اورغورځوونكي غرونه (VOLCANOES)

اورغورځوونكي غرونه هم د زلزلو په څېر ناڅاپه چوي او له غارونو څخه يې ډبرين مواد، خاوره، ګرمې اوبه، او ګرمه ويلې شوې ماده چې (لاوا) نومېږي بهر خواته راوځي. دا مواد په دومره زور او توان سره راوځي، چې شاوخوا سيمې له ځان سره خوځوي او د غرونو له چاودلو څخه د زمكې خوځښت منځته راځي.دا مواد په پرله پسې ډول يا په دمه، دمه د غره له خولې او سوريو څخه راوځي. په هو كې له ډېر اوچتېدو څخه وروسته بېرته د زمكې په لور رالوېږي. په عام ډول دا مواد د اورغورځوونكيو غرونو چار چاپېره سيمه رانيسي. په لومړيو وختونو كې به يونانيانو د داسې غرونو لمانځنه كوله، نو لدې مخې يې په ولكانو (volcano) چې د (اور خداى) مانا وركوي او د دوي پر ولاندې يې سپېڅلتيا لرله، ونوماوه.  

 

د غرونو كار همدا دى، چې د زمكې له تل څخه د هغو ګرمو موادو (لاوا) په راويستو كې مرسته كوي. او دا هغه عمل دى، د كوم په ذريعه چې لاوا او غازونه د زمكې له تل څخه راوځي.

 

 

د اورغورځوونكي غره خوله

د اورغورځوونكي غره خولې ته (Crater) وايي چې شكل يې د پيالې په څېر وي. ددې غرونو غارونه يو له بله توپير لري، ځينې غرونو كې بېخي غارونه ښكاري نه، ځينو كې دا غارونه تنګ او ژور وي. په ځينو اورغورځوونكيو غرونو كې ډېر پراخه وي چې دې ډول غار ته (Caldera Crater) وايي. دا ډول غارونه د هاواى په اورغورځوونكيو ټاپوګانو كې ليدل كېږي. دې ډول غارونو ته كه چېرې نظر واچول شي نو ويلي شوي مواد به تر ډېر وړاندې پورې په نظر راشي. داسې غرونو څخه هروخت دوړې او د اور شعلې په پرله پسې ډول راوځي.

په لومړي ځل د زمكې له سطحې څخه د كوم سوري يا درځ څخه دننني مواد بهر راوځي. دا حالت په لومړۍ پوړ كې د غره شكل نلري. د وخت په تېرېدو سره دا مواد د غار په شاوخوا راټولېدو څخه يو لوړ غوندې غونډۍ جوړېږي، چې په پاى كې د غره شكل غوره كوي. دا غر په خپل منځ كې يو سورې پرېږدي ترڅو د زمكې ګرم مواد (لاوا) د سړښت لپاره د زمكې سرته راوخېژي، چې دا مواد د اورغورځوونكيو موادو په نامه يادېږي.

اورغورځوونكي مواد

اورغورځوونكي مواد په درې ډلو وېشل كېږي:

۱- ويلې شوي مواد (Lava)

۲- كلك مواد (Solid material)

۳- غازونه (Gases)

 

 

ويلې شوي مواد (Lava)

د زمكې له دنننۍ برخې څخه ګرم ويلې شوي بهېدونكي موادو ته لاوا وايي. دا مواد د ډېر اهميت وړ مواد دي. دا لاوا له ويلې شويو ډبرو او ډول، ډول معدنې ډبرو څخه ډكه وي، چې دا لاوا هم بيا په دوه ډوله  وېشل كېږي.

۱- تېزابي لاوا (Asid Lawa)

۲- اصلي لاوا (Basic Lawa)