غزل


تېره په دې کار کې تر فلکه شوې
دومره چې په زړه باندې ته کلکه شوې

څومره په خواريو مې پيدا کړلې
څومره په اسانه رانه ورکه شوې

اوس به دې نازونه زه ضرور منم
اوس چې په همزولو کې ملکه شوې

اوښکې مې رڼې که ترشبنم شولې
ته هم له ګلپاڼې نه نازکه شوې

ځای دې دمحبوب به زړه کې ونيوه
راغلې دسندرو ښاپېرکه شوې


م، محبوب کابل