ژبه دانسانانوترمنځ داړيکو بنسټ دى.له څېړنوښكاره شوې،چې  مرغان اوژوي هم مانادارغږونه باسي. خپل ډار،خوښي اوهيله مندي دچونګېدلو، غپلو اوسونګېدلوله لارې ښکارۀ کوي، خودانسانانوغوندې خپل افکار په ژبه نشي راوړای.ځكه انسانان کابوټول هغه څه چې احساسوي اويايې په فکرکې ګرځي څرګندولای اوويلای شي.
ژبه دعکس يامېزپه شان بشپړمحصول نه وي،بلکې تل دبدلېدوپه حال کې وي. دوخت په تېرېدو سره پكښې نوې کلمې رامنځته کېږي اوزړې له کاره لوېږي.دجملواوډون او پښويز نرخونه(ګرامري قواعد) يې بدلون مومي. دبېلګې په ډول چوسر(Chaucer)[۱]په ١٣٠٠ ميلادي کلونوکښې په انګرېزۍ ژبه كې  د کينټربري  نكلونو(Tales Canterbury  )   په نامه يو کتاب ليکلی.خودهغۀ اواوس مهال انګرېزۍ ترمنځ ډېر توپيرراغلی.نن ورځ ډېرلوستونکي په سختۍ سره، دهغۀ پرانګرېزۍ پوهېږي.
ژبه مصنوعي وسيله ده.کله چې ماشوم نوی پيداشي،خبرې نشي کولای.اواړتياوې يې ډېرې لږې وي.عمومآ خپلې اړتياوې دژړاله لارې پوره کوي.څومره چې ماشوم لوېږي، اړتياوې يې ډېريږي اواړکېږي ،چې داړتياودپوره کولولپاره ډېرڅه ووايي.
کوم مهال چې کوچنی پرغږېدو پيل کوي، نواول کې  يې غږونه محدودې ماناوې ورکوي. اول دماناو په اړه ډېرڅه زده کوي.له هغوکلمونه چې ماشوم يې لومړی زده کوي ، يوه دسپي  dog کلمه ده.ډېرکوچنيان په اول کې ګومان کوي چي ټول څلوربولي حيوانات به سپيان وي، خووروسته پوهېږي، چې يواځې يوخاص ډول حيوان ته سپی وايي، نور `غوا` يا `پيشو`ګڼل کيږي. او همدا دماناو په زده کړه کې لومړی ګام ګڼل کيږي.
داشان  وروپه وروماشومان پر دې هم پوهېږي چې ځينې مهال يوشان او ورته غږونه بېلابېلې  ماناوې ورکوي. پوهېږي چې دانګرېزۍfall غورځېدلو او همدا fall دخزان موسم ته هم وايي.ماشومان دوخت په تېرېدو سره ډېر څه زده کوي،خو داټول مصنوعي دي....
ليکنۍ ژبه هم دګړنۍ ژبې په څېر مصنوعي وي.دژبوالف بې تې په بشپړډول دهغونخښونښانومجموعه وي،چې دژبو دغږونو دښودلولپاره استعمالېږي.کچېرې غوښتل شوي وای نوABC دمثلث، مربع اومستطيل په بڼوهم ښودل کېدای شوای.او له دې سره به په ژبه کې هيڅ توپير هم نه ؤ راغلی !

ژبې څنګه منځته راغلې؟
پدې اړه چې ژبې څنګه منځته راغلې اوانسان په لومړي ځل څنګه خبرې پيل کړې، څونظرونه موجود دي. خولاتراوسه يو هم په کره توګه دمنلووړندی.دژبوځينې زده کوونکي پر دې اند دي، چې په لومړيو کې انسان دچوغکو او حيواناتو په څېر غږونه وېستل.خو دژبو ځينې نورپوهان بيا پردې باوري دي، چې په لومړيو کې انسان دهغو غږونو، چې خپل چاپېريال کې يې اورېدل پيروي کوله. د پيروۍ په نتيجه کې له غږونو نه کلمې جوړې شوې.غالبآ د Buzzکلمه چې دمچ دبنګهاري ماناوركوي، به له همدې لارې رامنځته شوي وي.[۲] خودډېرونوروکلموجوړښت له دې نظرسره، سرنه خوري.
