و ينه
په و يښه څه
چې زه په خوب کې هم
وينه ليدلی نه شم
رنګ خو ېې څه
زه خو لا نوم دوينې
هېڅ اوريدلی نه شم
خو داسې خلک هم شته
چې لا دو ينو تويولو نه هم خوند اخلي
دانسانانو په وژنه ځانته ژوند اخلي
م،محبوب کابل
05.10.2006
- lalazar
غزل
دنګه غاړه ، دنګه ونه مې خو ښيږ ي لوړه پزه، غونډه زنه مې خو ښيږ ي
ته چې تاو شې،زمانه درسره تاو شي ستا دګرد کميس لمنه مې خو ښيږ ي
څه دعقل کارخونه دی، چې به ګرم شم کاردعشق دی ،تېروتنه مې خو ښيږ ي
ديوه پر ځای به لس ځوابه درکړم...
08.10.2006
- lalazar
څو ورځې وړاندې په ولسي جرګه تې د وزارتونو د شمېر پر کموالی بحثونه راپورته شول. دغه بحثونه هغه مهال راپورته سودل چې د ولسي جرګې د عدلي او قضايي چارو د کميسيون مشر سيد حسين عالمي بلخي د وزارتونو د شمير په زياتوالی او دولسمشر د مشاورو وزيرانو د شمېر په ډيروالی خبرې وکړې نوموړي ووېل په اوس مهال کې د وزارتونو شمېر ٢٥ دی پکار دي چې ٥ وزارتونه په نورو وزارتونو کی ادغام شي. نوموړي دا هم وويل چې د ولسمشر د مشاور وزيرانو شمېرتر څلوېښتو ډېر دی، او داسې وزيران هم په کې شته چې په در...