دا روا پوهانو له نظره ماشوم ته په مورنۍ ژبه زددکړه کول دهغه بشري او طبعي حق دی، ځکه چې سروی ګانو هم ښودلې چې هغه ماشومان چې په مورنۍ ژبه زدکړه کوي، تر هغو نورو چې په کومه بله ژبه زدکړه کوي، ډېر تکړه وي _ د بشري حقونو د ماشومانو څانګې نړيوالې ټولنې په دی هکله يوه اعلاميه هم خپره کړيده. زموږ په هېواد کې د نورو ډېرو ستونزو ترڅنګ دغه ستونزه هم شته، د نوي حکومتي ادارې پنځه کاله تېر شول _ خو افغان چارواکيو او د پوهنې وزارت د غې خواته هېڅ پام نه دی کړی. دغه ستونزه اوس مخ په ډېريدوده او دهېواد په ډېرو سيموکې ېې سر راپورته کړی او په کابل کې خوبيخي ډېره ده _ سږ کال هم د پوهنې وزارت له خوا پښتون ميشتو سيموته دري کتابونه وراستول شوي او دري ژبو سيمو ته پښتو کتابونه ورليږل شوي وو ديوې احصايې له مخې په کابل کې ١٨٠ ښوونځي دي چې د خوشحال خان او رحمان بابا له ښونځيو پرته نور ټول په دري ژبه درس ورکوي حال دا چې په دغو ښوونځيو کې د څلويښت په سلوکې پښتو ژبي ماشومان په دري ژبه درس وايي، چې له بشري قوانينونه په ډاګه سرغړونه ده، په دې اړه په کابل کې دوه سيمينارونه هم ترسره شول _ چې د پوهنې وزارت مرستيال په کې ژمنه وکړه چې پښتو ژبي ماشومانو ته به يابېل ښوونځي جوړوي او يا به ورته په ښوونځيو کې بېل ټولګي جوړوي، خود ښاغلي پتمن او پوهنې وزارت لاتراوسه خپلو خبروته عملي جامه نه ده ورکړې، ارزان قيمت او خوشحال خان مېنه هغه سيمې دي چې ٧٥ في صد ماشومان يې پښتو ژبي دي، خو تراوسه هلته يو پښتو ښوونځی هم نه دی جوړشوی په دې اړه د پوهنې وزارت ته په زرګو نو عريضې هم ورکړ شوې، خو وزارت يوی ته هم ځواب نه دی ويلی هيله. ده ښاغلی ولسمشر دغې خواته هم پام واړوي او د پوهنې وزارت دې هم خپلې کړې ژمنی پوره کړي خدای مکړه چې په راتلونکي کې له دغې ستونزې کومه بله ستو نزه رامنځ ته شي.    م ,محبوب کابل