زړګی

فقير دی خو د عشق په ښارکې کور غواړي زړګی
له ښکلې زمانې د حسن پور غواړي زړګی
منصور د رڼاګانو، له انجامو نه ويريږي
پتنګ غوندې د بلو ډيوو اور غواړي زړګی
وئ، ژوند خو بس په مينه ماتېده او رغېده دي
په لېچو کې د شنو بنګړيو شور غواړي زړګی
له عقله مرور وي شامدام په نه خبره
ماشوم شي، کله سپين او کله تور غواړي زړګی
جوهر د سپيڅلتيا غواړي هېنداره د زړګي
په هر زړه کې يو روڼ غوندې انځور غواړي زړګی
احساس او عاطفه دارمانجنو زړونو کار دی
د مينې شال پر ټوله نړۍ خور غواړي زړګی
نغمې غواړي، وږمې غواړي، مين پرپسرليو
وطن دښکلا ګانو تل سمسور غواړي زړګی
سر مسته قلندر دی ددنيا فکر کې نه دی
خولګۍ له خپل محبوبه تل په زور غواړي زړګی