د mina mina لخوا خپرې شوې لیکنې


د کرزي دولت ملي ستراتېژي نه لري

  د کرزي دولت ملي ستراتېژي نه لري استاد حبيب الله  ( رفېع  ) د لندن کنفرانس ته تر ورتلو وړاندې ښاغلي حامد کرزي او د ده کاري ډلې اعلان وکړ چې دوى د افغانستان لپاره په ملي ستراتېژۍ ولاړ پنځلس کلن پلان جوړکړى او ددې پلان له مخې به دلندن په کنفرانس کې ژمنه شوې پېسې لګوي او افغانستان به د دې ملي ستراتېژۍ په رڼا کې د پرمختيا به لوړو پوړويو ته رسوي . ما چې ددې ستراتېژۍ له اعلان سره څلورکاله شاته وکتل نو دکرزي صاحب په دولت ک

11.07.2007 mina

ايا تاميل پړانګان پېژنئ؟

  ايا تاميل پړانګان پېژنئ؟ امروز خان (( ساپى)) له کونړ څخه سريلانکا دهند بحر په سهيل ختيز کې پروت هېواددى (٦٥،٦١٠) کيلومتره مربع مساحت لري د١٩٩٩ع کال د تخميني سرشمېرنې له مخې دهېواد داوسېدونکو ٧٤فيصده سنهاليان ، ١٨ فيصده تامليان ٧ فيصده مور( burghez) اويو فيصد مالي (vedda) اباددى . دهېواد ډېرى وګړي سنهاليان اوتامليان دبودامذهب پيروان دي خوددې ترڅنګ په سرلنکا کې مسلمانان عيسويان اودهندويزم پيروان په ګڼ شمېر کې ژوندکوي . ددې

11.07.2007 mina

د ځنکدن سختې شېبې دي

  د ځنکدن سختې شېبې دي عاشق الله (( فرياد)) دا به هر څوک ومني چې ځينې ليدنې کتنې او ځينې سفرونه له ځانه خاطرې پرېږدي همدارنګه ځينې شعرونه هم له خاطرو سره ملګري وي ،کله چې يو شعر په يوه ځانګړي ځاى يا ځانګړې موضوع باندې وليکل شي که دهغه مجلس حاضرينو ته دغه شعر په دغه ځاى کې خوند ورکړ او دشعر موضوع پدې تاثير وکړ بيا نو کله چې دغه کسان هغه شعر يا پخپله وايې او يا يې له چا څخه واوري نو همغه خاطره يې په ذهن او خيال کې راژوندۍ کې

11.07.2007 mina

زلميه!

زلميه!داسې سترګې نه غواړم   ژباړه : محمد غني (( فا روقي ))  سترامام ابي نصرسمرقندي (رح) د حسن بصري (رح) په اړه کښلي چې بصري دخپل ژوند په لومړنيو پسرليوکې خورا ښکلى او زړه راښکوونکى زلمى وؤ، تل به يې ښکلې جامې په تن وې او دبصرې دښارپه لارواوکوڅوکې به ديو مست شرنګېدلي اونازولي زلمي په څېرګرځېده راګرځېده يوه ورځ له خپل کورڅخه بل لور ته روان وؤ په يوې ښکلې مېرمن يې سترګې ولګېدې هغه مېرمن د نااشنا ښکلا او ښکلې ق

11.07.2007 mina

نوى جرم

نوى جرم مجبور ((لېونى)) هسې خو سپېڅلى دين ((اسلام )) او د جزاء قانون ، ټولې جرمي کړنې (عملونه ) مونږ ته ښکاره کړي دي ، چې بايد ځانونه ترې وساتواو له کړنې ( عمل ) څخه يې ځان وژغورو . خو که خداى مه کړه داسې يوه کړنه له مونږ څخه سرته رسېږي ؛چې هغه د اسلامي شريعت اود جزاء قانون څخه سرغړونه وي نوبيا راته همدې اسلامي شريعت او دجزاء قانون  جزاء هم ټاکلې ده . که نه يې منئ نو څارنوالۍ او محکمې ته لږ سر ورښکاره کړئ ، که خوښه مو وي ؛ زه دغو

