وايي چې روغتيا د ژوند شتمني ده له همدې لامله د نړۍ پرمختللي هېوادونه د خپلو ولسونو د هوساينې لپاره ډېری هڅې کوي، چاپيريال پاک ساتي او د علاج وړناروغيو لپاره د کافي موادولرونکي او د درملنې وړ درمل برابر وي سربيره پردې د ځينو خطرناکو ناروغيو پروړاندې خپل ماشومان دکوچينوالي پر مهال واکيسنوي او دځان او کورنۍ د غړو لپاره دهغوی د ښې روغتيا ساتلو لپاره هلې ځلې کوي. که څه هم چې د بن د نړيوال کانفرانس را هيسې زموږ په هېواد کې د نورو لاس ته راوړنو په څنګ کې دروغتيا په ډګر کې ډير کار شوي دی خو بيا هم ځينې داسې ستونزې شته چې له لامله يې زموږ ډېر هېوادوال اوس هم کړېږي ځکه چې د هيواد په لرې پرتو سيموکې خو يا مسلکي ډاکټران نشته يا دا چې په نوموړوسيمو کی هيڅ درمل نه پيدا کېږي او که چيرې د درمل کوم ډول پيدا هم شي، نود در ملو خپلسرو پلورونکوله خوا سره ددې چې زموږ د هيوادوالو اقتصاد. هم د جګړې له امله ډير ټيټ دی يو پر دوه پلورل کېږي، نو زموږ ډېر هيوادوال د پيسو د نشتوالي او ددرملو د لوړوبيو، دترافيکو د ستونزو او... له امله په ډيره سخته ناروغتيا کې هم کلينيکونو او روغتونو ته زړه نه ښه کوي. سربيره پر دې زموږ په ښارونو اوبازارونو کې په تيره بيا په پلازمينه کابل کې ډاکترانو د روغتونو د جوړولو تجارت روان کړی چې له امله يې زموږ زيات هيوادوال د انديښنه لري چې د روغتيا ډګر هم د آزاد تجارت په څېرله دولتي چوکاټه بهر خپلسرې بڼه غوره ند کړی آن داچې ديوه ډاکټر د کتنې فيس له ٥٠ څخه تر ٢٠٠ افغانيو پوری رسيدلی دي. سربيره پردې يوه ډيره مهمه ستونزه دروغتيا په ډګرکی له بهرنيوهيوادونو لکه د چين _ ايران پاکستان هندوستان او نورو هيوادونو څخه د سوداګرو د آزادې سيالۍ له امله هيواد ته دبې کيفيته درملو وارد ول دي چې پر اقتصادي زيان سربيره ډېرو روغتيا يي ستونزو او د ناروغۍ د اوږ ديدلو لامل هم ګرځي ځکه نو ډير ډاکټران د خپل لوړ فيس د اخستلو او د ناروغ د دويم ځل راتلو په موخه هغه ته بې کيفيته درمل له خپلو شخصي کلينکونو څخه ورکوي نو په دې توګه په پلازمينه کابل کې د ډاکټرانو د شخصي کلينيکونو د جوړولو سودا ګرۍ ښه زور اخستی چې له امله يې ګڼ شمير مسلکي ډاکټران په ولايتونوکې کار کولوته زړه نه ښه کوي همدا لامل دی چې د هيواد په ليرې پرتو ولايتونو کې په دولتي او نادولتي روغتونو کې د مسلکي ډاکټرانو شميره ډيره لږه ده په تېره بيا د ښځينه ډاکټرانو نرسانو او قابلو ستونزې هغه ستونزې دي چې په لرې پرتو سيموکې زموږ دګڼ شمېر خويندو د مړينی سبب کېږي ځکه چې خلک په ولايتونو کې د سنتي دو دونو له امله ديته زړه نه ښه کوي چی د ولادي نسايي تکليفونو پرمهال په کلينيکونو کې د نارينه ډاکټرنو تر څارنې او درملنې لاندې د خپلو ښځو د ولادت مراحل بشپړ کړي چې د اډول ستونزې هغه ستونزې دي چې زموږ په هېواد کې يې د ښځو او ماشومانو په مړينه کې ډيروالی راوستی ځکه چې څه موده دمخه د ملګرو ملتونو په يوه سروې کې په هروسلو ښځو کی د ولادت پرمهال ٦ ميرمنې د ښځينو ډاکټرانو او نرسانو د نشتو الي له امله خپل ژوند په ډيرو ناوړه حالاتو کې له لاسه ورکوي که څه هم له ښځو سره د مرستوپه اړه نړيواله ټولنه او دبشری حقوقو کميسيون د ښځو د چارو عامې روغتيا او نور اړوندو زارتونه ډيرې چيغې وهي خو تراوسه په دې اړه داسې څه نه دي شوي چې زموږ د ولس د غريبو او بيچاره ميرمنو د ستونز منوشرايطو په جال کی دګير حالت او د هغوی د ناهيلۍ اوځوانۍ دمړيني مخنيوی وکړي په تيره بيا د هېواد ښځينه ډاکټرانې چې زموږ د نورو تحصيل کوونکو او با سواده ښځو په ليکه کې له ښځو سره د مرستو چيغې وهې او دهغوی د حقوقو غوښتنه کوي ايا د ولادت پرمهال ددغو ميرمنو حق د هيواد پر ښځينه ډاکټرانو نشته چې دهغوی لپاره د هيواد هره ښځينه ډاکټره په کال کې درې مياشتې په ولايتونو کې خپله دنده ترسره کړي؟ که چيرې د عامې روغتيا وزارت زمينه برابره کړي او له مرکز څخه ښځينه ډاکټرانې ديوې لنډې مودې خدمت لپاره په نوبت وليږې همدا رنګه په ولايتونو کې د قابلګۍ او نرس لپاره لنډمهالی ښځينه کورسونه جوړکړی او په ولايتونو کې د ملالۍ زيږ نتون څانګې او ښځينه روغتونونه ورغونی، نو زموږ د هيواد دډيرو ښځو ژوند به وژ غورل شي همدا راز د خپلسرو ډاکټرانو د لوړفيس داخستلو مخنيوی دبی کيفيته درملو په وارد ولو بنديز او په درملتو نونو کی د تاريخ تيرو درملو څارنه د نوموړي ولايت له مسئوليتونو څخه ګڼل کيږي ددي ليکنې ليکوال هغه مهال دغې ليکنې ته اړشو چې څوورځې د مخه يې په شخصي کلينيکو نوکې د ډاکټرانو آزاد تجارت او د ناروغانو ستونزې له نږدې څخه وليدلې چې له ګرديز څخه راغلي يوتن سپين ږيري په سيمه کې د درملو پلورونکو او ځايي ډاکټرانو څخه سروټکاوه چې له يو درملځي څخه يې ديو کال او درييو مياشتو تير درمل د څو مياشتو لپاره له پسې خوړلي وو او...