پدې اړه نوروپوهانوهم ډېرنظرونه وړاندې كړي، خو يوهم سل په سلو کې دډاډ وړ نه ښکاري.البته په هرنظركښې دڅه ناڅه ريښتينولۍ څرك لګېږي. په غالب ګومان ژبه د تړون او پلان له مخې رامنځته شوې نه ده. بلکې دانسان له اړتيا سره جوخته منځته راغلې ده. او  اوس هم همداسې پرمختګ کوي...دنن زمان ژوندۍ ژبې له هراړخه پوره ندي.ځينې خيالات پکښې په سختۍاو ځينې پکښې په اسانۍ  ويل كېداى شي او ځينې پكښې داظهار اوبيان څو،څولارې او ګودرې لري...

ژبه څنګه وده کوي؟
  دژبې پرپرمختګ اوودې ډېر څيزونه اثر کولای شي.جګړې، سوداګري او دوګړيوله يوځاى نه بل ځاى ته لېږدېدنه  ژبې ته وده ورکوي اويايې دمرګ کندې ته غورځوي.يو مهال لاتين ژبه دجنوبي اولويديځې اروپا پر يوې غټې برخې واكمنه وه.رومي پوځ له ځان سره هغو سيموته چې دروم امپراتورۍ لپاره يې نيولې وې ، وړې وه.خو کله چې رومي امپراتورۍ دشمال ختيځ له لوري ديرغلګروپرلاسوکښېوته  او واکمني يې پای ته ورسېده، نوتقريبالاتين هم ورسره مړه شوه. اواوس يواځې په رومن کاتوليکوکليساوو، ددرملولپاره دنسخو په ليکنې، د بوټواوحيواناتو په نومونې کښې استعمالېږي.
   په شمالي امريکا کښې لومړني مېشت شوي استعمارچيان انګليسان ول،نو له دې امله دهغوی ژبه(انګرېزي) دمتحدوايالاتو ژبه وګرځېده.همدغسې په لاتيني امريکا کښې هسپانويان لومړني مېشتېدونكي يرغلګر ول، نو دهغوۍ ژبه(هسپانوي) هم له دې لارې دجنوبي امريکا په ډېروهېوادونو کې حاکمه شوه.
امريکايي ، برتانوي او کاناډايي سوداګران دنړيوالې سوداګرۍ ډېره برخه په لاس کښې لري ، نوهمداده چې دنړۍ په ډېرو سيمو کې انګريزي پرمختګ کوي او دډېروهېوادونودوهمه ژبه ګرځېدلې ده....
همداشان دبېلابېلووګړيوترمنځ اړيكي هم ژبه شتمنولاى شي.دساري په توګه په ١٠٦٦م کال کښې، پرانګلستان د(نارمن فرانسويانو) له يرغل نه مخكې انګرېزي د(انګلوساکسون) يوه لهجه وه. (نارميان)پر فرانسوۍ ژبه غږېدل.وروپه ورو(نارمن فرانسوي) او(انګلوساکسون) سره ګډې شوې او  دانګرېزۍ غټه برخه ترې جوړه شوه.په ( انګلوساکسون)کې دغوايي او غوښې لپاره يوه کلمه کاو=Cow موجوده وه.خو فرانسوۍ د`غوا` او `غوښې` لپاره ځانته، ځانته کلمې درلودې. غوښې ته يې بوف= boeuf وايه، همدغه کلمه انګرېزۍ ترې واخيسته او خپله تشه يې پرې ډکه کړه.
همدغسې ژبه دنويوکلمو جوړولو، دسلنګ يا ناادبي ژبې پرځای او سم استعمال له لارې هم پرمختګ او وده کولای شي...
لمن ليكونه:
[۱] چوسر په ۱۳۴۳\۱۳۴۲ زيږدي كال دانګلستان په لندن(؟) ښاركښې زېږېدلى اوپرپينځه ويشتم اكټوبر۱۴۰۰ زيږدي مړشويدى. دى له شېكسپير نه وړاندې دانګرېزۍ ژبې لوى شاعربلل كېږي. دۀ پرشاعرۍ برسېره نثرهم ليكلى دى. دى لومړى ليكوال او شاعر دى،چې دانګلستان جنوبي لهجې ته يې دانګلستان دادبي ژبې بڼه وركړېده.
 [۲] په پښتوكښې هم ځينې كلمې لكه دكارغۀ كلمه د كارغه له غږ( كاغ، كاغ) نه، دچوڼ چوڼې كلمه دچوڼ چوڼې له غږ( چوڼ، چوڼ) نه، دكوړكې كلمه دچرګې له غږ( كوړت، كوړټ) نه، دغوا كلمه دغوا له غږ( باا، امبا)نه او بنګېدلو كلمه  دمچ له غږ(بنګ،بنګ) نه  رامنځته شوې ښكاري.