پنځه کاله د مخه داکتوبر د اتمې پر ما ښام د امريکا جنګي الوتګو پر کابل بمباري وکړه ددې ترڅنګ چې له سمندري بيړيو څخه هم د توغنديو توغول پيل کړي وو، دغه بريد وروسته له هغه پيل شو چې طالبانو د امريکا غوښتنې چې د اسامه بن لادن سپارل هم په کې شامل و، ونه منلې په دغو بريدونوکې په زرګونو خلک ووژل شول _ وروسته له څواونيو د طالبانو پنځه کلنه واکمني ړنګه شوه _ دبن د کنفرانس او تړون په ترڅ کی د حامد کرزي په مشرۍ لنډمهالې اداره رامنځ ته شوه _ لويه جرګه راوبلل شوه او بيا هم د حامد کرزی په مشرۍ منځ مهالی اداره جوړه شوه _ او ترهغې وروسته د ولسمشرۍ او پارلماني ټولټاکنی تر سره شوې _ که موږ اوس مهال له پنځه کاله د مخه مهال سره پرتله کړو ښايي مونږ په سياسي، اقتصادي اونړيوال ډګرکې يوڅه پرمخ تګ کړی وي لکه د ولسي او مشرانو جرګې را منځ ته کيدل، د ولسمشر ۍ ټولټا کنې تر سره کيدل _ او نړيوال ملاتړ تر لاسه کول او ځينی نور هغه څه دي چې موږ په دې پنځه کلنه دوره کې مهمې لاسته راوړنې ګڼلې شو خوکه ددې ترڅنګ د اداري او اخلاقي فساد وده، نيشه يي توکيو زياتوالي د ولس په ژوند کې د ستوترو زيانيدل _ و روستی ناامنۍ او د طالبانو بيا ځوا کنمبدل او راپورته کيدل هغه دي چې لاتراوسه پر ځای پاتي دي او داو سمهالې اداره چې له کو ننګونو سره مخ کړيده خو دلته پوښتنه رامنځ ته کيږي چې امريکا کومو اهدافو لپاره پر افغانستان بريدو کړ هغه تر لاسه کړل که يه؟ امريکا د القاعده شبکی دله منځه وړلو او دهغې د مشر اسامه بن لادن دنيو لو په خاطر په افغانستان بريد وکړ خو لا تراوسه په خپلو دغو هڅو کې ناکامه پاتې شوې ده امريکا په افغانستان کې د طالبانو حکومت ړنګ کړ خو هغه هېواد چې طالبان يې جوړ کړي و د سيال په تو ګه له ځان سره يوځای کړ او دغو پوښتنو او خبرونه دغه پايله راوځي چې امريکا تراوسه چې د القاعده شبکې او دهغې د مشر په اړه کوم معلومات ورکړې ټول په کلي تو ګه غلط دي ځنې کار پوهان په دې اند دي چې د امريکا په خپله هڅه کې ناکاميدل اوله خپل هدفه بلې خواته تلل ددی سبب شول چې طالبان يوځل بيا راپوته شي خو ځينی کارپوهان بيا وايي چې امريکا چې کومه تګ لاره غوره کړی ده ، دا بيخی غلطه ده په زرګونو بی ګناه خلکو مال او په زرګونو بی ګناه خلګ په بندکې ساتل ددې سبب شول چې عام وګړي له امريکا سره مخالفت ونيسي طالبانو له همدغې موقع نه استفاده و کړه او يوځل بيا په جنوبي سيموکې را څرګند شول خود طالبانو په ځواکمنيدو کې د ګاونډيو هېوادوند لاس هم شته دی دغه پوښتنې چې د امريکا دغه جګړه به ترکو مه روانه وي؟ امريکا له خپلو مخاليفونو سره له جګړی پرته کومه بله لار هم لري که نه؟ او ترټو لو مهمه يې لا دا چې په افغانستان کې به دا مريکا ځواکونه ترکومه پاتې وي بي ځوا به پاتي دي.   م. محبوب