د lalazar lalazar لخوا خپرې شوې لیکنې


په هيواد کې دروغتيا يي ستونزو بهير

  وايي چې روغتيا د ژوند شتمني ده له همدې لامله د نړۍ پرمختللي هېوادونه د خپلو ولسونو د هوساينې لپاره ډېری هڅې کوي، چاپيريال پاک ساتي او د علاج وړناروغيو لپاره د کافي موادولرونکي او د درملنې وړ درمل برابر وي سربيره پردې د ځينو خطرناکو ناروغيو پروړاندې خپل ماشومان دکوچينوالي پر مهال واکيسنوي او دځان او کورنۍ د غړو لپاره دهغوی د ښې روغتيا ساتلو لپاره هلې ځلې کوي. که څه هم چې د بن د نړيوال کانفرانس را هيسې زموږ په هېواد کې د نورو لاس ته راوړنو په څنګ کې دروغتيا په ډګر کې ډير کار شوي

26.11.2006 lalazar

د راتلونکې دوه اړخيزې جرګې ارزښت او ورسره ننګونې

راتلونکې دوه اړخيزه جرګه چې دډيورنډ د کرښې ددواړو خواوو اوسېدونکو پښتنو ترڅنګ به د افغانستان او پاکستان ولسمشران او ددواړو هېوادونو علما، سياسي او قومي مشران پکې ګډون ولري، د امنيت په ټينګښت کې به يې د افغانانو لپاره اغېز خورا د قدر وړ وي، او ددې ترڅنګ به دهغو تورونو د سپيناوي لپاره يوه ښه موقع وي چې د امريکا اروپا او د پاکستان د حکومتونو لخوا دډ يورڼډ د کرښې په دواړو خواوو کې پر مېشتو پښتنو باندې لګول کېږي چې ګويا دا وګړي داورپکو او ترهګرو سره خواخواږي لري. بل به د پاکستان او افغانست

26.11.2006 lalazar

په ادب کې د کلمې دقت اوښکلا

څه موده ترمخه استاد شپون په افغان ادبي بهيرکې د لنډې کيسې په اړه خبرې کولې. نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې د کلمې دقت د هغې تر ښکلا زيات اهميت لري اوزه تل په لنډه کيسه کې د کلمې دقت ته پاملرنه کوم.د استاد شپون له خبرو داپايله اخيستلای شو چې د کلمې دقت او ښکلا دوه بيل څيزونه دي او دهغې دقت ښکلا نشو بللای. له ډېرو کره کتونکيو، ليکوالو او شاعرانو څخه به مو اوريدلي وي چې شاعرانه کلمې کومه مانا نلري. هره کلمه چې په يوه شعر کې سمه راوړل شي، شاعرانه کېږي، لکه او سمهال چې پښتو ادب ت

26.11.2006 lalazar

د اروښاد نايب سالار شېر محمد خان لنډه پيژندنه

  غازي شېر محمد خان د محمد رسول خان زوی د بخشي صاحب لمسي چې پر (١٢٠٨) ل.ق کې د غزني ولايت د قره باغ دولسوالۍ په يوه دينداره او متدينه کورنۍ کې زيږيدلی دی. پلاريې محمدرسول خان دځوانۍ په عمر کې له دې ًٌُِفاني دنيا څخه سترګې پټې کړې. د غازي شېرمحمدخان سرپرستي او پالنه دده پياوړي نيکه (بخشي صاحب) په ښه توګه سرته رسولې چې په نتيجه کې يې دځان په وړ يو باغيرته او دوطن په آزادۍ مين شخصيت خپلې ټولنې ته وړاندې کړ.ښاغلی بخشي صاحب د قوم مشر او خدمتګار و، دوطن پر آزادۍ مين، په عقل رسيدلی

26.11.2006 lalazar

د شوتلې، هنري او ژبنۍ خوا

   يادونه: داليکنه پريوه طنز (شوتله) ليکل شوې د عايل شوتله شنه ده؛ خو په يو نيم ځای کې يې د ښکېنو خبره، ګنده بوټی ترسترګوکېږي او دغوګنده بوټو يې ګټنه يو څه زيانمنه کړې، د طنز ژبه روانه او له تکلفه لېرې ده، مکالمې يې هم ښکلې دي،خو که مکالمې له هغو جملو څخه چې ليکوال يې د تړاو لپاره کاروي بيلې راغلې وای، له يوې خوابه طنز له بېځايه اضافي جملو لکه: (ماورته وويل، دې راته وويل) څخه ژغورل شوی وای او له بلې خوا به د پنځونې د غونډلو او وييونو (کلمو) ترمنځ اړيکې نورې هم ترينګلې شوې وا

