ټولنيزې او سيا سي ليکنې


راځئ، چې دکوکنارو په اړه سپينې خبرې وکړو!

کوکنار هغه ناولي بوټي دي، چې په ګرده نړۍ کې زموږ په هېواد کې ډېرکرل کېږي او په ګرده نړۍ کې يې زموږ هېواد بد نام کړی. له جګړو سره سم، کوکنار هم زموږ پر هېوادو تپل شول، هغه وخت، جګړې وې او يو داسې ملي حکومت نه و، چې بزګران يې دکوکنارو پر ځای نورو کروندوته هڅولي وای، په دغه بهير کې هرڅوک دخپل واک و او په ځمکو کې به يې چې هر څه غوښتل، کرل به يې. دغه لړۍ آن دطالبانو دحکومت تروروستيو پورې دوام وکړ. دطالبانو دحکومت په لومړي سرکې په هلمند، کندهار او دغه راز په نورو ولايتونو کې آن ملايانوته دسرساي

04.02.2007 lalazar

دښوونکيو وژنه دناپوهۍ لويه څپه ده

له ډېر وخت راهيسې دلته او هلته خبرونه اورو چې وسله والو کسانو، ښوونځی سوځولي، معلم يې وژلی اويايې زده کوونکي وژلي او يايې هم ښوونځي ته په څېرمه سيمه کې بمي چاودنه کړې او زده کوونکيو ته يې ګواښونه کړي چې که ښوونځي ته لاړشي، نووبه وژل شي.دغه کسان چې دغه کرغېړنه عمليه پرمخ بيايي، ځانونه مسلمان او دغه عمل ته بيا جهاد هم وايي. په داسې حال کې چې اسلام د علم، پرمختګ او تمدن قانون دي او که پر دغه خبره زموږ له خولې باور نه کوي، نو يوځل دې ځان ته زحمت ورکړي او له ٤٠ هـ‌ ق کاله دې تر ١٩٢٤ ميلادي

20.12.2006 lalazar

ايتلافي ځواکونه دې خپلې تېروتنې نه تکراروي

  په دې وروستيو کې موله خبري رسنيو څخه واوريدل چی ايتلافي ځواکونو ديوې ځان وژونکي يرغل څخه وروسته په کندهار کې په ملکي وګړو وسلې راوړولې چې له لامله يې زمونږ يو شمېر بې ګناه افغانان شهيدان او ټپيان شول. خو وروسته ايتلافي ځواکونو قوماندان داپيښه يوه اشتباه اوتېروتنه وګڼله او ويې ويل چې ځواکونو يې ددويمې ځان مرګې حملې له وېرې هوايی ډزې پيل کړې چې دځينو بې ګناه خلکو دمړينی لامل شوې. که چيرې دې مسيلې ته فکر وکړو، نو دالومړی ځل نه دی چې ايتلافي او سوله ساتي ځواکونه داډول تېروتنې کوي ب

20.12.2006 lalazar

په هيواد کې دروغتيا يي ستونزو بهير

  وايي چې روغتيا د ژوند شتمني ده له همدې لامله د نړۍ پرمختللي هېوادونه د خپلو ولسونو د هوساينې لپاره ډېری هڅې کوي، چاپيريال پاک ساتي او د علاج وړناروغيو لپاره د کافي موادولرونکي او د درملنې وړ درمل برابر وي سربيره پردې د ځينو خطرناکو ناروغيو پروړاندې خپل ماشومان دکوچينوالي پر مهال واکيسنوي او دځان او کورنۍ د غړو لپاره دهغوی د ښې روغتيا ساتلو لپاره هلې ځلې کوي. که څه هم چې د بن د نړيوال کانفرانس را هيسې زموږ په هېواد کې د نورو لاس ته راوړنو په څنګ کې دروغتيا په ډګر کې ډير کار شوي

26.11.2006 lalazar

د راتلونکې دوه اړخيزې جرګې ارزښت او ورسره ننګونې

راتلونکې دوه اړخيزه جرګه چې دډيورنډ د کرښې ددواړو خواوو اوسېدونکو پښتنو ترڅنګ به د افغانستان او پاکستان ولسمشران او ددواړو هېوادونو علما، سياسي او قومي مشران پکې ګډون ولري، د امنيت په ټينګښت کې به يې د افغانانو لپاره اغېز خورا د قدر وړ وي، او ددې ترڅنګ به دهغو تورونو د سپيناوي لپاره يوه ښه موقع وي چې د امريکا اروپا او د پاکستان د حکومتونو لخوا دډ يورڼډ د کرښې په دواړو خواوو کې پر مېشتو پښتنو باندې لګول کېږي چې ګويا دا وګړي داورپکو او ترهګرو سره خواخواږي لري. بل به د پاکستان او افغانست

