کوکنار هغه ناولي بوټي دي، چې په ګرده نړۍ کې زموږ په هېواد کې ډېرکرل کېږي او په ګرده نړۍ کې يې زموږ هېواد بد نام کړی. له جګړو سره سم، کوکنار هم زموږ پر هېوادو تپل شول، هغه وخت، جګړې وې او يو داسې ملي حکومت نه و، چې بزګران يې دکوکنارو پر ځای نورو کروندوته هڅولي وای، په دغه بهير کې هرڅوک دخپل واک و او په ځمکو کې به يې چې هر څه غوښتل، کرل به يې. دغه لړۍ آن دطالبانو دحکومت تروروستيو پورې دوام وکړ. دطالبانو دحکومت په لومړي سرکې په هلمند، کندهار او دغه راز په نورو ولايتونو کې آن ملايانوته دسرسايي په توګه له کوکنارو په لاس راغلی حاصل (ترياک) ورکول کېدل او هېڅ ملا او عالم داسي پرېکړه نه شوای کولای چې داسلام له نظره نشه يې توکی حرام دي؛ خو وروسته دنړيوالې ټولنې تر فشار لاندې راغلل او ددې لپاره، چې هغه حکومت ملګري ملتونه په رسميت وپيژني؛ نو يې امروکړ، چې په ټول هېواد کې دې کوکنار بندشي. له دې امر سره جوخت په ټول هېواد کې يو مخې کوکنار بند شول، هغه وخت نه چابديل معيشت غوښت او نه يې ځان ته برائت ورکولی شوای، چې له کوکنارو پرته ځان او کورنۍ ته ډوډۍ نه شي پيدا کولی. همداو، چې کوکنار د لنډ مهال لپاره بندل شول.
دطالبانو حکومت راونړېداو دحامد کرزې ترمشرۍ لاندې دلنډ مهال حکومت جوړ شو، چې نړيوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او په ځانګړې توګه يې امريکا بشپړ ملاتړ کاوه، دټولو همداژمنه وه، چې کوکنار به له منځه وړي او که چاکرلي وي اړوي به يې او بزګرانوته به يې په بدل کې نقدې پيسې او نور اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سرې ورکوي، بيا هم کوکنار وکرل شول او داسې زوريې واخيست. چې په ټول تاريخ کې يې بېلګه نه ليدل کيدله. دغه کرکيله آن په هغو ولايتونو کې رواج شوه، چې بيخي يې کوکنار نه ووکرلي. اوس ددغې کرکيلې پروړاندې پراخ کمپاين روان دی، دولت ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه هڅه کوی، چې دکوکنارو دکرکيلې مخه ونيسي، په همدې هيله، ددولت په چوکاټ کې دمخدر و موادو پر ضد دمبارزې وزارت جوړ شو، ددغې مبارزې دبرياليتوب او پر مخ بيولو لپاره ګڼ شمېر پوليس روزل شوي او دسرغړونکو لپاره محاکمې هم جوړې شوې، خو لکه څرنګه، چې يې پروړاندې هڅې ډېرې شوې، نو همداسې دترياکو توليداو کرکيله هم ډېره شوه. ديورپوټ له مخې په افغانستان کې دنړيوال ائتلاف دځواکونو دڅو کلن موجوديت په اوږدو کې دمخدر و موادو پروړاندې په مبارزه کې هيڅ برياليتوب نه تر سترګو کېږي، بلکي ددې پر عکس دلوېديځې ارو پاپه تور بازار کې دپلورل کېدونکو مخدر و موادو دټول حجم په سلوکې نوي له افغانستان څخه وروړل شوي دي.
داقتصاد په علم کې لولو، چې هر کله تقاضا (غوښتنه او اړتيا) ډېره شي؛ نو ورسره سم توليد ډېريږي. له دې مالو ميږي، چې همدا ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه نه غواړي، په افغانستان کې کوکنار بندشي، که دلته کوکنار بند هم شي، اروپايان به په پيسو خلک واخلي او دکوکنار پر کرکيله به يې وګو ماري، ځکه هغوی دغه بوټي ته اړتيا لري او په هر حال به خپله اړتيا پوره کوی او په دی اړه افغانستان د اروپا او دامريکا دمعتادينو لپاره ښه شرايط لري.