26.11.2006 lalazar

زموږ لنډۍ زموږ پانګه

       د پښتو اولسي سندرې، يوازې يو څو شعره ندي او نه يوازې د سرتيرۍ و سيلې دي، بلکې د پښتنو د ژوند هنداره ده، تاريخ دی او د پښتنو روح پکې نغښتی. زموږ ډېرې داسې سندرې شته چې د پښتنو په تاريخ کې ترې کار اخيستل کېږي او ديوه ټاکلي مهال ښکارندويي کوي، لکه: که د خالو لنبکرې راغلې زه به کومل ته د خپل يار ديدن ته ځمهپردې سر بيره ډېر داسې سروکي شته چې د ځينو مهمو پېښو حال

09.11.2006 lalazar

مبارکي او مننه

محترم محبوب صیب، سلامونه .روغ ، جوړاوخوشحاله اوسې .دلاله زار ویبلاګ په جوړیدو ډیرخوشحاله شوم ،ډیر ښه او په زړه پورې معلومات مو ورکې راغونډ کړي .ستاسې دزیار اوهڅو ستاینه کوم . هیله ده چې په دې برخه کې مو لا ډیر بری په نصیب شي .په پای کې یو څل بیا ددغه په زړه پورې ویبلاګ دجوړیدو مبارکي درته وایم او منندوی مو یم .په مینه او مینهفضل غني حقمل /کابل

31.10.2006 lalazar

د اداري فساد له منځه وړل، د حکومت لپاره ستره ننګونه

  د جمهور رييس حامد کرزی د اوسنۍ ادارې د پرمختګ او برياليتوب ترمخ ډېرې ستونزې شته چې، امنيت او اداری فساد ېې د ټولو په سرکې راځي. د امنيت د ښه کولو لپاره به له ناټو او ملي اردو کار واخيستل شي. خود اداري فساد له منځه وړل د دولت دنده ده _ د ځينو بهرنيو او کورنيو کار پوهانو په وينا اداری فساد په اوسنۍ اداره کې تر وروستي بريده رسيدلی دی. ځينې خو لا دا هم وايې چې په او سمهال کې چې د دولت او ولس ترمنځ کوم واټن رامنځته شوې. سترلامل يې همدغه اداري فساد دی. له څه مودې راهيسی د هيواد ل

31.10.2006 lalazar

سلامونه او غوښتنه

دلاله زاو پاڼې درنو مينوالو او لوستونکو تاوده سلامونه مې ومنئ٠ له هغه مهاله چې زه له اسلام اباد نه کابل ته ستون شوی يم، په ادبي او فرهنګي هڅو کې مې زياتوالی راغلی او تر څنګ ېې يو څه اسانتياوې هم په لاس راغلي ،له همدغو اسانتياو نه دلا زيات کار اخيستنې په پلمه مې دلاله زار پاڼه جوړه او پرانسته ٠ په همدې موخه له تاسې ټولو هيله کوم چې، په خپلو نيوکو،نظرونو اونورو هر ډول هنري، ادبي،ټولنيزو او سياسي ليکنو مو ونمانځئ او ددې پاڼې په لا ښکلا او ودهکې راسره مرسته وکړئ٠ په ډېره مينه

29.10.2006 lalazar

د قبايلي او قومي جرګو رابلل

  څه موده وړاندې حامد کرزي په سپينه ماڼۍ کې د امريکا او پاکستان له ولسمشرانو سره ګډه غونډه درلوده. دهغې غونډې لويه بريا او لاسته راوړنه داوه چې د ډيورنډ د کرښې په دواړو غاړو کې دې قبايلي او قومي جرګې راو بللی شي چې په هره جرګه کې به ددواړو خواوو قبايلي، قومي او سياسي مشران ګډون وکړي ددې ترڅنګ به حامد کرزی او پرويز مشرف هم په دغو جرګو کې ګډون کوي او له نږدې به يې څاري. هغه سيمې چې په دې ورستيو کې يې امنيتی ستونزې او تاوتريخوالی زيات شوی، ترډېره پورې پښتونمېشته سيمې دي خو که په ځي

19.10.2006 lalazar

د غني انتقادي ژبه

                                                                                  &nbsp

16.10.2006 lalazar

پښتو ادب شعر ته اړتيا لري؟

اجمل ښکلی                                                                                 &n

16.10.2006 lalazar

پر افغانستان باندې د امريکا د بريد پنځمه کليزه

  پنځه کاله د مخه داکتوبر د اتمې پر ما ښام د امريکا جنګي الوتګو پر کابل بمباري وکړه ددې ترڅنګ چې له سمندري بيړيو څخه هم د توغنديو توغول پيل کړي وو، دغه بريد وروسته له هغه پيل شو چې طالبانو د امريکا غوښتنې چې د اسامه بن لادن سپارل هم په کې شامل و، ونه منلې په دغو بريدونوکې په زرګونو خلک ووژل شول _ وروسته له څواونيو د طالبانو پنځه کلنه واکمني ړنګه شوه _ دبن د کنفرانس او تړون په ترڅ کی د حامد کرزي په مشرۍ لنډمهالې اداره رامنځ ته شوه _ لويه جرګه راوبلل شوه او بيا هم د حامد کرزی په مش

