اجمل ښکلی
                                                  
د غني انتقادي ژ به له احساساتو سره مله نده بلکې يوه هنري ژبه يې د انتقاد لپاره غوره کړې او خپل انتقادته يې د طنز خواږه وربخښلي. غني که په هر ځای کې پر هر څه انتقاد کړی، نو له طنزي نزاکتونو يې کار اخيستی او ديوه طناز کار يې تر سره کړی.
د طنز په اړه ويل کېږي چې د خوږ و او ترخوامتزاج دی د تور او سپين ګډون دی او په هر ځای کې چې سره ضدين يو ځای شوي او يوه نوې ښکارنده يې رامنځته کړې، نو طنز بلل شوې لکه دګوړې اچار ګوړه خوږه او (اچار) ترش دی همدا راز (مربع مرچ) هم د خوږو او ترخو ترکيب او تړنګ دی. طنز د ټولنې پېښې او واقعيعتونه پداسې الفاظو کې وړاندې کوي چې لوستونکي ورته له ډيره درده وخاندي. درد د خپلې ټولنې له وګړوسره د مينې له کبله او طنز د هنري ژبې د کمال پايله ده. طنز ديوې ټولنې دوګړو هنري تنده ښه خړوبولای شي او په ښه او رساتوګه يې دټولنې له سياسي، مذهبي، کلتوري، اقتصادي حالاتو څخه خبروي. ښه، ښه بولي او پربدو خاندي او ملنډې پرې وهي طنز يوبل بنسټيز پېژند (تعريف) هم لري چې آره څېره يې په روښانه توګه انځوروي او ريښتنې استازي يې کوي: هغه تعريف يې پر (سياسي، مذهبي، کلتوري، اقتصادي او...) ارزښتونو ملنډې وهل دي . طنز اصلاً پر ارزښتونو ټوکې کوي، ارزښتونه او خرافات ځيري او خلکو ته له ناسمو دودونو څخه پرده پورته کوي او دهغوی سمون ته يې رابولی غني تل پرملا او خان (چې پښتني ټولنه ورته د ارزښتونو په سترګه ګوري) ټوکې کړي او دهغوی نارواوې يې پښتنوته په کوته کړي، ځکه خو « ډير کړی دی خان، ګوړه کې تاوان» د ټوکې او طنز ترمنځ توپيرشته. لومړی خو دادی چې دټوکې ژبه هنري نه وي او په عام نثر سره وړاندې کېږي، البته موضوع يې خند نۍ وي، خو طنز يوه جدي موضوع په هنري الفاظو کې رانغاړي. د طنز او ټوکې ترمنځ بنسټيز توپير دادی چې ټوکه کوم تاکلی پيغام نلري. په بورژوايي ادب کې راځي ياد پخوانو په پله د (ادب د ادب لپاره) د مفکورې ښکار ندوي کوي خو طنز کوټلی پيغام لري. د (ادب د ژوند لپاره) نظريه تصديقوي او داسې نورې ځانګړني شته چې طنز له ټوکې سره توپيروي.
طنز د فورم او شکل له پلوه کوم ټاکلی ژانر ندی لکه نور ادبي يا ژورناليستي ژانرونه چې د فورم له مخې توپير شوي او نه د منځپانګې يا موضوع له پلوه کوم ټاکلی بريدلري بلکې د طنز ساحه پراخه ده پر هر څه راګر ځېدلاي شي. طنز يوازې د ژبې له مخې تفاوت مومي نور ژانرونه سم غږېږي او طنز کوږ.
د غني انتقاد هم يوازې په طنزي ژبه کښل شوی. نور موضوعات لکه مينه، ژوند... يې په همغه جدي هنري رنګ وړاندې کړي، خو چې کله يې انتقادته مخه کړې؛ نو له طنزه يې کار اخيستی او لامل يې ښايي دا وي، چې لومړني موضوعات هغه د خپلي مينې او ذوق پر بنسټ ليکلي او دوهمه موضوع (انتقاد) يې د ټولنې د يوې ګواښنده ستونزې د هواري او لومړينو اړيتاوو ته د ځواب په توګه پېژندلی؛ نو که څوک، غواړي د غني انتقاد يا نيوکې وپلټي بايد طنز ته يې پاملرنه وکړي او که له طنز ي هنره يې خونداخلي انتقاد دې يې وڅېړي.
