ارمان وکړ، چې کاشکې خبرې مې لږې ورسره اوږدې کړى واى؛ خو زه څه خبر وم، چې هغه به دومره ژر له ما نه بېليږي او ما به په دې ورانو لارو يواځې پرېږدي.د ماښام په ډوډۍ ناست وم، چې د ټليفون زنګ وشرنګېده د اوکى تڼۍ مې کېکاږله د بلې اواز راغى ويل زه يم ورور دې ډاکټر حيات الله او وړاندې
زما ژوند - پرله پسې يويشتمه ګڼه
زما ژوند ليکوال: بِل کلنټن (د امرېکا پخوانى ولسمشر)ژباړن: غلام ولي نوري_كندهارد کتاب ۴۴۸،۴۴۹،۴۵۰،۴۵۱ مخونه.دويمه برخه ما له جنرال شيلټن او ډيك كلرك څخه وپوښتل، چې افغانستان ته د كمانډو پوځونو د استولو لارې چارې پيدا كړياولي دواړه شپې مې د القاعدې پر پلان ګوزارۍ تېري كړې. د شپې هيلري د خوب بستر ته لاړه او زه پر كوچ بيده شوم.زما د زېږېدو په ورځ جنرال ډون كيريك، سنډي برګر د م
ماشومتوب
ماشومتوب نصرت الهام زه دژوند لپاره راغلمه دنيا ته په هغې وخت کې زه ګران ومه هر چاته پاپلۍ مې وکړې ، راغلم په خاپوړو مور او پلار مې بلا مينه راکړه ماته ماشوم توب اوس راته خوب غوندې ښکارېږيد تېرشوي ځلميتوب غوندې ښکارېږي اوس د هرڅه په اصلي مانا خبر يم ژوندون هسې لېونتوب غوندې ښکارېږي هر تصوير راته روښانه شو چې لوى شوم زړه مې بېرته پښېمانه شو چې لووى شوم ژوند هماغه و هماغه چې ما تېر کړ ګوره څومره سر
زه
زه نصرت الله (( الهام)) ستا د تورو سترګو ځار ومد هـــــرچا دغاړې هار وم زه د ټولو خلکو خوښ وم زه د ټولو خلکو ياروم هر سړى په ما مين و د هر چا د زړه قرار وم ځکه زه د قدر وړ وم زه نوښت زه ابتکار وم تل مسکا وه زما مخ ته چې روان به زه په لار وم هر يو هر وختې غوښتلم زه د هر سړي په کار وم اوس چې ته راځنې لاړې پښې مې شلې شولې دوا
د اسلام دردمنو!
د اسلام دردمنو! استاد ګل پاچا الفت عابده! هغه څه چې ته يې په ډېرو وظايفو او نوافلوکې لټوې د خداى (ج) په خدمت کې ډېر ښه موندل کېږي . زاهده! څه شى چې ته ېي د ځان په وږي ساتلواونفلي روژو نيولوکې غواړې د مساکينواو فقيرانو په مړولو هم لاس ته درځي .عارفه! چوپ کښېناستل او دخداى(ج) په فکراوذکرمشغولېدل عبادت دى مګر زورورو ته حق ويل او حق بيانول ډېر لوى او ستر عبادت دى .مسلمانه ! د قران تلاوت ثواب لري ؛ مګر
نظم
نظم انفار الله (( حصارشاهيوال )) د چا لندن دچا لاهور خوښېږيزما وطن د پلار او مور خوښېږيد چا خواږه د چا ترخه ښه راځيد چا موټرې او ښه کور خوښېږيد چا کوفتې غوښې د وريجو سرهد چا کباب په سر د اور خوښېږيڅوک له تقسيمه په تالا خوشحال ديد چا ټوپک سره د زور خوښېږيد چا ده مينه د نعتونو سرهد چا سازونه ټنګ ټکور خوښېږيدا طبعي ده هر انسانه سرهد چا به سپين د چا به تور خوښېږيدا ماتې ګوډې کڼوالې چې ګورمدښمن د خ
نظم
