د تېرې چهارشنبې پر ماښام د آمريکا جمهور رئيس جورج ډبليو بوش د پاکستان او افغانستان جمهور رئيسان، پرويز مشرف او حامد کرزي سپينې ماڼۍ ته ورغوښتي وو. دغي وروستنۍ ګډې سر مشريزې ته ډېر خلک: سترګې پر لاره و و.
خو دغه هيلې هغه مهال له منځه لاړې چې د حامد کرزي او مشرف ترمنځ لفظي جګړه پيل شوه، او دواړو يو
پر بل تورونه ولګول، خبره تردۍ پورۍ ورسېده چې ديپلوماتيکې خبرې پر شخصي جګړې واوښتنې، حامد کرزي وويل چې پاکستان بايد د تر هګرو د مخنيوي لپاره ډېر څه وکړي، او پاکستان بايد هغه مدرسې چې تر هګر روزي بندې کړي، ددې ترڅنګ پرويز مشرف دغه تور رد کړ او حامد کرزي يې له خپل هېواده ناخبره وباله. خو کله چې مشرف او کرزي له بوش سره يو ځای په سپينه ماڼۍ کې د خبريالانو ترمخ را څرګند شول، ډېر چپ ښکاريدل. خو خبريالانو مشرف وارخطا او کرزی ډاډه وښوده، وروسته څرګنده شوه چې د کرزي او مشرف ترمنځ دومره تاو تريخوالي. شته چې له يو بل سره يې رو غبړنه دي کړی او تردې، چې لاسونه يې سره. نه دې ورکړې. اوس دلته يوه پوښته رامنځ ته کيږي، چې په دغه ګډه ماښامنۍ کې کومې مهمې خبرې شوې دي؟ دا لاتر اوسه په پوره ډول څرګنده نه ده، خو په آمريکا کې د افغانستان سفير سيد طيب جواد چې په دغه ماښامنۍ کې شريک و، خبريالانو ته وويل چې په دغه ګډه، غونډه کې پرويز مشرف او حامد کرزی پر دې سلاشول چې د ترهګرۍ پر خلاف جګړه کې به هغه څه کوي، يې تر اوسه چې نه دي کړي او ترڅنګ به د ډيورنډ کرښې پر دواړو خواووکې قبايلي جرګې راغواړي او دوی به هم په کې ګډون کوي. خو د سياسي چارو کار پوهان بيا د غه سر مشريزه ناکامه بولي او په دې اند دي چې، په اوسنيو ترينګليو حالاتو کې دغه خبرې دومره اغېز منې نه دي. دلته پوښتنه داده چې که دغه سر مشريزه هم ناکامه وبولو نو بله کومه لاره شته؟
د يادونې وړده چې ښاغلی حامد کرزی له آمريکا نه په راستنيدو خبريالانو ته هغومره څرګندونې وکړې، چې سيد طيب جواد کړې وې. خو يوه خبره نوموړي يو څه روښانه کړه چې هغه د جرګو د څرنګوالي. په اړه وه، نوموړي وويل؛ يوه لويه جرګه به دلته په افغانستان کې جوړوو چې د دواړو خواو قبايلي مشران، علما او سيمه يز مشران به په کې ګډون کوي، تر څه مهال وروسته به همدې ته ورته جرګه په پاکستان کې جوړېږي. ديادوانی وړده چې په دغو جرګو کې به دواړه جمهور رئيسان هم ګچون کوي.
خو حامد کرزی د جرګې د جوړيدو د وخت په باره کې څه ونه ويل. کار پوهان په دې اند دي چې دغه ډول جرګې به وکولای شي. د دواړو هېوادونو په اړيکو کې يو څه پر مختګ راولي. خو دغه خبر چې دغه جرګې به د حالاتو او ناامنيو په قابو کولو کې څومره ګټورې ثابتې شي د راتلونکي خبره ده چې په عمل کې څه کېږي؟

م،محبوب