بل لوری ويل کېږي، چې ددولت لوړ پوړي چارواکي دمخدر و موادو په قاچاق کې لاس لري. دغه راز په شمالي ولايتونو کې لاهم زوراکي دوسلو په زور له امنيتي کسانو سرغړونه کوي او په خلاص مټ دهغه وولايتونو له بهر سره په پولو کې په ځانګړې توګه له روسي جګپوړيو چارواکيو سره دمخدرو موادو سوداګري کوي. نړيواله مافيايي ډله هم هڅه کوی، پرکروند ګرو زور راوړي، چې کوکنار وکري او دهغوی عايداتي سر چينه همداسې راسپړونکې وساتي. دالقاعده ډله هم ډېرې پيسې له مخدرو مواد و په لاس راوړي، په دغو رازونو ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه ښه خبر دي. ويل کېږي چې دلته په هېواد کې دننه دمخدرو موادو پروړاندې مبارزه نوي پړاوته ننوتلې ده، په دې وروستيو کې دولت په زغرده اعلان وکړ، چې دکوکنار وپرکروندو به زهرجن دارو شيندي چې په پراخه کچه يې د ولس ذهنيتونه راوپارول. ځکه تېرکاليې هم پر کوکنارو زهرجن موادو شيندل، چې ډول ډول ناروغۍ يې خورې کړې او دغه راز دکوکنارو ترڅنګ نورې کروندې يې هم تراغېزې لاندې راوستلې. که همداسي کار بيا تکرار شي، نودتير په څېر پايلي به ولري. په دې ورورستيو کې دجلال ابادپه ټولو ولسواليو کې دکوکنار وپروړاندې کمپاين پيل شو دننګرهار والي ګل اغا شيرزي وويل، چې په ټول ننګرهار کې به کوکنار له منځه وړو، موږ دکوکنارو پروړاندې دمبارزې هرکلي کوو، خو دولت او نړيوالې ټولنې بايد دغه کار له دې وړاندې کړی وای، هغه وخت چې نوي کوکنار کرل کيدل اوس ددغې مبارزې تر کټو تاوانونه ډېرليدل کېږي. دغې مبارزې په څنګ کې ولس هم په تمه کړی، ځکه په دې وروستيو کې په افغانستان کې دامريکا سفير دانل نيومن له دندې ګوښه او پرځای يې نوی سفير ټاکلی دی. دانوي سفير په کولمبيا کې دنده تر سره کوله او ويل کېږي، چې دی په کولمبيا کې دمخدرو موادو پروړاندې په مبارزه کې بريالې و او هلته يې ښه تجربه تر لاسه کړې ده او دلته به هم دمخدرو موادو پرواندې مبارزه په ښه توګه پرمخ بوزي. خو لکه څرنګه چې ليدل کېږي دغه مبارزه ترپوښتنې لاندې راغلې ده، هغه داسې، چې دکابل دهوائی دګر دسرحدي پوليسو مشرجنرال امين الله امر خېل چې له دندې ګوښه شو له هېواد ورځپانې سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي وو، چې يواځې ددو مياشتو په اوږدو کې يې شل تنه بهرني قاچاق وړونکي نيولي او دغه لړۍ په در زروانه وه، خو دلوې څارنوال له خوا له دندې ګوښه کړای شو، چې ټول پرې انديښمن و او دخلکو هغه شک په رښتيا بدل شو، چې ويل کېدل چې دولتي جګپوړي چارواکي دمخدرو موادو په قاچاق کې راښکېل دي.
له دې وړاندې دکورنيو چاروپخواني وزير علي احمد جلالي هم دجګپوړيو چارواکيو ليست ولسمشر ته وړاندې کړی و، چې دمخدرو موادو په قاچاق کې لاس لري، ويل کېږي چې هغه ځکه دنده پريښوده، چې ښاغلي کرزی ونه شوای کړای دمخدر و موادو دولتي جګپوړي قاچاق وړونکي دعدالت منګولوته راکش کړي اويا خولږتر لږه دوی له دندوګوښه کړي.
په هر خاطر، موږ دکوکنارو دکروندو پلويان نه يو، بلکې په ټول هېواد کې دکوکنارو بندول غواړو، داسې بندول په ټول افغانستان کی بند شي او د کورنيو او بهرنيو عواملو پر ضديې مبارزه وشي لوری ترډېره دکوکنارو کروندګر هم ګرم دي، ځکه له جګړو وړاندې، نه دلته کوکنار کرل کېدل او نه هم چاځان ته استدلال پيدا کولی شوای، چې ګواکې دکوکنارو له حاصلاتو نه ځان ته يوه مړۍ ډوډی پيدا کوی.
موږ يو ځل بيا پرکروندګرو او په ځانګړې توګه پردولت غږ کوو، چې دکوکنارو پروړاندې په ريښتينې توګه هر اړخېزه مبارزه پيل کړي او هغه څوک، چې دمخدرو موادو قاچاق وړونکي دی، که دولتي چارواکې دي او که نړيوال، دعدالت مېزته راکش کړي او په ټول هېواد کې په يواړخېزه توګه کوکنار بندکړي، د توليد عرضې او تقاضا په اړه په بهر او دهېواد ننه کې مبارزه وکړی او دبهرنيو عواملو پرضد يې هم مبارزه وشي چی بنسټيز عامل يې همدا بهرنی دي چی اوسنی حالت د چين دترياکو جګړې ته ورته دی چې د سياسی موخو لپاره تری ګټه اخيستل کېده او په ظاهر کې يوڅه او دپردې ترشابل څه وو.