څه موده وړاندې حامد کرزي په سپينه ماڼۍ کې د امريکا او پاکستان له ولسمشرانو سره ګډه غونډه درلوده. دهغې غونډې لويه بريا او لاسته راوړنه داوه چې د ډيورنډ د کرښې په دواړو غاړو کې دې قبايلي او قومي جرګې راو بللی شي چې په هره جرګه کې به ددواړو خواوو قبايلي، قومي او سياسي مشران ګډون وکړي ددې ترڅنګ به حامد کرزی او پرويز مشرف هم په دغو جرګو کې ګډون کوي او له نږدې به يې څاري. هغه سيمې چې په دې ورستيو کې يې امنيتی ستونزې او تاوتريخوالی زيات شوی، ترډېره پورې پښتونمېشته سيمې دي خو که په ځيرسره و ګورو دغه پېښې له پښتنو سره هېڅ تړاو نلري بلکی پر پښتنو تحميل شوې دي دا چې دغه جګړه پر پښتنو باندې تحميل شوې، نو پکاردي چې د حل لار يې ولټول شي خو که په ريښتيني توګه دغه پېښې وڅېړل شي، دحل يواځينۍ لاريې همدغه جرګې او مرکې کيدای شي که د پښتون قام او قبايلو تاريخ او ټولنپوهنې ته غور وکړو نودا به څرګنده شي چې پښتانه د جرګو او مرکو خلک دي _ او د تاريخ په اوږدو کې يې تردې لوېې مسئلې د همدغو جرګو او مرکو له لارې هوارې کړي او حل کړي دي. د تاريخپوهانو له نظره دغه جرګې او مرکې په پښتنوکې تر دوه زره کاله زياته سابقه لري _ او وخت پروخت ېې خپلې ستونزې حل کړي او د همدغو جرګو له لارې يې خپل مشران ټاکلی دي، چې لنډمثال ېې د احمد شاه بابا ټاکنه ده _ چې دو سوه او څو کاله مخکی ترسره شوه _ څو کاله وړاندې هم د همدغسی لويې جرګې له خوا حامد کرزی د هېواد د ولسمشر په توګه و ټاکل شو او ترڅنګ يې منځ مهالې اداره را منځته شوه، او ترهغې وروسته دهېواد اساسي قانون هم د لويې جرګې په مرسته تصويب شو، دا هغه انګيرنې وې چې کيدای شي راروانې جوړيدونکې قومې جرګې ښې پايلې ولري او دروانو پېښو او ستونزو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي خوددې ترڅنګ بيا ځينې وړاندوينې هم شته دی، چې که سم پام ورته و نه شي کيدی شي دغه قبايلی او قومي جرګې له ناکامۍ سره مخ شي. لومړی وړانديز دادی چې هغه قبايلي او قومي مشران جرګې ته راوبلل شي چې په ريښتوني تو ګه د قوم او قبايلو مشران وي. د يادونې وړده چې په قبايلو کې ځينی داسې مشران هم شته چې ولسي ملاتړ ورسره نشته او يواځې د پيسو او دولت په زور ځانونه د قوم مشران بولي نو دغه تش په نامه مشران که جرګوته راوبلل شي کيدای شي هغوي د قومي او قبايلي ګټو په ځای خپلې شخصي ګټی په پام کې ونيسي دا به دجرګو په پايلو باندې بد اغيزوکړي دوهم وړانديز دادی چې د سيمی دعالمانو ترڅنګ دې د جوماتونو ملا امان هم دغو جرګوته را وبلل شي ددغه کارڅوګټی دي _ يودا چې ولسی وګړي د خپل خپل جومات ملا امام ته ډېر ارزښت لري، او هرې خبرې ته يې پام وي _ بل داچې ولس به په دې پوه شي چې په دغو جرګوکې په ريښتينی توګه د همدوی استازې ګډون وکړی. درېيمه ګټه يې داده چې د جوماتونو ملا امامان به ولس ته ددغوجرګه اهداف په سمه توګه روښانه کړي او ترڅنګ به ېې اغيز پر خلکو باندې زيات وي.
درييم او اخري وړانديز دادی چې په دغو راتلونکو قبايلي او قومي جرګو ددواړو هېوادونو د حکومتونو اغيز او سيوری نه وي بلکې يواځې ملاتړ ېې و کړي او ترڅنګ ېې د جرګې د جوړيدو په مخکې هر ډول ستونزې او خنډونه لري کړي که پر دغو جرګو د حکومتونو اغيز زيات وي نو دلاس وهنې زيات چانس شته دی بل به ولس او عام قبايل داسې وانګيري چې دا جرګې ګوا کې حکومتي جرګې دي او يواځې رسمي بڼه لري او ولس به په دغو جرګو يو ډول بی باوره شي که پورتني ياد شوي و ړانديزونه په پام کې ونيول شي نوکيدای شي راتلونکې قبايلي او قومي جرګې بريالۍ شي، او دروانو ستونزو او پېښو په راکمولوکې مرسته وکړي.