په کابل کې د ناټو ملکي وياند ډان ايورټس په خپلو څرګندونوکې ويلي، چې د اکتوبر پرپنځمه به د ناټو ماموريت په ټول هېواد کې پراخه او ترختيځو سيمو ورسېږي د نوموړي وياند په وينا، د ناټو د ماموريت په پراخيدو سره به د متحدو ايالاتو ١٢٠٠٠ هغه ځواکونه چې او سمهال د هېواد په ختيځ او جنوب ختيځو سيمو کې د تر هګرۍ پر خلاف پر دنده بوخت دي، د ناټو تر قوماندې لاندې راشي. دې ته ورته څرګندونې څوورځې د مخه د ناټو يوبل وياند مارک ليستي هم کړې وې. ددغو څرګندونو له مخې به ټول امريکايي ځواکونه د ناټو تر قوماندې لاندې راشي او هغه ٨٠٠٠ امريکايي ځواکونه چې د بګرام او کندهار په هوايي ډګرونوکې مشت او د ترهګرو او القاعده شبکې پر خلاف پر جګره بوخت دي، پر خپل ځای وي، که د ناټو دغه نوي ماموريت ته کتنه وکړونو په هېواد کې د ناټو لپاره يوستر بری دی.
خو بلخوا دا پوښتنه را پېدا کيږي چې، آيا د ناټو ځواکونه چې د هېواد په سهيل کې د خپل ماموريت په غځولو سره چې له کومو ستونزو او پېښو سره مخ شول، نو دلته به هم له ورته پېښو او ستونزو سره مخ نه شي؟ دلته دغه پوښتنه هم رامخته کېږي چې په اوسمهال کې له ناټو سره داسې کومه طرحه شته، چې په ټول هېواد کې خپل ماموريت په بريالۍ توګه پرمخ يوسي؟ ناټو که د خپل پراخه ماموريت په ترڅ کې ځينو مهموخبروته پام وکړي، لکه د سيمه يزو قومي مشرانوسره اړيکې ساتل، د جګړې او عملياتو نه دمخه له ملي اوردو او دولتي چارواکو سره مشوره کول، ترڅو د بی‌ګناه ولسي وګړو وژنې مخه ونيول شي، په رغنده توګه د هدفونو ټاکل، په سمه توګه د سرحدي سيمې او کرښې څارنه کول او په بې ځايه او ناخبره د ولسي وګړو د کورونو له تالاشي کولو ډده کول. دا ټول هغه څه دي چې د ناټو ځواکونه يې بايد ديوې طرحې په توګه په پام کې ونيسي _ د ځينو کارپوهانو په اند د ناټو ځواکونه پخوا په يوبل حالت کې وو، خو اوس په دفاعي حالت کې دي. پکار دي، چې ناټو خپل ماموريت او کارته په جدي توګه وګوري _ خپل او دهېواد مخالفين په سمه توګه وپيژني او د مخاليفينو تر مرکز او ريښو پورې ځان ورسوي، خوځينې سياسي کار پوهان بياوايي چې ناټو بايد يواځې پر جګړه باندې خپل ماموريت متمرکز نکړي او د هېواد د بيا رغونې د وروسته پاتې سيمو د پر مختيا او زراعتې سيمو د بد حالت په هکله نويو او کارنده پروژو پيل کولوته _ هم پام وکړي _ او دغه پروژې د سمېزوتجارو او مسلکي کارپوهانو او ولسي وګړو سره په ګډه پرمخ بوځي تر څود ټولنې ټولې خواوې په دغو پروژوکې شريکې شي، او دغه کار د خپل کار په ټوګه پرمخ يوسي او بله دا چې ټولې خواوې په برابره توګه له دغو پروژو نه ګټه تر لاسه کړي لکه څنګه چې څه موده تر مخه د ناټو عمومي مشرپاپ د هو شيپر په افغانستان کې د ناټو د ماموريت په اړه ويلی و، چې دا دناټو تر ټولو او ستر ماموريت دی او په هر حالت کې به دغه ماموريت برياليتوب ته رسوي _