26.11.2006 lalazar

د اروښاد نايب سالار شېر محمد خان لنډه پيژندنه

  غازي شېر محمد خان د محمد رسول خان زوی د بخشي صاحب لمسي چې پر (١٢٠٨) ل.ق کې د غزني ولايت د قره باغ دولسوالۍ په يوه دينداره او متدينه کورنۍ کې زيږيدلی دی. پلاريې محمدرسول خان دځوانۍ په عمر کې له دې ًٌُِفاني دنيا څخه سترګې پټې کړې. د غازي شېرمحمدخان سرپرستي او پالنه دده پياوړي نيکه (بخشي صاحب) په ښه توګه سرته رسولې چې په نتيجه کې يې دځان په وړ يو باغيرته او دوطن په آزادۍ مين شخصيت خپلې ټولنې ته وړاندې کړ.ښاغلی بخشي صاحب د قوم مشر او خدمتګار و، دوطن پر آزادۍ مين، په عقل رسيدلی

26.11.2006 lalazar

د اداري فساد له منځه وړل، د حکومت لپاره ستره ننګونه

  د جمهور رييس حامد کرزی د اوسنۍ ادارې د پرمختګ او برياليتوب ترمخ ډېرې ستونزې شته چې، امنيت او اداری فساد ېې د ټولو په سرکې راځي. د امنيت د ښه کولو لپاره به له ناټو او ملي اردو کار واخيستل شي. خود اداري فساد له منځه وړل د دولت دنده ده _ د ځينو بهرنيو او کورنيو کار پوهانو په وينا اداری فساد په اوسنۍ اداره کې تر وروستي بريده رسيدلی دی. ځينې خو لا دا هم وايې چې په او سمهال کې چې د دولت او ولس ترمنځ کوم واټن رامنځته شوې. سترلامل يې همدغه اداري فساد دی. له څه مودې راهيسی د هيواد ل

31.10.2006 lalazar

د قبايلي او قومي جرګو رابلل

  څه موده وړاندې حامد کرزي په سپينه ماڼۍ کې د امريکا او پاکستان له ولسمشرانو سره ګډه غونډه درلوده. دهغې غونډې لويه بريا او لاسته راوړنه داوه چې د ډيورنډ د کرښې په دواړو غاړو کې دې قبايلي او قومي جرګې راو بللی شي چې په هره جرګه کې به ددواړو خواوو قبايلي، قومي او سياسي مشران ګډون وکړي ددې ترڅنګ به حامد کرزی او پرويز مشرف هم په دغو جرګو کې ګډون کوي او له نږدې به يې څاري. هغه سيمې چې په دې ورستيو کې يې امنيتی ستونزې او تاوتريخوالی زيات شوی، ترډېره پورې پښتونمېشته سيمې دي خو که په ځي

19.10.2006 lalazar

پر افغانستان باندې د امريکا د بريد پنځمه کليزه

  پنځه کاله د مخه داکتوبر د اتمې پر ما ښام د امريکا جنګي الوتګو پر کابل بمباري وکړه ددې ترڅنګ چې له سمندري بيړيو څخه هم د توغنديو توغول پيل کړي وو، دغه بريد وروسته له هغه پيل شو چې طالبانو د امريکا غوښتنې چې د اسامه بن لادن سپارل هم په کې شامل و، ونه منلې په دغو بريدونوکې په زرګونو خلک ووژل شول _ وروسته له څواونيو د طالبانو پنځه کلنه واکمني ړنګه شوه _ دبن د کنفرانس او تړون په ترڅ کی د حامد کرزي په مشرۍ لنډمهالې اداره رامنځ ته شوه _ لويه جرګه راوبلل شوه او بيا هم د حامد کرزی په مش