د غني طنز پردوو برخو ويشل کېږي، لومړۍ برخې ته يې جدي طنز ويلای شو او دويم ډول ته يې غېر جدي. جدي طنزونه يې هغه دي چې په مستقيمه توګه يوڅه يا يوچاته نغوته کوي او ملنډې پري وهي لکه ملا، خان، مسلم ليګيان او نور. لدغو ښاغليو؟! سره غني يوڅه مخالفت لري او له طنزي ژبې يې هم داسې ښکاري چې ښه يې نه ايسي او يوڅه دښمني ورسره پالي ياد پښتنو په اصطلاح تربو ران يې دي او له تربورا نوسره نزاکت ساتل ياپرې ټوکې وهل د پښتون فطرت دی.
راشه راشه ساقي راشه
درې درې ملا درې
په ما باندې بدې لګي
ستاپخې پخې خبرې
ته له ميني بې خبره
ته د حسن نه منکر يې
دا محفل دی درندانو
ها خوا خوا ليرې ليرې
د شرابو د څکو ندي
ستا ترخې شونډې ببرې
ورشه دغلته خيرات دی
تالي ټول ايښي دي ليرې
دګنجۍ په شان خورې که
په مرداره دې وزرې
غني پر دې بسنه نکوي، مخکې ځي او ملاته هغه څه وايي چې د نورو خوله پرې سوځي:
وايي ملاجان چې په جنت کې حورې پندې دي
غټې، غټې، سېينې، سېپنې، مستې او بربنډې دي
ګوره بمبلي ته چې يې خوله د لاړوډکه شوه
ښانګو کې د حورو ترې «الحمد قل هو» روکه شوه
کوره داشنا په ږيره لاړې را روانې شوې
ټول شهوت، شهوت، سترګې ورانې شوې، شيطانې شوې


 غني د ليډر ترسر ليک لاندې ديوه رهبر په اړه داسې څه وايي چې رښتيادي او تراوسه خلکوله ويرې ندي ويلي. غني د ليډر آره څېره خلکوته انځوروي او داسې يې انځوروي چې لوستونکي پرې فکر کوي او داسې اننګېري، چې الفاظ پکې در نګونو پڅېر راغونډ شوي:
د کار غه خوله کړه
ژبه د مار کړه
د چرګې عقل کړه
زړه د سيار کړه
مرغۍ د سپي کړه
چې ښه غپار کړه
ضد د کچر کړه
غرور پرې بار کړه
خټه د کلي
ډيران د ښار کړه
تاله به نوی
ليډر تيار کړه
مخکې تر دې چې د غني د طنزي شاعر ۍ ياد شوي دوه ډولونه و څېړو يوه بله و يشنه هم کوو چې د موضوع پربښټ ده. د موضوع پر بښتټ د غني طنزي شاعري پردوو مهمو برخو ويشل کېږي، لومړۍ هغه يې سياسي برخه او بله يې هم کلتوري برخه ده. په سياسي برخه کې پر سياسي ګوندونو او سياسي نظام انتقاد کوي او په کلتوري هغې کې له خانه نيولې بياتر ملا پورې پر هر څه غږيږي _ د غني ملا دکولتوري اړخ ترڅنګ سياسي هم دی. د سياسي طنز يوه بېلګه يې دلته وړاندې شوه، چې د ليډر تر سر ليک لاندې وه او بله يې داده:
عجيبه دا سودا ګردی
په لاس تېغ پر سر قرآن
شنه قبايې دامام ده
کلکې ستر ګې د شيطان
په ځيګر لکه چنګيز دی
چلولي لکه ماهان
په خوله خوږ، د ګلو باغ
په زړه سخا لکه ډيران
غړمبيده لکه زمری کړي
سريې بره په اسمان
لدغه پورته شعر له نورو بيتونو څخه داسې ښکاري چې دا شعر يې مسلم ليګ ته ويلی چې د پاکستان ترجوريدو وروسته يې د پښتونخوا حکومت ړنګ او واک يې په خپل لاس کې ونيو. v غني زموږ پرناپوهو ښځو هم ډپرڅه کښلي او زموږ ناپوهې ښځې يې داسې يادې کړي:
بې تعليمه ښځه غواده
