غزل
مين پر ژوند ، مين پر ګل يمه زه
دشنه ځنګله فطري بلبل يمه زه
څه نيمګړتيا به وي ضرور په ما کې
دا چا ويل چې مکمل يمه زه
دوخت ناخوالو زه بې وخته سپين کړم
دپښتنې پېغلې اوربل يمه زه
ما مې دخپلو هيلو قتل کړی
خلکه ما ووژنئ قاتل يمه زه
دمينې راز مې په هربيت کې پټ دی
ديو مين شاعر غزل يمه زه
م، محبوب اسلام اباد
05.10.2006
- lalazar
غزل
تېره په دې کار کې تر فلکه شوې دومره چې په زړه باندې ته کلکه شوې
څومره په خواريو مې پيدا کړلې څومره په اسانه رانه ورکه شوې
اوس به دې نازونه زه ضرور منم ا...
05.10.2006
- lalazar
غزل
رابه شي رابه شي پاڼۍ زمو نږه يوه ورځ به سوله شي راڼۍ زمونږه
داچې په سره اور کړېدلي يو مونږدغه له خپلې ناجاڼۍ زمونږه
باران دمينې به له زړونو يوسيدغم سيکې کواڼۍ،کواڼۍ زمونږ...