اجمل ښکلی                                                                                                                
      د پښتو ادب پېل پر شعر شوی او هغه شعر د امير کروړ وياړنه ده، چې د دويمې هجري پيړۍ په شاو خواو کې ويل شوې، نثر يې بياتر شعر نږدې پنځه سوه کاله دی چې د لاسته راغلولاسوندونو له مخې د سليمان ماکو تذکرة الاوليا د پښتو لومړی لاسته راغلی نثر باله شي او پر 612 هـ.ق کښل شوی. اوس هم که څوک غواړي چې د پښتو ادب ډکرته راننو ځي؛ نولومړی په شعر ويلو پېل کوي او په شعر کې تر زور ازمايښت وروسته نثر ته مخه کوي. دا اودې ته ورته ډېرې بېلګې شته چې په پښتو کې د شعر د لوړتيا ښکارندوي کوي او د پښتو ادب د پنځګرو پياوړی شعري ذوق ښيي. همدا لامل دی چې ډېری کره کتونکي او ليکوال د پښتو شعري اړخ بشپړ بولي او ټينګار کوي چې پښتو شعر او شاعران دې کم شي او پر ځای دې يې نثر ته ځانګړې پاملرنه وشي؛ ځکه د پښتو نثر لمن له ادبي پنځونو خالي ده او يا د نثر په پرتله ډېر څه نلري. ما پخپله په ډيرو ادبي غونډو کې ليدلي چې يو لوی ليکوال پورته شوی او په کلکه يې له خولې وتي: «پښتو شعر نور بند!!!»؛ خو زموږ شاعران هم د ښکينو خبره «بغاوت پسند دماغ» لري. د چا په خبرو پسې غوږ نه ګرځوي هماغسې د زلفو په ټالونو کې زانګي: «زلفې دې لرګي دي، وژني عاشقان» په پښتو کې ولې شعر ته ترجيح ورکول کيږي؟ ښايي څو لاملونه ولري؛ لومړي لامل يې هغه ناسم دود دي چې موږ ته له تېرو شاعرانو راپاتې دی يانې شعر غوره بلل او يا يوازې شعر ته د ټول ادب په سترګه کتل.
کلاسيکو شاعرانو، که څه هم ځينې يې د کوتو په شمير نيم هنري نثري بېلګې لري پر.v خو شعر يې لکه د نازولي زوی ډېره لورېينه کړې. د څومروالي له پلوه يې ترې هم سترګې ندي اړولي او د څرنګو الي له پلوه يې هم د تريونيم يامات ګو ډ نثره څو ګرايه ډېر هنري کړی. زموږ اوسني شاعران د همغوی پر پله روان دي، قسم يې خوړلی چې له نثره څکه ونکړي. ګنې (د مشرلار د کشر پوله) متل به دروغ و خېژي.
بل لامل يې، له رحمان بابا نه په بخښنه:
داسې ګرم بازار بل په دنيا نشته
لکه کرم دي د بازار د (شاعرانو)
نن سبا د شعر بازار ګرم دی، او يو ځل چې د يو څه بازار ګرم شي نو بيا يې خلک ګټې او تاوان ته نه ګوري، ور داننګي، که چا وويل چې جانان دي پکې. د ادب همدغه ازاد بازار موږ خراب کړو، هر څوک څو قافيې راغونډې کړي، دريځ ته وخېژي او په خوند، خوند يې وايي.
ځينې شاعران چې د شعر تعريف کوي، نو وايي «دا هغه مخيله، اغيز منه وينا ده چې له زړه پاڅي او پر زړه کښېني» دوی داسې فکر کوي چې څښتن هنر ټول په شعر کې ور ټومبلی نثر ته يې هېڅ ندي پرېښي، سره لدې چې د شعر پڅېر نثر هم ادبي رنګ لرلای شي او په هېڅ ډول له شعره کم ندی، نو د شعر غوره بلل هم يو لامل شو.
له نثره ناخبري يې هم يو لامل کيدای شي؛ ځکه شعر ډېرويل کېږي نو ډېر خلک ورسره بلد دي؛ خو نثر د شعر په پرتله عام ندی؛ همدا لامل دی چې د ادب نوي غوپه خواره د شعر پېچلې او مقيده ژبه خوښوي؛ به خو د نثر ناموزونه او بې قافيې ژبه نه مني.  نو داسې ډېر لاملونه شته چې زموږ تاند پنځګړ يې پر شعر ويلواړ کړي.
پوښتنه داده چې ددغې ستونزې حل بايد څنکه راوباسو:
ز ما په انديوه لاره شته چې زموږ د شاعرانو او د دغو ليکوالو ترمنځ چې د شعر پر نه ويلو ټينګار کړي _ روغه جوړه وشي او هغه روغه دواړه خواوې مسوولې وبولي چې ديوڅه د تر لاسي لپاره يوڅه له لاسه ورکړي يانې ليکوال دې هم چې له شعر سره حساسيت ولري.د غرور له نيلی را ښکښته شي او مطلقې خبر دې نه کوي يا دې خپل آرونه يوڅه نرم کړي او شاعران دې هم يوازې پر شعر ويلوبسنه نکوي بلکې همغومره کار چې د شعر لپاره يې کوي بايد د نثر لپاره هم وکړي او يوڅه دې خپل شمير را کم کړي همغه شاعران دې پرېږدي چې شعر ويلای شي.
