هنر درنګونو، شکلونو، حرکتونو، غږونو، وييونو او... داسې شعوري هستونه او منطقي اوډون دی چې دانسان دښکلا پر احساس اغېزه وکړي، يا په بله وينا هنر درنګونو، شکلونو، حرکتونو، غږونو، وييونو او... يو پر له پيېلی او منظم جوړښت دی چې دهمدغه نظم او اوډون له کبله پراوريدونکي يا ليدونکي اغېزښندي او ليدونکي يا اورېدونکي ورته دښکلي خطاب کوي. نظم چې دڅوڅيزونو (لکه رنګونو، وييونو او...) ترمنځ دهمغږۍ او هماهنګۍ دپېداکولو له لارې ښکلا رامنځته کوي او دغه ښکلابيا هنر باله شي، يوازې په هنر پورې تړلی نه دی؛ بلکې په ټولنيز ژوند کې هم ښکلی هغه چاته ويل کېږي چې کړه وړه ياد مخ کاسه يې ښايسته وي او مخ هله ښايسته ګاڼه شي چې دبېلابيلو توکونو ترمنځ يې اړينه هماهنګي شته وي، موږ هغه چاته ښکلی نه وايو چې خوله يې غټه او پوزه يې وړه وي يايې پاسنۍ شونډه لويه او لاندينۍ هغه لنډه پنډه وي، همداسې دمخ دنورو برخوترمنځ همغږي هم درواخله. داسې خلکو ته موږ بدرنګ وايو.
له دې دومره اوږدو خبرو څخه موخه يوازې دښکلا او هنر ترمنځ داړيکو ځيرنه وه.
دهنر په ټولو ځيلونو کې دنظم شتون اړين اوبنسټيز توک دی او بې له نظم څخه هنر رامنځته کېدای نشي؛ خو داچې ددغې ښکلا او نظم هستونکي دکوم احساس له مخې اړ کېږي داسې نظم رامنځته کړي يوه پيچله سکالوده او موږ غواړو په دغه ليکنه کې پرې وغږيرو. تر دې ترمخه بايد يادونه وشي چې پوهنيز نظم اوهنري اوډون سره توپير لري، په پوهنيز اوډون کې دتوکونو ګډون علمي او پر عقل ولاړ وي؛ خو په هنري اوډون کې بيا داسې څه سره يو ځای کېږي چې پوهه او په تېره ساينس يې زغملای نشي، دهنري اوډون همدغه ناپوهنيز امتزاج دهنر آر ارزښت دی او پربنسټ يې هنري بنسټونه (بديع، بيان، انځور او...) رامنځته شوي دي.
په دې ليکنه کې به پرټول هنر نه بلکې دهنر ديوې برخې په توګه به يوازې پر ادب خبرې وشي. او وبه ليدل شي چې ادب له مينې سره څومره نږدې اړيکې لري.
د نړۍ په هرګوټ کې چې هر چا ادب ته مخه کړې نو موخه يې درياضي دفرمولونه تشريح يادغواګانو دنارغويو ښوونه نه ده پاتې شوې؛ بلکې له دې لارې يې غوښتي چې خپله عاطفه، مينه، پيغام او احساس نوروته وليږدوي او دسم او رسالېږد لپاره شرنګېدلي اورنګين وييونه وټاکي.
تر اوسه به هيڅ داسې ليکوال يا شاعر نه وي تېرشوای چې مينه يې دخپل هنر الهه نه وي بللې؛ بلکې هريو په هنر کې دمينې پر برلاسي اعتراف کوي او وايي:
ستاستر ګې غزلې که اشناراته رامخ نه وای.
وم به زه شاعر خو ماغزل کله ويلای شو
((حمزه بابا))
خو مينه چې څومره زوروره او ځواکمنه وي، شاعر هغومره حساس اودمينې دغه ځانګړي کيف، حال يا احساس ته ورنږدې وي، چې دهمدغه نزديکت له کبله هنر ارزول کېږي او پياوړی شاعر هغه چاته ويل کېږي چې دليونۍ مينې په مټ دغه کيف يا احساس ته ورلنډ وي او په نسبتاَ بشپړه توګه يې انځورکړي. يو شاعر چې څومره په مينه کې دردېدلی او کړېدلی وي، شعر يې هغومره خوږ او هنري وي. ددې ترڅنګ بايد داهم وويل شي چې مينه يوازې هغه نه ده چې دزلمي او پيغلې ترمنځ وي؛ بلکې مينه دښکلا په څېر په طبيعت کې پاشلې ده او هر څه چې ښکلا ولري، مينه زيږوي، دمينې او ښکلا ترمنځ دغه فلسفي تړاو په هنر کې له ورايه ښکاري. ښکلامينه هستوي او مينه هنر چې هنر پخپله هم ښکلا ده؛ نو مينه هم دښکلامخلوق او هم خالق دی.
