غازي شېر محمد خان د محمد رسول خان زوی د بخشي صاحب لمسي چې پر (١٢٠٨) ل.ق کې د غزني ولايت د قره باغ دولسوالۍ په يوه دينداره او متدينه کورنۍ کې زيږيدلی دی. پلاريې محمدرسول خان دځوانۍ په عمر کې له دې ًٌُِفاني دنيا څخه سترګې پټې کړې. د غازي شېرمحمدخان سرپرستي او پالنه دده پياوړي نيکه (بخشي صاحب) په ښه توګه سرته رسولې چې په نتيجه کې يې دځان په وړ يو باغيرته او دوطن په آزادۍ مين شخصيت خپلې ټولنې ته وړاندې کړ.
ښاغلی بخشي صاحب د قوم مشر او خدمتګار و، دوطن پر آزادۍ مين، په عقل رسيدلی سړی و.
دخپل چاپيريال او خلکو روحيه او آزادي يې ډېره ښه ساتلې، وه. دوطن د دښمنانو د ښکاره او پټو دسيسو پر وړاندې يې خپل خلک ښه پو هولي وو.
دانګريز د هر ډول تجاوز د مخنيوي په هکله ډېر فعال و. انګريزان هم دده له دښمنۍ څخه په ويره کې وو کله چې انګريزانو د دوی داوسيدو دځای پته ځان ته ولګوله ډير ژر يې محاصره کړوتر څو ورځو جنګ او محاصرې وروسته جنګي تاکتيک څخه په استفادې سره يې له انګريزانو سره موقتي اور بند وکړ.v کله چې شاه شجاع پاچا شو او مکناتن د خپلو دسېسو تارونه هرې خواته وغزول چې په نتيجه کې يې ښاغلی بخشي صاحب سره له څو ملګرو په شهادت ورساوه.
د دوی له شهادت وروسته د قوم سرپرستي او اداره ښاغلي شېر محمد خان په لاس کې واخيسته، غازي شېر محمد خان خپلې زده کړې دخپلې منطقې له علماو وڅخه وکړې داسلامي فقې او نحوې په بخش کې يې پوره معلومات در لودل.
هغه ناوړې او نادودې چې د مګناټن او ملګرو له خوا له افغانانو سره کيدې هيڅ يو با ايمانه افغان ته د تحمل وړ نوې. نو يې تصميم ونيو چې دوطن دآزادۍ لپاره له انګريزانو سره په سر او مال مبارزه په کار ده. چې دلوی خدای جل جلاله په نصرت سره په خپله مبارزه کې هميشه بريالی وو.
دامير شېر علي خان په دوره کې ښاغلي شېرمحمد خان د امير حضور ته وغوښتل شو، ترمعرفت وروسته له دوی څخه د عسکري خدمت هيله وشوه چې دخپل تدبير او پوهې په نتيجه کې په لنډ وخت کې دکپتاني رتبې ته ورسيد، څرنګه چې دی په جسمي لحاظ د قوي بڼې خاوند و په معنوي لحاظ هم ډېر زړور او با تدبيره شخصيت و.
دوخت په تېريدو سره د کندک مشر، لوا مشر او جنرالي رتبو ته ورسيد او د امير شېرعلي خان په فوج کې د يو زورور او با تدبيره افسر په حيث پيژندل کېده. وروسته د قلات د ولايت د مشر په توګه مقرر شو. د انګريزانود دوهم تيري په مقابل کې د نامتو مجاهدينو لکه غازي محمدجان خان او ملامشک عالم تر څنګ د دين او وطن ددښمنانو پر ضديې دجهاد ډيوې بلې وساتلې.