دلاله زاو پاڼې درنو مينوالو او لوستونکو تاوده سلامونه مې ومنئ٠
له هغه مهاله چې زه له اسلام اباد نه کابل ته ستون شوی يم، په ادبي او فرهنګي هڅو کې مې زياتوالی راغلی او تر څنګ ېې يو څه اسانتياوې هم په لاس راغلي ،له همدغو اسانتياو نه دلا زيات کار اخيستنې په پلمه مې دلاله زار پاڼه جوړه او پرانسته ٠ په همدې موخه له تاسې ټولو هيله کوم چې، په خپلو نيوکو،نظرونو اونورو هر ډول هنري، ادبي،ټولنيزو او سياسي ليکنو مو ونمانځئ او ددې پاڼې په لا ښکلا او ودهکې راسره مرسته وکړئ٠
په ډېره مينه اوادب
م، محبوب کابل
19.10.2006
- lalazar
څه موده وړاندې حامد کرزي په سپينه ماڼۍ کې د امريکا او پاکستان له ولسمشرانو سره ګډه غونډه درلوده. دهغې غونډې لويه بريا او لاسته راوړنه داوه چې د ډيورنډ د کرښې په دواړو غاړو کې دې قبايلي او قومي جرګې راو بللی شي چې په هره جرګه کې به ددواړو خواوو قبايلي، قومي او سياسي مشران ګډون وکړي ددې ترڅنګ به حامد کرزی او پرويز مشرف هم په دغو جرګو کې ګډون کوي او له نږدې به يې څاري. هغه سيمې چې په دې ورستيو کې يې امنيتی ستونزې او تاوتريخوالی زيات شوی، ترډېره پورې پښتونمېشته سيمې دي خو که په ځي...
31.10.2006
- lalazar
د جمهور رييس حامد کرزی د اوسنۍ ادارې د پرمختګ او برياليتوب ترمخ ډېرې ستونزې شته چې، امنيت او اداری فساد ېې د ټولو په سرکې راځي. د امنيت د ښه کولو لپاره به له ناټو او ملي اردو کار واخيستل شي. خود اداري فساد له منځه وړل د دولت دنده ده _ د ځينو بهرنيو او کورنيو کار پوهانو په وينا اداری فساد په اوسنۍ اداره کې تر وروستي بريده رسيدلی دی. ځينې خو لا دا هم وايې چې په او سمهال کې چې د دولت او ولس ترمنځ کوم واټن رامنځته شوې. سترلامل يې همدغه اداري فساد دی. له څه مودې راهيسی د هيواد ل...