11.07.2007 mina

ستورى او سپوږمۍ

ستورى او سپوږمۍ سيد امير جان ګيله من ستورى : سپوږمۍ! کله چې وړه وې ، زما خواته به راتلې .ما سره به ودرېدې ،خبرې به دې را سره کولې .خو د وخت په تېرېدو سره دې چې په حُسن او ښکلا کې زياتوالى راغى او پېغله شوې، ما څخه ډېره لرې لاړې اوهېڅ مې خواته نه راځې .زه ستا د ديدن لپاره له سرې ماښامه په انتظار انتظارستړى شوم خو ستا درک نه لګي .سپوږمۍ: ستوريه! وختونه داسې دي .نه مو پرېږدي چې مونږ يو بل ته نږدې شو .يو بل ته د زړه راز وواي

11.07.2007 mina

نتکۍ

نتکۍ محمد اسحاق (( دانش ))نتکۍ د پښتنو يوه ډېره باريکه او ښکلې ګاڼه ده ، نتکۍ په عمومي توګه له سرو زرو څخه وي ،يو نرى ډنډر لري او جوړښت يې لکه لښتۍ غوندې وي خو ډېره باريکه او ميئنه جوړه شوې وي، نتکۍ ته د پوزې منځ دېوال سورى کوي او دا پکې اچوي نتکۍ د پښتنو پخوانى او لرغونې پسول دى او په پښتو ادب کې ډېره ياده شوې ده يو پښتون شاعر نتکۍ ستاينه په  څومره ښکلو الفاظو کوي او وايې : زېړه نتکۍ سورى چارګل دىپکې پراته دي د

11.07.2007 mina

د مينې راز

د مينې راز سلطان عزيز عزام مونږ به چې کله بنګړي مات ، چيندرو، پټ پټانې او نورې لوبې کولې نو هر وخت به

11.07.2007 mina

زما واده

زما واده عبدالرحمن (( سرتېر)) نن زه ډېر زيات خوشحاله وم ځکه چې راتلونکى ورځ زما د واده د پروګرام نېټه وه دخپل کورنه شوم وتلى چې زما ډېر دوستان وو هغوى به ځورولم خو نن زه بهر ووتم هېڅوک نه و په بيړه بيړه دکور د وره څخه وړاندې ولاړم د خوشحالۍ اومسکا نښې نښانې مې له ورايه په څېره کې معلومېدې سپينه جوړه مې په غاړه وه د يوې ونې ډډې ته مې تکيه ووهله ډېره زياته ګرمي وه د ونې  سيورى هم چندانې مزدارنه و غوښتل مې چې پاسم او کوم

11.07.2007 mina

معجزې ته ورته ودانۍ

معجزې ته ورته ودانۍ جاپان کې د نړۍ اوږد پل اکاشي کيکيو برج په دې نړۍ کې طبيعي منظرې  ، جوړښتونه هر ځاى تر سترګو کېږي دغه قدرتي شاهکارونه او عجايب چې په نړۍ کې موجود دى ، اوسنئ  ساينسي علم يې له جوړولو نه قاصر دى دا خو هغه څه دي چې په فطري ډول مخې ته راځي د پام وړ هغه څه دي چې انساني عزم ، حوصلې ، او علم ، په ځانګړي ډول انساني لاسونو د ساينس په جادويې مټو جوړ کړي . او دتاريخ  لپاره يو مثال جوړ شوي ، دغه ډول ودانۍ د پرمختللي انجينر