16.10.2006 lalazar

د ناټو د ماموريت پراختيا او امنيتي ننګونې

    په کابل کې د ناټو ملکي وياند ډان ايورټس په خپلو څرګندونوکې ويلي، چې د اکتوبر پرپنځمه به د ناټو ماموريت په ټول هېواد کې پراخه او ترختيځو سيمو ورسېږي د نوموړي وياند په وينا، د ناټو د ماموريت په پراخيدو سره به د متحدو ايالاتو ١٢٠٠٠ هغه ځواکونه چې او سمهال د هېواد په ختيځ او جنوب ختيځو سيمو کې د تر هګرۍ پر خلاف پر دنده بوخت دي، د ناټو تر قوماندې لاندې راشي. دې ته ورته څرګندونې څوورځې د مخه د ناټو يوبل وياند مارک ليستي هم کړې وې. ددغو څرګندونو له مخې به ټول امريکايي

14.10.2006 lalazar

زړګی

                              زړګی فقير دی خو د عشق په ښارکې کور غواړي زړګی له ښکلې زمانې د حسن پور غواړي زړګی منصور د رڼاګانو، له انجامو نه ويريږيپتنګ غوندې د بلو ډيوو اور غواړي زړګیوئ، ژوند خو بس په مينه ماتېده او رغېده دي په لېچو کې د شنو بنګړيو شور غواړي زړګی له عقله مرور وي شامدام په نه خبره ماشوم شي، کله

14.10.2006 lalazar

په مورنۍ ژبه زده کړه د ماشوم طبعي او بشري حق دی

 دا روا پوهانو له نظره ماشوم ته په مورنۍ ژبه زددکړه کول دهغه بشري او طبعي حق دی، ځکه چې سروی ګانو هم ښودلې چې هغه ماشومان چې په مورنۍ ژبه زدکړه کوي، تر هغو نورو چې په کومه بله ژبه زدکړه کوي، ډېر تکړه وي _ د بشري حقونو د ماشومانو څانګې نړيوالې ټولنې په دی هکله يوه اعلاميه هم خپره کړيده. زموږ په هېواد کې د نورو ډېرو ستونزو ترڅنګ دغه ستونزه هم شته، د نوي حکومتي ادارې پنځه کاله تېر شول _ خو افغان چارواکيو او د پوهنې وزارت د غې خواته هېڅ پام نه دی کړی. دغه

14.10.2006 lalazar

د هوا مرغان

 د هوا مرغان دا د هوا مرغان له موږ نه ښه دي او د هوا بريدونه پيژنيهر خوا ګرځي او هر چيرې ځيدوبی په يو ځای ځاله جوړه ژمی بل ځای کې ويمنی په يو ځای کې اوسيږي سپرلی بل ځای کېخو زموږ تر منځ دي بلا کرښې تيرېله چانه تاو د روايت کرښه دهڅوک زندانونو کې زاړه شول سرهله چانه تاوه د غربت کرښه دهله چانه تاو د نژادونو کرښه له چا نه تاو د مذهبونو کرښهڅوک د خپل فکر په زندان کې بنديله چا نه تاو ده د فکرون

08.10.2006 lalazar

د وزارتو نو د شمېر کموالی او د ولسي جرګې بحثونه

  څو ورځې وړاندې په ولسي جرګه تې د وزارتونو د شمېر پر کموالی بحثونه راپورته شول. دغه بحثونه هغه مهال راپورته سودل چې د ولسي جرګې د عدلي او قضايي چارو د کميسيون مشر سيد حسين عالمي بلخي د وزارتونو د شمير په زياتوالی او دولسمشر د مشاورو وزيرانو د شمېر په ډيروالی خبرې وکړې نوموړي ووېل په اوس مهال کې د وزارتونو شمېر ٢٥ دی پکار دي چې ٥ وزارتونه په نورو وزارتونو کی ادغام شي. نوموړي دا هم وويل چې د ولسمشر د مشاور وزيرانو شمېرتر څلوېښتو ډېر دی، او داسې وزيران هم په کې شته چې په در

08.10.2006 lalazar

و ينه

و ينه په و يښه څه        چې زه په خوب کې هم                                 وينه ليدلی نه شم رنګ خو ېې څه              زه خو لا نوم دوينې      &

07.10.2006 lalazar

غزل

غزل دنګه غاړه ، دنګه ونه مې خو ښيږ ي لوړه پزه، غونډه زنه مې خو ښيږ ي ته چې تاو شې،زمانه درسره تاو شي ستا دګرد کميس لمنه مې خو ښيږ ي څه دعقل کارخونه دی، چې به ګرم شم کاردعشق دی ،تېروتنه مې خو ښيږ ي ديوه پر ځای به لس ځوابه درکړم

05.10.2006 lalazar

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more