د ادب په اړه پوهنيزه څېړنه چې ادبپوهنه يې بولي، په دريو برخو ويشل کېږي، لومړۍ برخه يې ادب تاريخ دی چې په يوه ټاکلي مهال او ټولنه کې ديوې ادبي څېرې او دهغه له پنځونو سره په تړاوکې سياسي، اقتصادي کولتوري، مذهبي او... شرايطو په اړه غږېږي. بله برخه يې ادب تيوري ده چې دادب په اړه بېلابيل نظرونه رانغاړي او دادبي ژانرونو (ځيلونو) ترمنځ دفورم (جولې) پربنسټ دتوپير ديوالونه دروي. وروستۍ يادرېيمه برخه يې کره کتنه ده چې له ټولنيزو ارزښتونو ادب څاري او په پوهنيزه توګه دهغه ښيګڼې او بدګنې بيانوي يانې کره کوي يې.
دادب په اړه چې دغه درې څانګې کومه څېړنه کوي، يوه پوهنيزه څېړنه ده او غواړي هنر پوهې ته ورلنډ کړي.
څرنګه چې کره کتنه دښواو بدو ګډون دی؛ نو پکار دي چې کره کتنه ښوته ښه او بدوته بد ووايي، داسې نه چې ديوی هنري هستونې ښيګڼې بدګڼې او بدګڼې ښېګړې وبولي؛ ځکه په دې کار سره کره کتنه دخپل پېژندله چوکاټه وځي او پرتش تعصب اوړي. په پښتوژبه کې هم ددې ترڅنګ چې هنري شعر او نثر پنځول شوی، کره کتنه هم شوې؛ خودمهال له بدلون سره په کې بدلون راغلی او ورو ورو پخه شوې. پښتو کره کتنې دادب تاريخ په دويمه دوره کې يورنګ بڼه در لوده او اوس بل رنګ. پر هغه مهال يې يوه خوا (انتقاد) ځواکمنه وه او اوس يې بلې ته هم يوڅه واک لېږدېدلی. پرهغه وخت به شاعر دخپلې شاعرانه تعالي لپاره نورشاعران تحقيرول؛ خو اوس دشاعر او ليکوال له ذاته دکره کتنې آرونه بيرون دي او يو ليکوال يا شاعر دبل په ستاينه کې خپل سپکاوی نه ويني. پښتو ادبي کره کتنه ښايي دپښتو ادب له پيله شته وه؛ خو چې دواړه خوا وې يې يوڅه په نظر کې ونيولې او په پښتو ادب کې يې د کره کتنې دبنسټ ډيره کېښوده، هغه خوشال باباوه، خوشال بابا له دې سره سره چې دنورو ژبو په تقليد يې دخپلې شاعرانه لوړتيا لپاره ځينې شاعران ټيټ وبلل؛ خو کله ناکله يې ديو شاعر په استعداد (لوړتيا) هم اعتراف کړی چې ددغو شاعرانو په ډله کې يو هم ميرزاخان انصاري دی، خوشال بابا دده په اړه په يوه بولله کې وايي:
دميرزا ديوان مې ومانډه په ګوډي
مسخره مې ارزاني خېشکی ځمند کړ
په دغه بيت کې خوشال بابا ميرزا خان خام شاعر ګڼي او ځان ترې لوړښيي؛ خو په يوه بله بولله کې بيادارزاني په شاعرانه وړتيا اعتراف کوي او وايي:
له چانه په پښتو کې ماميزان ليدلی نه دی
ميرزا په دازبان که ويل کړي دي تللي
دشاعرانو په اړه داسې بشپړه کره کتنه په تېره دوره کې ډېرو کمو کړې؛ خو يواړخيزه کره کتنه بيا دهرشاعر په ديوان کې موندلی شو؛ لکه ځينو د خوشال بابا يا عبدالرحمان بابا ستاينه کړې او ځينو بيا غندلي.
له شاعرانو او ليکوالو سره دغه بې نياوه او ناوړه چلند ادب څېړونکي اړکړي چې دکره کتنې لپاره ځانګړي آرونه جوړ کړي. داسې آرونه چې پر علمي بنسټونو ولاړ وي او ادب د پوهنې په ستر ګيو وځيري.
