له ډېر وخت راهيسې دلته او هلته خبرونه اورو چې وسله والو کسانو، ښوونځی سوځولي، معلم يې وژلی اويايې زده کوونکي وژلي او يايې هم ښوونځي ته په څېرمه سيمه کې بمي چاودنه کړې او زده کوونکيو ته يې ګواښونه کړي چې که ښوونځي ته لاړشي، نووبه وژل شي.
دغه کسان چې دغه کرغېړنه عمليه پرمخ بيايي، ځانونه مسلمان او دغه عمل ته بيا جهاد هم وايي. په داسې حال کې چې اسلام د علم، پرمختګ او تمدن قانون دي او که پر دغه خبره زموږ له خولې باور نه کوي، نو يوځل دې ځان ته زحمت ورکړي او له ٤٠ هـ ق کاله دې تر ١٩٢٤ ميلادي کاله دمسلمانانو تاريخ وګوري چې په دغو کلونو کې چې مسلمانانو دځمکې پرمخ لوی حکومت درلود، څومره اکتشافات او اختراعګانې شوې او په دغه اوږده موده کې بشري تمدن دمسلمانانو د علمي هڅو د احسان څومره منتبار دی او نن غير مسلمان ليکوالان او پوهان داسلام دعلمی کړنو څومره يادونه کوي؟ نن چې دغه کسان دطالبانو په نامه دغه کارونه ترسره کوي، داسلام په تاريخ کې يې څرنګه توجيه کولای شي؟
اوس که يو څوک پورته کېږي اونيوکه کوي چې د مکتبونو چاپيريال دزده کړې لپاره مناسب هم نه دی، نو پکاردي چې ددغې نيمګړتيا دله منځه وړلو لپاره هم مناسب علمي اصلاحي غور ځنګ پيل شي، نه داچې معلم ووژنو، ښوونځي ته اور واچوو اوزده کوونکي تهديد کړو.
نن موږ دښوونځيو په تعليمي نصاب کې داسلامي علومو دزده کړې لپاره ځانګړی مقام ګورو او په هيڅ صورت کې هم داور اچولو او ښوونځيو د دروازو تړلو لپاره کوم دليل نه شي پيدا کېدای. که د ښوونځيو دزده کوونکيو او ښوونکيو ګناه داوي چې دولت ښوونکي ته معاش او زده کوونکيوته کتابونه ورکوي، نوله دولت سره دوی په جګړه کې دي، نوځکه خويې نه پرېږدي، داهم دليل نه شي کېدای. مهرباني دې وکړي، دوی دې دغه کار وکړي، دولت به يې هيڅ نه کوي خو ددروازو تړل خو هيڅ معقوله لاره نه ده او نه دا چې د ديني طالب العلم له نامه سره نه ښايي چې دا په حقيقت کې دديني عالم په نامه له علم سره دښمني ده، چي پرته له دې چې دجهل څپه يې وبولو، بل هيڅ نوم ورته پيدا کولای نه شو.
په يووشتيمه پېړۍ کې چې بشر په لايتناهي فضا کی څېړنی پيل کړي اوهره ورځ فضا ته دڅېړنو له ليارې مصنوعی سپوږمکۍ لېږي او نوي نوي اکتشافات کوي، خو موږ تراوسه په مورنۍ ژبه کې ليک لوست زده کولو ته نه پريښودل کېږو او دا ديوه سلمان په نامه راته ډېره دشرم خبره ده او هره ورځ چې په دې اړه خبرونه اورو، له شرمه موسرنه پورته کېږي، خو د دولت مخالف وسله وال کسان پردغه کار وياړي. که څوک له هغوی نه وپوښتي چې دغه لوکس لوکس موټر او مخابرې چې تاسو په خپل ورځني ژوند کې ترې کار اخلئ او ستاسو دمبارزې هڅې يې ښې په خوند ګړندۍ کړيدي، دا له کومه شوې، نولږ ترلږه خوبه دومره وايي چې داساينس او تکنالوژۍ جوړ کړي، په دغه ځای کې هم نه پوهېږي چې هغوی څه کوي؟؟.
دجهاد او اسلام تر عنوان لاندې له مکتب او معلم سره دښمني کول په ډاګه دعلم او حکمت سره جګړه او دښمني ده.
دتعليم او تعلم لړۍ تر ټولو وړاندې اسلام پيل کړې او د اسلام ستر پيغمبر(ص) خپل ځان معلم ښودلې دی. هلته چې وايي ((انابعثت معلماَ))
زه د بشريت لپاره معلم او يا ښوونکی رالېږل شوی يم، ځکه خود اسلام له راتګه وروسته په ټول بشريت کې دښوونې او زده کړې لړۍ ګړندۍ شوه. رښتيا څوک چې خپل تاريخ هېر کړي، نو په نړيوال ډګر کې يې هويت ورکېږي او د طفيلي حيواناتو په شان دبشريت داوږو باروي او هيڅ تعريف نه لري.
ددولت له ټولو مخالفينو څخه زموږ هيله داده چې له دولت سره دمخالفت په چوکاټ کې چې هر څه کوي خو وايي به چې دغه حکومت موخوښ نه دی، خو له ښوونځي، ښوونکي او... سره مخالفت او ورانول اووژل ورته د افغان په توګه هم دتوجيه کېدلونه دی. که طالب او که بل هر مخالف وي، هسې شان کړنې ورته شرم دي او په دې کار سره ټول نړيوال راپورې خاندي. مخالفت سره دښوونځيو په سوځولو او معلمينو پر وژلو نه کېږي. لږ دې خپل سرګريوان ته ټيټ کړي او له دې وروسته دې داسې کارنه کوي چې خلک دافغان په نامه راپورې ملنډې ووهي او د جاهلانو اصطلاحګانې راته وکاروي، که پاکستاني آخوندان ورته فتواګانې ورکوي، دانه فتوی ده اونه هم پاکستاني آخوندان په دين کې زموږ مرجع ګڼل کېږي. اسلام له افغانستان پاکستان ته تللي اوزموږ او ستاسو پلرونو هغوی ته اسلام ښودلی، نو نن څنګه بيا د اسلام په چوکاټ کې هغوی ته غوږ ونيسو؟؟؟
هيله، هيله، هيله او په تکرار سره مو هيله همدا ده اوبس.