11.07.2007 mina

حيرانونکي خبرونه

حيرانونکي خبرونه راټولوونکى : محمد اصف شينوارى١ _  د ٦،٨ کيلو ګرامه په وزن د ماشوم زېږول :يوې کولمبيايې مېرمن په حېرانتيا سره د جراحى ډاکټرانو تر څارنې لاندې د ٦، ٨ کيلو ګرامو په وزن ماشوم وزېږاوه، د هسپاني هېواد مرکز مادريد مرکزي روغتون چېر ته چې دغه مېرمن بستر وه چارواکو ويلې د دا ډول ماشوم زېږېدل په تېرو څلوېښتو کالونو کې سارى نه لري دغه مېرمن د شکرې په ناروغۍ هم اخته ده د حېرانتيا ټکى دا دى چې د دغه مېرمن وړاندينى ماشوم چې انجلۍ وه ، ا

11.07.2007 mina

زهرو کې شات ... ټوکې ټکالې

زهرو کې شات ټوکې ټکالې وحيد الله سرحدي ډانډس يوه ورځ يو ډانډس والا په لاره روان وؤ يو هلک چې ډانډس والا وليدو نو په لاره کې يو بوډا سړى روان و هلک د دې بوډا سړي څخه پوښتنه وکړه چې بابا د دې سړي په غاړه کې څه دي بوډا ورته وويل : بچيه خداى مې دې غاړه نه بندوي دا به د اوښ رباب وي . سوړ آشيوه ورځ ملا نصرالدين نه چا پوښتنه وکړه چې په عربي کې سوړ آش ته څه وايې ؟ ملا نصرالدين چې نه پو

11.07.2007 mina

د نېکبختو او بد بختو علامې

د نېکبختو او بد بختو علامې ژباړونکى : مولانامحمد رحيم (( رحيمي )) پاس پچير الف : د نېک بختۍ نښې : ١ هغه څوک نېک بخته دى چې دنيا کې پرهېز ګاره وي ، او اخرت ته يې رغبت زيات وي . ٢ په عبارت کې همت ناک ، او د قرانکريم  ډېر تلاوت کوي .٣ په هغه خبرو کې چې ورته احتياج نه وي کم ويوونکى وي . ٤ په پينځه  وخته لمانځه کې قايم وي .٥ له حرامو او شک اچوونکو څېزونو څخه که کم هم وي  پرهېز کوي . ٦ له نېکو خلکو سره

11.07.2007 mina

ټيليفون

  ټيليفون انوارالحق (( مجبور ))ټيليفون څه عجيبه څيز دى ، د سترګو په رپ کې دوه کسه سره ، تماس کې کوي چې يو تربله خبرې وکړي او بيغمه شي .دا اله که څه هم ١٠٠ کاله پخوا په امريکه کې يو سړي جوړه کړې وه چې نوم يې (( ګراهم بېل )) ؤ ، او هم دده په نوم د امريکې د ټيليفونونود ټولو نه لويه  (( بېل )) کمپنۍ جوړه شوې ده .(( بېل )) په اصل کې دانګستان اوسېدونکى ؤ، خوقسمت امريکې ته ورسولو ،ده چې دا اله په اول ځل جوړه کړه نو د تجربې نه پس يې

11.07.2007 mina

وروستۍ پاڼه

  وروستۍ پاڼه ليکوال : اُهنري     ژباړن : سيد حبيب (( وقار)) د واشنګټن د غرب لور نيويارک کې يوه سيمه ده چې تنګې او پېچلې کوڅې يې په يوه عجيب ډول يوه بله غوڅوي ، او هر څوک چې نوى ورته راشي پکې سرګردان کېږي . کوڅې يې دومره کږې وږې دي ، چې نوى څوک پکې د وتلو لار نشي موندلاى ځينې کوڅې يې تر يو څه لار وهلو وروسته له سره غوڅېږي چې دا يو عجيب او يو غېر عادي حالت دى او دا ډول حالت انځور ګرانو ته په زړه پورې دى چې د

11.07.2007 mina

کانکـــــوريانو!