16.10.2006 lalazar

د ناټو د ماموريت پراختيا او امنيتي ننګونې

    په کابل کې د ناټو ملکي وياند ډان ايورټس په خپلو څرګندونوکې ويلي، چې د اکتوبر پرپنځمه به د ناټو ماموريت په ټول هېواد کې پراخه او ترختيځو سيمو ورسېږي د نوموړي وياند په وينا، د ناټو د ماموريت په پراخيدو سره به د متحدو ايالاتو ١٢٠٠٠ هغه ځواکونه چې او سمهال د هېواد په ختيځ او جنوب ختيځو سيمو کې د تر هګرۍ پر خلاف پر دنده بوخت دي، د ناټو تر قوماندې لاندې راشي. دې ته ورته څرګندونې څوورځې د مخه د ناټو يوبل وياند مارک ليستي هم کړې وې. ددغو څرګندونو له مخې به ټول امريکايي

14.10.2006 lalazar

په مورنۍ ژبه زده کړه د ماشوم طبعي او بشري حق دی

 دا روا پوهانو له نظره ماشوم ته په مورنۍ ژبه زددکړه کول دهغه بشري او طبعي حق دی، ځکه چې سروی ګانو هم ښودلې چې هغه ماشومان چې په مورنۍ ژبه زدکړه کوي، تر هغو نورو چې په کومه بله ژبه زدکړه کوي، ډېر تکړه وي _ د بشري حقونو د ماشومانو څانګې نړيوالې ټولنې په دی هکله يوه اعلاميه هم خپره کړيده. زموږ په هېواد کې د نورو ډېرو ستونزو ترڅنګ دغه ستونزه هم شته، د نوي حکومتي ادارې پنځه کاله تېر شول _ خو افغان چارواکيو او د پوهنې وزارت د غې خواته هېڅ پام نه دی کړی. دغه

14.10.2006 lalazar

د وزارتو نو د شمېر کموالی او د ولسي جرګې بحثونه

  څو ورځې وړاندې په ولسي جرګه تې د وزارتونو د شمېر پر کموالی بحثونه راپورته شول. دغه بحثونه هغه مهال راپورته سودل چې د ولسي جرګې د عدلي او قضايي چارو د کميسيون مشر سيد حسين عالمي بلخي د وزارتونو د شمير په زياتوالی او دولسمشر د مشاورو وزيرانو د شمېر په ډيروالی خبرې وکړې نوموړي ووېل په اوس مهال کې د وزارتونو شمېر ٢٥ دی پکار دي چې ٥ وزارتونه په نورو وزارتونو کی ادغام شي. نوموړي دا هم وويل چې د ولسمشر د مشاور وزيرانو شمېرتر څلوېښتو ډېر دی، او داسې وزيران هم په کې شته چې په در

08.10.2006 lalazar

د بوش، کرزي او مشرف وروستۍ خبرې

  د تېرې چهارشنبې پر ماښام د آمريکا جمهور رئيس جورج ډبليو بوش د پاکستان او افغانستان جمهور رئيسان، پرويز مشرف او حامد کرزي سپينې ماڼۍ ته ورغوښتي وو. دغي وروستنۍ ګډې سر مشريزې ته ډېر خلک: سترګې پر لاره و و.خو دغه هيلې هغه مهال له منځه لاړې چې د حامد کرزي او مشرف ترمنځ لفظي جګړه پيل شوه، او دواړو يو پر بل تورونه ولګول، خبره تردۍ پورۍ ورسېده چې ديپلوماتيکې خبرې پر شخصي جګړې واوښتنې، حامد کرزي وويل چې پاکستان بايد د تر هګرو د مخنيوي لپاره ډېر څه وکړي، او پاکستان بايد هغه مدرس

05.10.2006 lalazar

دايران مساله بايد دخبرو له له لارې حل شي

  له  څو ورځو راهيسې په امريکا کې د ملګرو ملتونو يو شپيتمه سر مشريزه غونډه روانه ده. په دغه سر مشريزه کې د افغانستان او فلسطين د مسألو ترڅنګ د ايران اتومي مسأله د بحث وړګر ځېدلې ده، د يادوني وړده چې ايران له څه مودې راهيسې د يو رانيمو پر غني کولو بوخت دی ــ چې ځيني اروپايي هېوادونه او امريکا د ايران پر دغه کار ترټولو زيات انديښمن دي ــ امريکا خو څوځله پر ايران غږ وکړ چې د يو رانيمو د غني کولو پروګرام دې بند کړي، خو ايران بيا وايي چې په سوليزه توګه د يورانيمو غني کول او د انرژي په تو

03.10.2006 lalazar

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more