محترم محبوب صیب، سلامونه .
روغ ، جوړاوخوشحاله اوسې .
دلاله زار ویبلاګ په جوړیدو ډیرخوشحاله شوم ،ډیر ښه او په زړه پورې معلومات مو ورکې راغونډ کړي .
ستاسې دزیار اوهڅو ستاینه کوم .
هیله ده چې په دې برخه کې مو لا ډیر بری په نصیب شي .
په پای کې یو څل بیا ددغه په زړه پورې ویبلاګ دجوړیدو مبارکي درته وایم او منندوی مو یم .
په مینه او مینه
فضل غني حقمل /کابل
31.10.2006
- lalazar
د جمهور رييس حامد کرزی د اوسنۍ ادارې د پرمختګ او برياليتوب ترمخ ډېرې ستونزې شته چې، امنيت او اداری فساد ېې د ټولو په سرکې راځي. د امنيت د ښه کولو لپاره به له ناټو او ملي اردو کار واخيستل شي. خود اداري فساد له منځه وړل د دولت دنده ده _ د ځينو بهرنيو او کورنيو کار پوهانو په وينا اداری فساد په اوسنۍ اداره کې تر وروستي بريده رسيدلی دی. ځينې خو لا دا هم وايې چې په او سمهال کې چې د دولت او ولس ترمنځ کوم واټن رامنځته شوې. سترلامل يې همدغه اداري فساد دی. له څه مودې راهيسی د هيواد ل...
09.11.2006
- lalazar
د پښتو اولسي سندرې، يوازې يو څو شعره ندي او نه يوازې د سرتيرۍ و سيلې دي، بلکې د پښتنو د ژوند هنداره ده، تاريخ دی او د پښتنو روح پکې نغښتی. زموږ ډېرې داسې سندرې شته چې د پښتنو په تاريخ کې ترې کار اخيستل کېږي او ديوه ټاکلي مهال ښکارندويي کوي، لکه: که د خالو لنبکرې راغلې زه به کومل ته د خپل يار ديدن ته ځمهپردې سر بيره ډېر داسې سروکي شته چې د ځينو مهمو پېښو حال...