کانکـــــوريانو!که غواړئ  چې... پتمن (( چپرهارى ))١  که غواړې چې په راتلوونکې کې نيمه ليونى انسان درنه جوړ شي ، نو د ننګرهار طب پوهنځى خوښ کړه .٢  که غواړې چې په لوى لاس ځان نېستمن کړې ، نو د ښوونې او روزنې پوهنځى خوښ کړه . ٣  که غواړې چې غټ ګانکړپ درنه جوړ شي ، نو د اقتصاد پوهنځى خوښ کړه .٤  که غواړې چې د تل لپاره دې د انسانانو سره اړيکې پرې شي ، نو د وترنرۍ پوهنځنى خوښ کړه . ٥  که غواړې چې ټول

11.07.2007 mina

ږيره زما واک يې د ملا

  ږيره زما واک يې د ملا ايمل (( جلال ))  د ترکيې يونليک نن سهار د چايو د تيارولو نمبر زما وو ، د سهار د لمانځه نه وروسته ټول بېرته ويده شول خو زه پخلنځي ته  لاړم ، لکه څنګه مې چې مخکې يادونه وکړه ترکان ډېر لږ چاى څښي او پيالې يې زمونږ د پيالو په پرتله شپږ ځله کوچنۍ دي . د ترکانو يوه پياله چاى زمونږ دوه غړپه کېږي ، له همدې امله چاى راته خوند نه راکاوه ، ما د يخچال نه پنېر،مربا،کوچ ،شات او زېتون

11.07.2007 mina

آيا حجاب د پرمختګ په مخکې خنډ دى؟

آيا حجاب د پرمختګ په مخکې خنډ دى؟ ژباړه : د رفيق الله (( زاهد)) د دې پوښتنې د ځواب لپاره بايد لومړى پوه شو چې حجاب څه شى دى ؟ ځکه ؛ پرته له دې چې پوه شو حجاب څه شى دى ، نشو کولاى چې پر موخو (اهداف ) ګټو او زيانونو يې پوه شو ، وروسته له پوهېدلو بايد هوډ وکړو چې کوم رنګ پرمختګ مونږ غواړو چې لاسته يې راوړو ؟ همدارنګه د دې ټکي له پوهېدلو پرته نه پو هېږو چې آيا حجاب د ترقۍ او پرمختګ په لاره کې خنډ دى که نه ؟ حجاب په اصل کې يوه عربي کليمه ده

11.07.2007 mina

افغانستان او پاکستان د تر هګرۍ ضد جګړه کې

  افغانستان او پاکستان د تر هګرۍ ضد جګړه کې   پاکستان بايد افغان دولت سره په ګډه پوله د ماينونو پرځاى ګلان وکري ليکوال : ظاهر(( طنين ))            ژباړن : عادل  (( نايب زى ))  د پاکستان سيمه يزو رسنيو خبر خپور کړ چې پاکستان د هغو ١٥٠ تنو طالبانو په لټه کې دى کوم چې لست يې ورته افغان ولسمشر حامد کرزي د سفر پر مهال ورکړې ؤ . په اسلام اباد کې

11.07.2007 mina

د پېغمبر سره مينه !

  د پېغمبر سره مينه ! قاري قدرت الله داسمه ده،چې مينه دانسان د فطرت غوښتنه ده، دکوم انسان زړه،چې د ميني له خواږه درده  بې برخې وي هغه پوره انسان نه بلل کېږي.هغه مينه، چې انسان ته په دنيا او اخرت کې عزت ور بښي همغه ريښتينې او سپېڅلې مينه ده.تر هغې، چې يو انسان په زړه کې د خداي( ج) سره او دهغه له  نازولي پېغمبر( ص) سره مينه و نه لري د پوره ايمان دغوه دې نه کوي.موږ ټولو ته پکار ده، چې د  خپلو زړونو تيا

11.07.2007 mina

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more