نظم نويد الله (( اطرافي، حصارشاهيوال )) ځان ته نتکۍ چارګل اخلمه اختردىمورې بنجاره راغلى ولاړ بهر دىد سرګلونه يې پېښوري راوړيبنګړي يې ګوره لاهوري راوړيپايزئب ته ګوره آب وتاب يې برابر دىمورې بنجاره راغلى ولاړ بهر دىنکريزې شته دپښو لاسو لپارهښايسته پاولۍ د کميسو لپارهدننه بکس يې ډک کړى لروبر دىمورې بنجاره راغلى ولاړ بهر دىشيان يې ټول د اخېستو ديماما راوړي په پيسو ديکه نغدې نه وي قرض يې مونږ باندې
څلوريزه
څلوريزه بشير احمد(( خپلوان )) دا خوله دې ماته شي چې تاته پرې خېرا کومهپه هر لمانځه کې درته هر وختې دعا کومهډېرې زارۍ مې ورته وکړلې ياري نه کوي څه وخت تاويز، زمونږ د کلي په ملا کومه
غزل
غزل قدرت اللْـــه مجبــــور- خوست ښكلو ته وركړي خداى ساړه زړونهمونږ باندې به وسوځوي څه زړونهدوئ دې كړي نفرت مونږه به صبر كړوشكر خداى راكړي پښتانه زړونــــههيڅ ييْ ترحم زړونو كښې نه راځيځكه خو پيـيْ په هر باڼه زړونــه پاك له رقيبانو دغه چم كړې تـــهنه پريږدي چې شي په عشق ماړه زړونـههسې به پرې ځان مجبــــوره ستړى كړېنه اوري دې چا چې شي كاڼه زړونـــــــه
غزل
غزل رحمان الله (( رشتين )) چې دا ښکلې څومره سپينه قدرتي دهورسره مې هومره مينه قدرتي دهاننګي يې د بازار رنګونه اخليسازه کړې رب رنګينه قدرتي دهد زيږې ګوړې چکۍ حمزه بللېهره برخه يې شيرينه قدرتي دهپه دې نه چې د پښتو وطن کې اوسيپښتنه دانجلۍ وينه قدرتي دهچاته يو ښکلى پيکه او چاته بل ويخو دا هرچاته مالګينه قدرتي دهپه خبرو کې مسکا له قصده نکړيدا همدغسې ريشتينه قدرتي ده.
يادګار
يادګار احمد بختيار (( ساحل )) خوګياڼى دا څو اوښکې دي ګرېوانه دا دې تاسره يادګار ويدا درکومه له خپګانه دا دې تاسره يادګار ويڅو سپېڅلي شهيدان مې درته پرېښودل په غېږ کېډک د ننګ افغانستانه دا دې تاسره يادګار ويڅو ترخې خاطرې واخله پام چې څوک پرې خبر نشيزړه مې تور دى له هر چانه دا دې تاسره يادکار ويځي له زړه نه مې سرې وينې راشه خال ترې ځانته کېدهزه چې مړ شومه جانانه دا دې تاسره يادګار ويڅو غزلې څو سندرې خوار((
امنيتي اندېښنې مخ په زياتېدو دي
امنيتي اندېښنې مخ په زياتېدو دي سر ليکنه دمؤقتې ادارې په راتګ خپل سريو ټول هيواد په سرواخيست او ورسره جوخت انتقالي دوره کې جنګسالارانو او د دولت مخالفينو په هرځاى کې امنيت ګډوډاوه .تمه کېده ، چې دولسمشرۍ او پارلماني ټاکنواو بن د توافقاتو تر پلي کېدو وروسته به که خېر وي وطن ګل ګلزار شي .د ذکر شوو دورو خپل سريو، دومره عقدې او ناخوالې وزېږولې او وده يې ورکړه ، چې تر اوسه دولتي واک او امنيت په ټول هېواد کې
د ننګرهار ادبي بنداراونيزې ناستې او مشاعرې په درز کې روانې دي
