څه موده ترمخه استاد شپون په افغان ادبي بهيرکې د لنډې کيسې په اړه خبرې کولې. نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې د کلمې دقت د هغې تر ښکلا زيات اهميت لري اوزه تل په لنډه کيسه کې د کلمې دقت ته پاملرنه کوم.
د استاد شپون له خبرو داپايله اخيستلای شو چې د کلمې دقت او ښکلا دوه بيل څيزونه دي او دهغې دقت ښکلا نشو بللای.
له ډېرو کره کتونکيو، ليکوالو او شاعرانو څخه به مو اوريدلي وي چې شاعرانه کلمې کومه مانا نلري. هره کلمه چې په يوه شعر کې سمه راوړل شي، شاعرانه کېږي، لکه او سمهال چې پښتو ادب ته د القاعده، بش، اسامه او نورې کلمې راننوتي او خلک ترې ددې لپاره خوندا خلي چې د تکراري کلمو مخه يې ډب کړې او له خپل وييز بدلون سره يې سکالويز نوښت رامنحته کړی. ځينې نور بياد شاعرانه کلمو ګړنه کاروي او وايي چې هره کلمه شاعرانه ارزښت نشي ترلاسه کولای، بلکې ځينې يې شعري پازه لري. (دهمدغه اغېزا له مخې ددې ليکنې سر ليک د پښتو د مزکر (ويي) پر ځای د عربي ښځينه (کلمه) غوره شوې ځکه ويی نرينه دی او دنرينه پرځای له ښځينه (کلمې) سره ښکلا خوند کوي، لکه له پېغلې سره چې ښکلا خوند کوي او له زلمي سره زړوريتا، نو کلمه يو څه شاعرانه برېښي)
ددوی په اند پورته درې بېلګه وييونه شاعرانه ندي، په وچ زور په شعرکې ورځای شوي.
دغو دريو بيلا بيلو اندونوته په پام سره به خپلې خبرې و غزوو: زموږ په ادب کې له بده مرغه يوازې پر کلمو حساب شوی او د پېغلې، شمعې، پتنګ، بورا، بلبل ... پڅېر کلمې شاعرانه بلل شوي، ځکه مجازي او حقيقي مانا وې لري او په مجازي مينه کې تر ډېره ديوه زلمي او پېغلي مينه انځوروي. همدا لامل دی چې د داسې وييو لرونکې پنځونې ته هنر ويل شوی، خو که يو ليکوال يا شاعر و وايي:
بورا پرډېران ناست و، يا بلبل له توت سره نازو نياز کاوه
نو لوستونکي يا اوريدونکي به د توقع پرخلاف، له خندانه مړه کړي، ځکه چې کلمې له شاعرانه اندازه و تي دي او طنزي خوايې نيولې. زما موخه داده چې کله ناکله دويي دقت دهغه ښکلا باله شي او يوازې په هغوکلمو کې ددقت او ښکلا توپير کولای شوچې هممانيزې(مترادفې) وي. همانيز وييونه سره بيخي ورته نه وي، بلکي نږدې ماناوې لري. که يوه کلمه پخپل چوکاټ يا قرينه کې راوړل شي، خپله ښکلا ساتي او دقت هم له لاسه نه ورکوي لکه دابيت.
کابلی يار را سره مينه نکړي
وايي پښتون دی القاعده دی جانان
که په پورته بيت کې د القاعده او پښتون پرځای دوې نورې کلمې، مثلاَ (هندی) او (پنجابی) و کاروو، نو خپل هنري ارزښت له لاسه ورکوي او پيکه کېږي ځکه قرينه د (پښتون) او (القاعده) لپاره جوړه شوې نه د (هندي) او (پنجابي) لپاره. د (پښتون) او (القاعده) قرينه له خپل مهالي او توني لاملونو ترڅنګ ډېرې نورې کيسي رانغاړي او لوستونکی يا اوريدو نکی هغه شاليديا د مانا، مانا ته بيا يي.
لدې خبرو دا جو تېږي چې بايد خواص په تېره کره کتونکي په کلمو پسې ونه کرځې، د هغوی د ښکلا موندنې په موخه دې قرينه وپلټي او د قرينې له مخې دې دوييو ادبي ارزښت و ټاکي. نه دا چې له (بلبل) سره تشبې شوې پوزه، ښه تشبې و بولي.
يوه بله خبره هم ديا دولو وړده او هغه دا چې د ويي دقت او ښکلا لکه دويي حوليزه او ما نيزه خوا سره هم کله ناکله بيلولای شو. يانې د ويي دقت د هغه په مانا پورې اړه لري او ښکلا يې په جولې پورې . مانا يې پوهنيزه برخه ده او جوله يې هنري. مانا د پوهينز منطق پر بنسټ ځيرل کيږي او جوله يې په هنري منطق، ځکه هنر او په تېره ادب د ډېرو په اند، فکر نه بلکې د فکر په غوره انداز بيانته وايي او څومره چې يو شعر د بهرني اهنګ ترڅنګ روان او پاروونکی داخلي اهنګ ولري، هغومره کلمه ښکلي ده، لکه:
توره چې تېريږي خو ګوز ارلره کنه
زلفې چې ولول شي خو خپل يارلره کنه
په پای کې دومره وايو چې يوه کلمه په خپله اړينه قرينه کې هله ښکلې بلل کيدای شي چې خپله مانا او په مانا کې نغښتی فکر په سمه توګه داسې نورو ته ولېږدوي چې د هغوی د ښکلا احساس راوپاروي او غاښ پر ګوته يې کړي.