د جمهور رييس حامد کرزی د اوسنۍ ادارې د پرمختګ او برياليتوب ترمخ ډېرې ستونزې شته چې، امنيت او اداری فساد ېې د ټولو په سرکې راځي. د امنيت د ښه کولو لپاره به له ناټو او ملي اردو کار واخيستل شي. خود اداري فساد له منځه وړل د دولت دنده ده _ د ځينو بهرنيو او کورنيو کار پوهانو په وينا اداری فساد په اوسنۍ اداره کې تر وروستي بريده رسيدلی دی. ځينې خو لا دا هم وايې چې په او سمهال کې چې د دولت او ولس ترمنځ کوم واټن رامنځته شوې. سترلامل يې همدغه اداري فساد دی.
له څه مودې راهيسی د هيواد لوی څارونوال عبدالجبار «ثابت» د اداری فساد له منځه وړلو په اړه يو لړهڅې پيل کړي دی د همدی هڅو په لړ کې نوموړی ځينو ولايتونو ته هم سفرونه وکړل او ځينې څارنوالان_ قاضيان او نو ر ولايتی چارواکي يې له خپلو دندو ګوښه او يا معطل کړی دي د لوی څارنوال دغو نويو هڅو په دولتي کړيوکې ډيرې ناندرۍ را پيدا کړي او داسی ګنګوسې هم شته چې دغو هڅو لوی اختلافات را منځته کړي دی کله چې لوی څارنوال د هرات ښاروال( ) مجددي له کاره ګوښه کړنو، دلته په کابل کې د مشرانو جرګی رييس مجددي صاحب د استعفي ګواښ وکړ _ دلته دا خبره په ډاګه کيږي چې ډېری چارواکي لا اوس هم خپلی ګوندي اړيکی پرمخ بيايي او ډېری يې لا له مرکزي حکومت سره تړلي نه دي _ لوی څارنوال چې تراوسه داداری فساد په له منځه وړلو کې کومی هڅې کړې بريالی نه بريښي _ د چکري، روشن او جنرال امين الله امر خيل موضوع ګانی هغه څه دې چې لوی څارنوال ېې په خپلو هڅوکې ناکام کړی دی _ دلته يوه پوښتنه رامنځته کيږي چې د اداری فساد سرچينې کومې اور ايښې ېې له کومه ځايه او به څښي _ ددی پوښتنی په ځواب کې ويلی شو چې د اداری فساد ريښې له ټيټ پوړ يونه ته لوړ پوړو او آن تر بهرنيو سلا کارانو پوری ريښي غځولي او له وزيرانو نيولي تر عادې مامورينو پوري په دغه کار کې ښکيل دي. ددې ترڅنګ د اداری فساد د ګراف د پورته کيدو ډېر لاملونه هم شته لکه د مامورينو د معاشاتو لږوالی، پرلوړو څوکيو د غير مسلکی کسانو ګومارل _ ګوندي اړيکی پالل، په لوړو پوستونو باندې د د قومونو ناانډولي او ځينی نور هغه څه دي چې د کار پوهانو په وينا اداری فساد ته يې لاره پرانستلی ده _ د خواشينۍ خبره دا چې حکومتي چارو اکی او په خپله ولسمشر حامد کرزي له څو کلونورا هيسې همدغه ژمنه کوي چې اداری فساد به له منځه وړي _ خو تراوسه ښاغلی کرزي په خپله کړې وعده وفانه ده کړې. خو بايد په ډاکه وويل شی چې په دغه برخه په خال خال نيوکو، تورونو او ګوښه کولونه اداری فساد له منځه تلای شی او نه کومه پاکه اداره منځته کېدای شی د اداری فساد دله منځه وړلو لپاره پکاردی چې ټول دولتی چارواکې په کلکه پاملرنه وکړي چي دغه عمليه به يواځی د خدای لپاره او د عدل او قسط پر معيار پرمخ بيايي او په ګډه به کارکوی نه د کوم ګوندي، قوي او ... غرض پر معيار
دغه کار به ولس او حکومت سره په خپل منځ کی ډېر نژدی کړي او آن چی ځينی لوی لوی اختلافات به هم پری حل شي.
م. محبوب