د هوا مرغان
دا د هوا مرغان له موږ نه ښه دي
او د هوا بريدونه پيژني
هر خوا ګرځي او هر چيرې ځي
دوبی په يو ځای ځاله جوړه ژمی بل ځای کې وي
منی په يو ځای کې اوسيږي سپرلی بل ځای کې
خو زموږ تر منځ دي بلا کرښې تيرې
له چانه تاو د روايت کرښه ده
څوک زندانونو کې زاړه شول سره
له چانه تاوه د غربت کرښه ده
له چانه تاو د نژادونو کرښه
له چا نه تاو د مذهبونو کرښه
څوک د خپل فکر په زندان کې بندي
له چا نه تاو ده د فکرونه کرښه
08.10.2006
- lalazar
څو ورځې وړاندې په ولسي جرګه تې د وزارتونو د شمېر پر کموالی بحثونه راپورته شول. دغه بحثونه هغه مهال راپورته سودل چې د ولسي جرګې د عدلي او قضايي چارو د کميسيون مشر سيد حسين عالمي بلخي د وزارتونو د شمير په زياتوالی او دولسمشر د مشاورو وزيرانو د شمېر په ډيروالی خبرې وکړې نوموړي ووېل په اوس مهال کې د وزارتونو شمېر ٢٥ دی پکار دي چې ٥ وزارتونه په نورو وزارتونو کی ادغام شي. نوموړي دا هم وويل چې د ولسمشر د مشاور وزيرانو شمېرتر څلوېښتو ډېر دی، او داسې وزيران هم په کې شته چې په در...
14.10.2006
- lalazar
دا روا پوهانو له نظره ماشوم ته په مورنۍ ژبه زددکړه کول دهغه بشري او طبعي حق دی، ځکه چې سروی ګانو هم ښودلې چې هغه ماشومان چې په مورنۍ ژبه زدکړه کوي، تر هغو نورو چې په کومه بله ژبه زدکړه کوي، ډېر تکړه وي _ د بشري حقونو د ماشومانو څانګې نړيوالې ټولنې په دی هکله يوه اعلاميه هم خپره کړيده. زموږ په هېواد کې د نورو ډېرو ستونزو ترڅنګ دغه ستونزه هم شته، د نوي حکومتي ادارې پنځه کاله تېر شول _ خو افغان چارواکيو او د پوهنې وزارت د غې خواته هېڅ پام نه دی کړی. دغه...