په دې وروستيو کې موله خبري رسنيو څخه واوريدل چی ايتلافي ځواکونو ديوې ځان وژونکي يرغل څخه وروسته په کندهار کې په ملکي وګړو وسلې راوړولې چې له لامله يې زمونږ يو شمېر بې ګناه افغانان شهيدان او ټپيان شول. خو وروسته ايتلافي ځواکونو قوماندان داپيښه يوه اشتباه اوتېروتنه وګڼله او ويې ويل چې ځواکونو يې ددويمې ځان مرګې حملې له وېرې هوايی ډزې پيل کړې چې دځينو بې ګناه خلکو دمړينی لامل شوې. که چيرې دې مسيلې ته فکر وکړو، نو دالومړی ځل نه دی چې ايتلافي او سوله ساتي ځواکونه داډول تېروتنې کوي بلکې د هغوی ځواکونو دډزو او هوايي بمباريوله لامله د ٢٠٠٦ ميلادی کال له پيل څخه را هيسې زموږ دهېواد د٤٦٠ په شاوخواکې بی ګناه وګړي قرباني شوي دي داخو هر افغان او هرنړيوال ته دلمرغوندې څرګنده ده چي افغان ولس د هر دښمن دخولې هغه سوک دی چی تل يې دبهرنيو او پرديو کږې خولې و رسمې کړې دي، خودا چې اوس مهال نړيوال ايتلافي ځواکونه افغانستان ته د کومک اوسولې ټينګولو په نامه د ميلمنو په توګه راغلي، افغانان يې د مېلمنو په حيث قدر کوی سره له دې چې دهربيګانه د خولې سوک هم دي، خو دخپل ملي کلتور او عنعنې له مخې دميلمه ډېر عزت کوي. آن که چيرې ميلمه دکور بانه په کورکې ځينی تېروتنې هم وکړي، نو افغانان يې دميلمه والي په خاطر بابېزه تېروي خوکه ميلمه د خپلې ميلمه پالنې قدر او ارزښت ونه پيژني اوله بړستنې پښې و باسي او دکوربانه خيال ونه ساتي، نوبيا په دغه صورت کې له خپل ځان، مال او ناموس څخه په نره دفاع کوي.
داهم بايد له ياده ونه باسو چې هر افغان خپل دوست او دښمن ښه پيژني او هيڅکله هم ددوستانو ښيګڼه دخپلې وفا له مخې له ياده نه باسي، خود خپلو اتلوليو دپنځه زره کلن تاريخ له مخې دخپلو نيکونو او پلرونو په پله پل ږدي او د خپلې خاورې دساتنې لپاره له هيڅ ډول ستونزو او کړاونو څخه ځان نه دريغوي. که ايتلافي او سوله ساتي ځواکونه زمونږ هېواد ته د خلکو دسرساتنې او سولې دټينګښت لپاره راغلي وي، نوموږ ته داپوښتنه راو لاړيږي چې ولې زمونږ بې ګناه افغانان په تکراري توګه خپل ژوند له لاسه ورکوي او دايتلافي ځواکونو دبې پروايۍ اوبې احتياطی قربانې کيږي آن داچې څو ورځې دمخه زمونږ دهېواد په سهيل کې يوملنګ هم په ډزو کې مړشو همداراز تير اوړی په کندهار کې زموږ يوتن هېوادوال چې دخپلو اولادونو لپاره يې ديوې ګولې ډوډۍ دپيداکولو لپاره خپله ريکشا چلوله، دشپی پرمهال چی هغه ما خوستن خپل کورته ته، نوهغه هم له دې ويرې چی ګنې دا پر ايتلافي عسکرو ځان مرګی بريد کوي، دايتلاف دقواوله خوا وويشتل او ووژل شو وروسته داتيروتنه وبلل شوه او ...
همداراز دکونړپه ولايت کې د سيمييزو مشرانو د جرګې پرمهال زمونږ لس تنه قومي مشران په يو کورکی ووژل شول او... هغه تيروتنې دی چې زمونږ دهېوادوالو او بهرنيو او ايتلافي ځواکو ترمنځ يې واټن رامنځته کړي او دخلکو هغه اعتبار او باور چې په لومړيو کې يې په خپل حکومت او بهرنيو پوځونو کاوه، ددښمنۍ درشل ته نږدي شوی دی چی له دی لامله په سيمه کی هم د افغانستان ګاونديو ته په افغانستان کې دلاس وهنې زمينه برابره شوې او امنيت ورځ تربلې دهمدې بهرنيو ځواکونو د بې احتياطيو او ځنې نورو لاملونو له لامله د خرابيدو پر لور درومي که چيرې دايتلافي ځواکونو داډول بي احتياطي دوام و مومي، شونې ده چې ګاونډي پاکستان په دخپلي لاس وهنې لمن نوره هم پراخه کړي او د افغانستان دحکومت مخالفينو ته به داچانس په لاس ورشي چې دبې امنيتۍ او ګډوډۍ نه په استفاده دځان ملګري ډير کړي او دولس باور په حکومت اوبهرنيو ځواکونو نور هم کم کړي چې داپخپله ددې سبب کيږي چې ملت او ملي روحيې داسې سنګرونيسي چې دافغانستان داوسني دولت او بهرنيو ځواکونو دسختو ستونزو لپاره به لاره هواره کړي، لکه څنګه چې د مجاهدينو د بې احتياطيو، ګډوډيو، پاټک اچونو، چوراوغلا وو څخه په استفادې طالبانوته ددې موکه په لاس ورغله چې له ګډوډی څخه په ګټه اخستو له د مجاهدينو حکومت راوپرځوي او هغه مينه چې په لومړيو مجاهدينو سره لرله دګډوډيو او د بی ګناه انسانانو وژل... يې ددې سبب شول چې خلک د طالبانو ملاتړ وکړي حال داچې تردې دمخه طالبانو هيڅ نظامي او سياسي نوم او شهرت هم نه درلود مګر شوروي اتحاد ته د افغانستان دمجاهدينو ماته ورکول د مجاهدينو د ډير قوت اوځواکمنيتا ښه بيلګه ده او هغه وخت له دوی سره دافغان ولس دپوره ملاتړ او مينې ښه څرګندونه وه. په پای کې يوځل بياټينګار کوو چې له تيروتجربو څخه په ثبوت هسې نه چې دافغانستان د اسلامي جمهوري دولت هغه باور چی ملت پرې کړی دايتلافی قواوو د بې احتياطۍ له لامله له منځه لاړشي او حالات دپخوا په څير ګډوډ شي ځکه چې د افغانانو لومړنۍ او يوازينۍ هيله په افغانستان کې دامنيت ټينګښت او ددوی د سرسلامتيا لپاره دسولې راوستل دي نه دهغوی وژنه او دامنيت خرابوالی چې دافغانانو دنورو ستونزو دزياتيدو او دزړه دتنګيدو لامل شی. مونږ په دري ژبه کې متل لرو: ((به تنگ آمد – به جنگ آمد)) چې ريښتينوالی يې دايتلافي ځواکونو د بې احتياطيو او په ژمنو کې د نړيوالو دپاتې کيدوله لامله شونې بريښي.
که دغه پيښې همداسې تکرار شي او مخه يې ونه نيول شي، نو افغانان به په تنګ شي او د ځان ددفاع په لاره کې به يې په جبري او قهري توګه مورچل نيسي او داهم ډاګېزه ده چې په جګړه کې بيا افغانان سراوپښې نه پېژني اوڅوک يې هم سيالي کولای نه شي.