د ننګرهار ادبي بنداراونيزې ناستې او مشاعرې په درز کې روانې ديګهيځپه ننګرهار کې د غونډو او ناستو خبره اوسنۍ نه ده ؛ خو په دې وروستيو وختونو کې د فرهنګي کړيو د خپل منځي اختلافونو او بوختياوو له امله دا لړۍ يو څه ټکنۍ شوې وه ، چې له نېکه مرغه يو ځل بيا د ځوانو فرهنګيانو پر مټ دا لړۍ روانه شوه او د ننګرهارادبي بنډار ملګرو د ١٣٨٤ کال د کب په پنځمه نېټه لومړۍ غونډه وکړه ، که څه هم ځينو ځان غوښتونکو يې په ښکاره د ورانۍ هڅې وکړې ؛ خو و نه توانېده ، چې د ننګرها
نوي ټوکېدلي ګلان
نوي ټوکېدلي ګلان امين الله زهير د نوو ټوکېدلو ګلونو په لړ کې مو داځل د هغه ګلاب په وږمو لمانځو ، چې اوس ، اوس يې د شعر ښاپېرۍ شونډې پرانيستي ، دغه ګلاب اسلاميار ځواکمل نومېږي، د سيدامين خان ځوى دى او د روداتو ولسوالۍ کې يې سترګې دې نړۍ ته غړولي ، ځواکمل دا مهال د ميا عمر لېسې د لسم ټولګي زده کونکى دى ، دنوموړي په وينا له ماشومتوبه په سندرو او نغمو ميئن و او له همغه وخته به يې د رحمان بابا، حمزه بابا او ملنګ جان شعرونه لوستل ځواکمل واي
د ولايتي شوراګانو وکيلان دې له خلکو بښنه وغواړي
د ولايتي شوراګانو وکيلان دې له خلکو بښنه وغواړي ګټيالى تاسو به حتماً دا خبر تر لاسه کړى وي چې څه موده وړاندې د ټول هېواد نه د ولايتي شوراګانوغړي نه پوهېږم خپله او که د حکومت په بلنه له ولسمشرکرزي سره په يوه غونډه کې ليدل کتل وکړل ، دغو استازو ولسمشر ته له نورو ډېرو ستونزو خپله دا ستونزه غټه وبلله چې تنخواګانې او واکونه يې کم دي ، ولسمشر هم د مالي امکاناتو په چوکاټ کې د تنخواګانو او د قانون له مخې د واکونو د ډېر
نوي سوالونه ؟؟؟؟؟؟؟؟؟
نوي سوالونه له نېکه مرغه د مينې مجلې ځينې قدرمن لوستوونکي پدې توانېدلي دي چې د تېرې گڼې ځينې پوښتنې ځواب کړي؛ خو هيڅوک په دې نه دي توانېدلي، چې سل په سلوکې د پوښتنو ځوابونه راولېږي په دې لړ کې نجيبه (( حلـــــــيم )) دکابل له خېرخانې څخه ٨٠ په سلوکې ځوابونه رالېږلي دي همداراز زلمى(( حلــــــيم )) ٨٠ په سلوکې ، خوشحال درانى اونظرمحمد(( بهار)) ٧٠ په سلو کې زمونږ پوښتنې ځواب کړي دي چې د زړه له کومې مننه ترې کوو.او دمينې مجلې شپږ ميا
حل يې کړئ او جائزه واخلئ
حل يې کړئ او جائزه واخلئ درنو لوستوونکو ! په تېره ګڼه کې لس پوښتنې مطرح شوې وې . دا دى د تېرې ګڼې د پوښتنو ځوابونه پدې ډول دي :١ په ملګرو ملتونوکې دغه شپږ ژبې رسميت لري : ١_ انګليسي ٢_ عربي ٣_ هسپانوي ٤_ فرانسوي ٥_ جرمني ٦_ روسي .٢ د چين تاريخي دېوال چې د نړۍ داووګونو عجايبوڅخه دى له ميلاد نه دمخه په ٢٤٦ کې پيل او په ٢٢٨ کې پاى ته ورسېد، دا دېوال د (( چين شي هوانګ )) په امر جوړ شو او څه ناڅه ٤٠٠٠ کيلو متره ا