دکره کتنې لپاره د آرونو جوړول له ډېره وخته روان دي او ځينې ادب څېړونکي په ارادي او ځينې نور په نا رادي توګه په دغه برخه کې کار کوي. هغه کره کتونکي چې غواړي دکره کتنې لپاره آرونه جوړ کړي له خنډوځنډ سره مخ دي او داسې بريښي چې ترډېره به دټاکليو آرونو په رغونه برلاسي نشي، داچې ولې به بريالي نشي ياولې دکره کتنې لپاره دآرونو جوړونه ناشونې بريښي، ځينې لاملونه لري چې موږ به پر هره يوه جلا جلا وغږېږو:
کره کتنه د ادبپوهنې ديوې څانګې په توګه يوه ټولنيزه پوهه ده او ټولنيزې پوهې له طبعي علومو سره يولړ توپيرونه لري. په طبعي علومو کې تجربه تکراريدلای شي خو په ټولنيزو پوهنو کې چې له بشري ټولنو او ديوې ټولنې له افکارو سره تړاو لري داکار شونی نه دی لکه دپاني پت جګړه چې راخيستنه يې دتاريخ کار دی بيا په همغه ډول تکراريدلای نشي په طبعي علومو کې يو پيژند تلپاتې او ثابت وي؛ لکه دنيوټن قانون يا (٢+٢=٤) فرمول؛ خو په ټولنيزو پوهنو کې بيايو پيژاند دوخت اوتون له بدلون سره اوړي او تل جامع يا آفاقي نه وي. کره کتنه هم دآرونو په جوړونه ځکه بريالۍ نه ښکاري چې دوخت په بدلون سره خپله بڼه بدلوي او آفاقي ارزښت چې په هر ټولنه کې دچلښت وړتيا ولري نشي ترلاسه کولای. کره کتنه هنر څېړي او هنر ديوې ټولنې له ټولو ارزښتو نو سره کلک تړاو لري، ديوې ټولنې اننګېرنې ننګېرنې، دودونه، متلونه او نور په برکې نيسي، سره له دې چې ارزښتونه دهرې ټولنې ځانګړنې يا ماهيت ټاکي اوله بلې ټولنې سره يې توپيروي، يانې دهرې ټولنې ارزښتونه له بلې هغې سره کورټ توپيرلري او کره کتنه اړده چې د يوې ټولنې هنر دهمغې ټولنې له ټولنيزو ارزښتونو وڅاري. کله چې کره کتنه ديوې ټولنې دارزښتونو او دټولنيز ژوند پيژندنې ته اړباسو؛ نوبيا ترې ښايي دآفاقيت تمه ونه لرو، دکره کتنې لپاره د آرونو جوړونکي هم بايد دې اصل ته پاملرنه وکړي.
تر اوسه دکره کتنې لپاره د آرجوړونې په لړ کې پرټولنيزو اغېزو وغږېدو اوس په دکره کتنې لپاره د آرجوړونې په موخه پر ځاني (فردي) غوښتنو، اننګېرنو، ننګېرنواو تجربو خبرې وکړو. سيمانتيک دمانا او دمانا دمانا څېړنې په ترڅ کې ادعا کوي چې دهر فرد په نظرمانا دهغه دشخصي تجربې مستقيم محصول دی اوهر سړی ديوې ښکار ندې په اړه بيل او ځانګړی نظر لري، يا په بله وينا له يو څيز څخه بيله مانا اخلي چې دغه بيله مانا دنوموړي نړۍ ليد جوړوي. ديوه انسان په توګه کره کتونکی هم ديوې هنري پارچې دکره کونې په ترڅ کې له خپلو فردي تجربو کاراخلي او خپلې هيلې په کې پلټي، دا خبره دکره کتنې لپاره دآرجوړونکي په برخه کې هم دمنلو وړ ده، آرجوړونکی هم يو فرد دی او دنورو په پرتله بيله مانا او تجربه لري چې ښايي کره کتنې ته دآرونو دجوړونې په موخه ترې کار واخلي او آرونه دټولو پر ځای ديوه تن استازي وکړي. همدا راز دفردي اننګېرنواو ننګېرنو شننه هم ناشونی کار دی او د آروجوړونې په لړکې دنورو پوهنو لکه ارواپوهنې، تاريخ... لاسنيوي ته اړتيا لري.
بله ستونزه له يوه ليکوال سره ديوه کره کتونکي مينه يا کينه ده؟ زموږ کره کتنه چې تراوسه نيمګړې ده، يولامل يې شخصي تړاو دی، کله چې يو ليکوال يا شاعر خپله هنري هستونه کره کتنې ته وړاندې کوي، نو کره کتونکي يې ترډېره ځايه له ځاني تړاوه څاري او په دې توګه په بيځايه بعض او مينې سره يو ليکوال زړه ماتي او له پښو غورځوي او يايې دومره ځانپالی کړي چې دخپلې ليکنې يا شعر په اړه دچاسم انتقاد هم زغملای نشي.
دکره کتنې لپاره دآرجوړونې په برخه کې بايد ووايو چې ديوې ژبې ټول ليکوال او کره کتونکي بايد دا آرونه ومني او داکار هم ناشونی ځکه دی چې له يوې خواځينې کره کتونکي دآرجوړونې پلوي نه دي او چې څوک يې غواړي هم؛ نو له خپلې زاويې يې غواړي يايې ټوليزه همغږي ياداسې آرونه چې ټول کره کتونکي يې ومني او پرې راغونډ شي، نشته.
دآرجوړونې پروړاندې بل خنډ دادی چې کره کتنه پوهنه ده او ادب هنر دی. کره کتنه زيارباسي چې ادب د پوهې په آرونو وارزوي، خو ادب بيا دکره کتنې په څېر دپوهنيز منطق تابع نه دی؛ بلکې خپل هنري منطق او له پوهې بيل ارزښتونه لري. کره کتنه دعقل مني؛ خو ادب بيا دښکلا پراحساس او ذوق اغېزښندي او دښکلا او ذوق پيژند يا تجريد او تحديد ډېر ستونز من کار دی، ګنې تراوسه به دښکلا په اړه يو پېژند موجود وای.
دادب او کره کتنې همدغو اختلافاتو سره دواړه ليرې کړي او کره کتونکي يې اړايستي چې دخپلې پوهې په مټ ديوې هنري هستونې نزاکتونه او هنري منطق درک کړي. کره کتنه دهمدغه بنسټيز توپير له مخې هيڅکله ادب په بشپړه توګه نشي درک کولای.
په پای کې بايد ووايم چې دغه خنډونه تل دکره کتنې لپاره دآرجوړونکي پښې وهي او نه يې پرېږ دي چې د پوهې په مټ د هنر لپاره آرونه جوړ کړي.