لکه ترمخه چې ورته نغوته و شوه مينه په طبيعت کې شيندلې ده، انسان پر هر څه مينېدلای شي او دا دمينې د بېلابيلو رنګونو او ډولونو ښکارندويي کوي، يو سړی ښايي له خپل هېواد يا کورنۍ، مذهب اويا له يو شخص سره مينه ولري، که بيايې هم راسره نه منئ او يا دا وايئ چې يومينه باقي ده نورې کل مينې فانې دي او له مجازي ميني پر ته بلې مينې ته تن نږدئ ياپکې دهنرد زيږولو وړتيا نه وينئ ؛ نو راشئ دمذهبي مينې زور دعلامه اقبال په شاعرۍ کې وګورئ. علامه اقبال په نړيواله کچه دوه مشهورې اوشهکارې منظومې لري چې ((شکوه)) او ((جواب شکوه)) نومېږي. ((شکوه)) او ((جواب شکوه))هغه ټولې ځانګړنې اوښېګړې لري چې بايد يو شعر يې ولري. په ((شکوه)) کې بغاوت اوج ته رسېدلی او له اسلام سره دعلامه اقبال ريښتنې اوسپيڅلې مينه ښيي. يوځل بيا وايم چې علامه داسلام له کبله نه؛ بلکې له اسلام سره دليونۍ مينې له لامله نړيوال شهرت تر لاسه کړ او شهکار شعرونه يې و پنځول.
هغه که د((شکوې))په يوه برخه کې خدای ته دا وايي چې:
کبهي هم سی کبهي غېرون سی شناسايي هی.
بات کهنی کي نهين توبهي تو هر جايي هی.
نو داسلام له مقدس دين سره خپله بې کچې مينه ښکاره کوي او دزړه له درده د مسلمانانو پر حال ژاړي.
که تاسې غواړئ چې دحقيقي مينې زور او نسبتاَ بشپر رنځور ووينئ؛ نو دحمزه بابا تصوفي شاعري ولولئ.حمزه بابا په خپله شاعرۍ کې ديوصوفي حال او دزړه له تله راوتې ((سماع))ډېره ښه انځور کړې او دايې ښوولې چې دخالق او مخلوق ترمنځ هم سپېڅلې او سوچه مينه راټوکېدلای شي.
دحمزه بابا دڅړيکو په استازۍ به دهغه يوازې دادوه بيته وړاندې کړو:
څو خبرې مې په زړه وي خو سلګۍ شي
توپاني سترګوته ستاچې په کاته شم
شمع رويه چې رقيب ته په خندا شې
لکه دود دې له محفله په واته شم
دحمزه بابا تصوفي شاعري دپياوړې حقيقي مينې په برکت ډيره ښکلې اوپياوړې ده.
همدراز که غواړئ له هېواد او ولس سره دمينې زور ووينئ؛ نود اروښاد ملنګ جان شاعري وځيرئ. ملنګ جان له پښتونستان سره نه ماتېدونکې او دجنون تربريده مينه لرله. له پښتونستان پرته يې سندرې نه ويلې؛ بلکې هغه يې خپله محبوبه بلله او که به اړهم شوم؛ نوبيابه يې هم په نامستقيمه توګه ويل:
چاغوږکې راته وويل چې جانان مه يادوه
دسرو شونډو دپاسه سورپيزو ان مه يادوه
دملنګ جان شاعري له همدې کېله خوږه او په پښتنو کې مشهوره ده چې له پښتو او پښتونستان سره ليونۍ مينه لري، دنوموړي داشعر چې:
زه په پښتو او پښتو نواله باندې سر ورکوم
ډېر مشهور او خوږدی.
په پای کې يو ځل بياوايم چې هنر بې له ليونۍ مينې هستيدلای نشي؛ ځکه:
پرتامين شوم چې له سترګو دې سندرې غلاکړم
ما اورېدلي دي هنر وي دمين سندرې.