سختو کټوله بې بهاده
نه ورانيږي نه سمېږي
بس يوشی يوه بلاده
خوله يې ژرنده نه سمېږي
د چرچڼو مشغولاده
زوی يې وران لوريې ناولې
خو د غوا پرې څه پروا
***
چاله شراب ورکړي
چاله سرې شوندي د جام
چاله خربانو د پاره
چاله کل اندام
څوک په اديله باندې
پري د ماچين واخلي
څوک په چو واړۍ پسې
دنيا کاندي تمامه
دغني د جدي طنزي شاعرۍ پروړاندې يوبل ډول شاعري چې غير جدي طنزي شاعري يې بلای شو _ شته. دا ډول شاعري يوازې د بديع دانطاق او تشخيص صنعت له مخې له بيلابيلو حيواناتو سره خبرې دي چې په غېر مستقيم ډول يې دغه سمبولونه د بيلابيلو پېښو او وګړو لپاره ټاکلي او داشعرونه د غني د طنزي شاعرۍ لويه برخه جوړوي. د چينډخ ترسر ليک لاندې يو شعر:
سترګې بټې، بټې، بغې بغې، تشې تشې
چغه دوه مني غريبه، توره دوه اوربشې
خوله کږه، وږه، لويه اوږده او وازه، ويته
زردې زړکی خورشي، د نکاچه کړې راپليته
ټوپ وهې لکه نه کی، څه بدرنکه دې رفتار
ښکلی دې اواز لکه دژوندرې د غرار
غني پدې ډول طنزي شاعرۍ کې ديوه ټاکلي څيز که هغه ميږی وي، که مږه، که چو نګښه او که بل څه _ ځانګړنې يې يادوي او دومره دقيق بر ېښي چې لوستونکي غاښ پرګوته کړي.
په پورته شعرکې موږ وليدل چې د چونګښې څومره ځانګړنې او مشخصات يې ياد کړي وو او د ښې څرنګتيا لپاره يې د تشبې لاس نيوی هم کری و، لکه: پنجې يې د هيلۍ له پنجو سره ، لينګي يې د چرګوړي له لينګوسره او چيت پيت راغونډ بدن يې له مرهټي سره تبشې کړی و.
اوسې په کندوکې ياره غل يې پلار دې غل و
مور دې غلچکۍوه ستانيکه د بدو مل و
قام دې حرام خور، و قبيله دې حرام خوره ده
مړشوې په غورو پسې لکۍ توره دې سپوره ده
سترګې دې کاسيري دي، چلبازې دي، بې شرمې دي
کلک دي دي غاښونه او پاپۍ دې نرمې نرمې دي
خېټه دې کوپۍ ده د کدو پاده شنازهسې
سر دې د نولي او بريتوکي د تره بازهسې
غلا کړې د غريبه، غلا د خانه، د بنيانه کی
سيدا و ملا نه پيژنې بوته د هر چانه کی
غني په (پنجرې چغار) کې د پورته شعرونو تر پيل ترمخه ليکي: « د حيدر آباد سند په جيل کې زما د ټوتې ټوټې متقبل نه علاوه ډ پر نور څه وو د چکۍ د دروازې په خواکې د ميږو جالي وې کله ناکله به زموږ د احاطې په کيکر کې کمترې کيناستې کله به مونيمه شپه‌کې د تارو چړچق واوريد، د بمبې خوا له به ماښام کې چينډخه راغله، کله به يو تورکارغه لکه د يو جمهوري وزير اعظم د شورو چل نه ډک په ديوال کېناست، دديوال د پاسه به د اوبس بړ بړ راغی او پدغوورځوکې زه ډير وږی تږی او يوازې وم، نو ما به دې ټولوسره خبرې کولې. ميږوته به مې خپل د تېلو پوخ ساګ غورځوو او کمترو ته به مې خپله د باجري ډوډۍ چورې کوله. داروان شعرونه ما دهغوی په مجلس کې ليکلي دي. که زه دهغوی په طبيعت نه يم پوه شوی، نو معافي غواړم زه د انسان هډوکی لرم او د چينډخ په څرمن نه شم ننوتی.»