د پښتو اوسنی شعر د اوسمهال ښه انځور و ړاندې کوي. يوازې ديو څو شاعرانو جادوګري ده چې دښه شعر ويلو ارزښتونه پيژني او نږدې څلويښت سلنه جوړوي چې شپيته سلنه يې پر منځينو او لومړينو يا ابتدايي شاعرانو ويشلای شو. ز ما په اندهغه شاعران چې نوښت نلري بايد لدې ډګره ووځي او خپلې پښتۍ دې په شعر ويلونه خرابوي نثر دې وليکي، ځکه شعر ترينګلي اصول او پېچلي يا کړکيچن ارزښونه لري چې د څښتن د لورينې لاس هم پکې جوته ونډه لري خونثر بياد شعر په پرتله نثر سان آرونه لري او دوګړو ورځنۍ غږيداته ډير نږدې دی.
بله خبره غواړم هغو ليکوالوته وکړم چې پر شعر بنديزيې د خپلی هرې وينا ايجنډا ګرځولې. نوموړي ليکوال که غواړي چې د پښتو په بڼ کې دې د شعر ګلاب نه وي. نو نه داشونې ده او نه کوم غوره کار دی ځکه د پښتو ادب تعادل له منځه وړي او هيڅکله زيات نثر کم دی،) ځواب نشي کيدای ،موږ يوازې داکولای شو چې د خپلې انديښنې او دپښتو ادب د پر مختګ لپاره د خبرو او کړنو له لارې د پښتو شاعران يوڅه را کم کړو، خو مطلق بنديز پرې نشو لګولای او نه يې بايد پرې ولګوو. که دوی بيا هم ټنيګار کوي، نو لومړی دې لوی او نوښتګر شاعران پوه کړي که دوي شاعري پر پښوده کشران شاعران پخپله ددغه ډګر پريښودوته اړکېږي، خو دلويو شاعرانو مخنيوی ناشونی هم دی او زياتی هم.
د هغو ليکوالو چې غواړي د شاعرانو پر خولو کلک لاسونه کښيږ دي او يا يې پر مرۍ غلي شي _ دا خبره چې «پښتو شعر خپل پر مختيايي پړاو وهلی او اوس بشيړ دی» د شپون صېب په وينا «د تامل وړ ده» تامل به پرې د کلاسيکو نوميايو شاعرانو په يادونه پيل کړو خوشال بابا ويلي:
د ميرزا ديوان مې و مانډه په ګوډي.
مسخره مې ارزاني خيشکی ځمند کړ
رحمان بابا بيا تر خوشال وروسته وايي :
دولت او خوشالا مې غلامان دي
زه رحمان په پښتوژ به عالمګيريم
دواړه شاعران له خپلی ماضي سره بلد دي او يوڅه پر خپل مهال هم پوهه لري خو له راتلونکي څخه ندي خبراوکه چيرې خبروای نو هيڅکله به يې پر خپلو تېرو ملنډې نه وهلې، ځکه پوهېدل چې راتلونکی کول به پر موږ ريشخندووهي. ددواړو شاعرانو فکر يوازې تر خپل مهاله محدود دی او دا اوسني پېر تر پولونه راوړي. اوسمهالنی پښتو شعر که له تېر هغه ښه ندی، نو بد هم ترې ندی. اوس يې منځپانګې او جولې دواړو پر مختګ کړی او نوي ځيلونه لکه از اد شعر، هايکوپښتو شاعرۍ: ته راننوتي او غني کړې يې ده.
د ساينس په اړه داسې فکر کيږي چې نور پر مختګ نشي کولای، ځکه خپل اوج ته رسيدلی. همدا راز د ساينس دا وسني پر مختک اندازه چا تېر مهال نشو کولای او نه يې د اويلاي شو چې ګنې ترسپوږ مۍ او مريخه به انسان ورسوي يا به اوسپنه د هوا سينه وڅيري ځکه د انسان فکر تر ډيره تر خپل مهاله او يوڅه ترخپله مکانه محدود دی. د ګاندې په برخه کې يوازې وړاندوينه کولای شی چې د تيروتنې امکان هم پکې شته زموږ دغه ډله ليکوال دې د شعر پر مطلق بنديز بياځلي فکر وکړي، ځکه دوی د اوسمهال په زنځيرو نو تړلي او له راتلونکي ندي خبر.
زموږ او سنی شعر تر ډېره ځايه د اوسينو غوښتنو ځواب ويلای شي او بايد ووايم په هر څه بسيادی، خود ګاندې تضمين نشي کولای او نه ورته ټټر و هلای شي. له راتلونکي يوازې خدای خبر دی پښتو شعرته لاډېره لار پرته او بايد د هر مهال ليکوال همداسې فکروکړی ځکه موږ يوازې او سني پرمختګونه شميرلای شو د راروان مهال ننګونې، غوښتنی او پر مختګونه نه وينو.
د پښتو د شعر بشپړ بنديز څو زيانه لري، يو خوله راتلونکي کول سره زموږ ادبي اړيکي شلېږي د پښتو يو وزر(شعر) بشپړ شړيږي او په يوه وزرالوت نشي. همداراز دراروان کول هنري تنده يوازی په نثر نه خړبو ېږي. بايد شعر هم وي چې د ځينوخلکو د شعري ذوق ځواب ووايي او زموږ راتلونکي کول د نورو ژبو شعرونوته لاس وانه چوی، نو زمو دغه ډله ليکوال دې يوڅه خواږه شي او شاعران دې هم رسۍ يوڅه ورسسته کړيِِ، چې نه سيخ وسوځي او نه کباب.