راتلونکې دوه اړخيزه جرګه چې دډيورنډ د کرښې ددواړو خواوو اوسېدونکو پښتنو ترڅنګ به د افغانستان او پاکستان ولسمشران او ددواړو هېوادونو علما، سياسي او قومي مشران پکې ګډون ولري، د امنيت په ټينګښت کې به يې د افغانانو لپاره اغېز خورا د قدر وړ وي، او ددې ترڅنګ به دهغو تورونو د سپيناوي لپاره يوه ښه موقع وي چې د امريکا اروپا او د پاکستان د حکومتونو لخوا دډ يورڼډ د کرښې په دواړو خواوو کې پر مېشتو پښتنو باندې لګول کېږي چې ګويا دا وګړي داورپکو او ترهګرو سره خواخواږي لري.
بل به د پاکستان او افغانستان ديني عالمانو ته دا موقع برابره شي چې په يوه غږ او ديوه مېز ترشا په افغانستان کې او سنی تاو تريخوالی يا محکوم کړي او يا يې روا وګڼي او پدې توګه به دعامي وګړو هغه سرګومي هم ورکه شي چې په کومه لاره او په چا پسې ولاړشي يا به ټول داوسني نظام پر ضد ټوپک واخلي او يا به په افغانستان کې د روانې بې امنۍ پر وړاندې و درېږي.
له بلې خوا به ددواړو غاړو پښتنو ترمنځه د همغږۍ فضا رامنځته شي، او ديوبل له ستونځو څخه به ځانونه خبر کړي.
پدې خبره سترګې پټول چې نوموړې لويه جرګه به ګټې ونلري، بې انصافي ده؛ خو ددې ترڅنګ دهغو ننګونو له پامه غورځول هم ندي پکار چې دډېورنډ د کرښې دها خوا پښتنو برخليک يې له ګواښ سره مخ کړيدی. داځکه چې پاکستان به ډېر لېواله وي چې په راتلونکې دوه اړخيزه جرګه کې دډيورنډ کرښه تر بحث لاندې ونيول شي، ځکه پاکستان غواړي چي د افغان حکومت له اوسنيو مجبوريتونو او بې وزليو څخه ګټه پورته کړي او له خوږې ګوتې يې ونيسي. د ډېورنډ د کرښې هاخوا داشخاصو په ټاکنه کې خو پاکستان ځان ته عام او تام صلاحيت ورکوي، چې د خپلې خوښې اشخاص هغه چې ددوی غوښتنې ښې ترسيمولای شي نوموړې دوه اړخيزې جرګې ته لاره ورکړي، خو ددې ترڅنګ داوېره هم د يادولو وړده چې د پولې ديخوا به د پاکستان استخباراتي اداره په ځينو افغانانو هم پيسې ووېشي، او خپلې غوښتنې به پرې ومني، ځکه چې دای، اس ای استخباراتي شبکه دشوروي ښکېلاک تر يرغل راپدېخوا چې افغانان پاکستان ته مهاجر شول او له پاکستانه يې د شوروي ښکېلاک پر وړاندې جهاد پيل کړ، له افغانانو سره نيژدې اړيکي لري او دا شونتيا ترې څرګندېږي چې کېدای شي پاکستان دغه اړيکې اوس په کار واچوي او د کرښې دې خواته هم دډېورنډ د کرښې په رسمي کولو کې ترې ګټه واخلي.
د امريکا د متحده ايالاتو پاليسي هم افغانانو ته دباور وړنده. داسې څرک ورنه لګېږي چې پاکستان ته دځينو امتيازاتو ورکول _ پر ځان دهغو ښېګڼو پور ګڼي چې ګويا پاکستان تر يوولسم سپټمبر نه راوروسته د تروريزم پر وړاندې په مبارزه کې ورسره کړېدي، ددې ترڅنګ ډېری سياسي شنونکي داسې انګيري چې د امريکا متحد ايالتونه د پاکستان د خوشالولو لپاره پښتانه قربانول غواړي او دټوټه کولو تکل يې لري.
نوپدې ډول د افغان دولت ترټولو اغېزمنه پاليسي به داوي چې په راتلونکې لويه جرګه کې د ډېورنډ د کرښې موضوع مطرح نشي، داځکه چې د پاکستان مداخله يوازې پدې خاطر نده چې افغانستان د پښتونستان غوښتنه لري. پاکستان يوازې دا په افغانانو مني چې دډېورنډ کرښه دې د افغانستان د ټاکلې پولې په توګه ورسره ومني، ددې ترڅنګ د افغانستان او هند اړيکې هم پاکستان ته د منلو وړندي، ددې ترڅنګ افغانستان دبلوچ بېلتون پالو په ملاتړ تورنوي؛ نو لدېنه مالوميږي چې د پاکستان مداخله په افغانستان کې يوازې دډوېورنډ د کرښې په منلو سره پای ته نه رسېږي، کېدای شي پاکستان په راتلونکي کې هم خپلې لاسوهنې په يو ډول توجيه کړي.
اوبل بايد افغان دولت د اشخاصو په ټاکنه او خوښونه کې له خورا ځيرکتيا څخه کارواخلي.
که نوموړې جرګې ته نخبه اشخاص، ديني عالمان، ليکوال، پوهان او داسې اشخاص لارومومي چې د افغانستان له تاريخي او سياسي حالاتو څخه پوره خبر وي، د افغانستان په سياسي تحولاتو کې د نظر خاوندان وي، دا به دافغانانو لپاره يو ستر بری وي.
نو سړی کولای شي چې له داسې جرګې څخه د لاسته راوړنو تمه وکړي او که افغان لوری د اشخاصو په ټاکنه کې له ژورتيا څخه کاروانخلي؛ نو دافغانستان لپاره به يې له ګټو څخه زيانونه څو ګرايه وي.
که چېرته خدای مکړه دډېورنډ کرښه پر افغانستان دټاکلې پولې په توګه ومني، دا به دلرواو برو پښتنو سره يوستر تاريخي غبن وي او دپښتنو سره به د امريکا او اروپا دښمني په ډاګه کړي، دابه دهغو پښتنو لپاره چې د خپلو حقوقو د لاسته راوړنې لپاره د پاکستان له جوړېدو راپدېخوا مبارزه کوي او تراوسه ځانته د پاکستاني ويل شرم ګڼي او هېڅ وخت يې له افغانيت سره خپل تړاوندی شلولی، ستره جفاوي.