څو ورځې وړاندې په ولسي جرګه تې د وزارتو
نو د شمېر پر کموالی بحثونه راپورته شول. دغه بحثونه هغه مهال راپورته سودل چې د ولسي جرګې د عدلي او قضايي چارو د کميسيون مشر سيد حسين عالمي بلخي د وزارتونو د شمير په زياتوالی او دولسمشر د مشاورو وزيرانو د شمېر په ډيروالی خبرې وکړې نوموړي ووېل په اوس مهال کې د وزارتونو شمېر ٢٥ دی پکار دي چې ٥ وزارتونه په نورو وزارتونو کی ادغام شي.
نوموړي دا هم وويل چې د ولسمشر د مشاور وزيرانو شمېرتر څلوېښتو ډېر دی، او داسې وزيران هم په کې شته چې په دريو مياشتوکې يو ځل هم له ولسمشر سره نه ويني اوپه بهرنيو هېوادونو کې په سفرونو بوخت دي _ د نوموړي تر دغو څرګندونو و روسته د ولسي جرګې د ډېرو کړيو او کميسونونو پام دغي خواته وروا وښت ، د بحثونو په ترڅ کې د ولسي جرګې غيري په څو به خووويشل شول، ځينو استازيو د سرحداتو چارو وزارت له منځه وړل غوښتل، ځينو د مخابراتو، ترانسپورټ او فوايد عامي وزارتونو يو ځای کول غوښتل او ځينو نورو بيا د اقتصاد وزارت له منځه وړل اويايې د ماليي له وزارت سره يوځای کول غوښتل په پای کې پريکړه و شوه چې دغه موضوع به د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کوي او د رايوتر اخيستو و
روسته به په دغه برخه کې پريکړه کوي اوس راځو دې ته که اوس د دولتي تشکيلاتو پړ
سوب، د وزيرانو او مشاور وزيرانو شمېر ته په ځير سره و ګورو نوريښتيا دغه موضوع د بحث وړده چې د دومره وزارتونو او مشاور وزيرانو شمېر د افغانستان غوندې هېواد لپاره اوس مهال د تأمل وړنه دی، خود وزارتو د له منځه وړلو او يو ځای کولو په هکله يوڅه نور وړاند
يزو سنه هم شته چې دلته يې ذکر کول غواړم. په دې اړه که د اقتصاد وزارت له کانونو او ضايعو وزارت سره يوځای شي د سرحداتو د چارو وزارت هم د له منځه وړلو پرځای د مهاجرينو چارو له وزارت سره يوځای شي ددی ترځنګ د فوايد عامې وزارت دی د کليو او ښارونو د پراختيا له وزارت سره يوځای شي که د ټرانسپورټ وزارت هم ورپوري و تړل شي نو بده به نه وي خود مخابراتو وزارت يا به پر خپل ځای پرېښودل شي ځکه چې ددغه وزارت کار ډېر څرګنددی دلته يوبل وړانديز هم شته دی چې د وزارتونو د ننه دې رياستي تشکيلات هم کم شي او ځينې مستقل رياستونه چې د هغو شمېر هم زيات دی پکار دي چې د نورو رياستونو په څېر له وزارتونو سره وتړل شي يو خبره چې په پای کې يې څرګندول غواړم هغه داده چې د حامد کرزي د مشاور وزيرانو په شمېر کې دي هم کموالی راوستل شي په نورو هېوادونو کې خويو جمهور رييس دومره مشاور وزيران نه لري لکه زموږ د هېواد چې دي که ولسی جرګه په دې و توانېږي چې د وزارتونو او مشاور وزيرانو شمېر را کم کړی نو دا به زموږ د هېواد دولت او ولسي لپاره يوګټور کاروي