له څو ورځو راهيسې په امريکا کې د ملګرو ملتونو يو شپيتمه سر مشريزه غونډه روانه ده. په دغه سر مشريزه کې د افغانستان او فلسطين د مسألو ترڅنګ د ايران اتومي مسأله د بحث وړګر ځېدلې ده، د يادوني وړده چې ايران له څه مودې راهيسې د يو رانيمو پر غني کولو بوخت دی ــ چې ځيني اروپايي هېوادونه او امريکا د ايران پر دغه کار ترټولو زيات انديښمن دي ــ امريکا خو څوځله پر ايران غږ وکړ چې د يو رانيمو د غني کولو پروګرام دې بند کړي، خو ايران بيا وايي چې په سوليزه توګه د يورانيمو غني کول او د انرژي په توګه ترينه ګټه اخيستل د ايران حق دی ــ درې مياشتې د مخه د ملګرو ملتونو له خوا ايران ته وخت ورکړ شو چی، که ايران د غنې کولو پروګرام ونه دروي ــ نو اقتصادي او نړيوال تجارتي بنديزونه به پرې ولګول شي ــ امريکا بيا په خپلو ګواښونو کې يو څه تېزوالی هم راوستي دی ــ امريکا تر ايران د مخه پر عراق باندې هم د غسې ګواښونه کړي وو، بنديزونه يې هم پري لګولي وو، او په پای کې يې پرې يرغل هم وکړ ــ د عراق جوړ حکومت يې ړنګ او په تېرو در يوکلونو کي په عراق کې (48000) تنه وژل شويدي.
خو ډېر ژر د امريکا تورونه بی بنياده و ختل او ملګرو ملتونو په عراق کي د اتومي موادو او وسلو هيڅ نښانه ونه مونده ــ او د نړي ډېر خلک، د امريکا پر دغسې بي بندو باره کړنلارې، بي باوره شول، تردې پورې چې خپله اروپايان او امريکايان په خپلو کړنو باندې پښيمانه شول.
اوس يوځل بيا امريکا غواړي دغه بې باوره کړ نلاره تکرار کړي ــ خو دا ځل بيا مسئله داسې نه ده، په خپله په ملګرو ملتونو کې غړي هيوادونه هم په دې کار کې له امريکا سره مخالف دي ــ خو امريکا بيا هماغسي په خپل ځاي ولاړه ده، د ځينو سياسي کارپوهانو په اند امريکا پر دي مسئله باندې ځکه زيات زور اچوي چې د ايران ځواکمنيدل، د اسرائيلو لپاره لوي خطر دي او امريکا د اسرائيلو ملاتړ کوي، ايران ويي که امريکا رښتيا له ذروي وسلو پاکه نړۍ غواړي، نولو مړی دې د اسرائيلو پلټنه وکړي او د هغوی اتومي پروګرام دي و دروي، او ددې ترڅنګ دې د فلسطين مسئله حل کړي چې څه باندې پنځو سوکلونو راهيسې هماغسې پر خپل ځای پاتې ده، خو داسې بريښي چې امريکا له ايران سره کومه سياسي او مذهبي عقده پالي ــ هغه داده چې ايران يو اسلامي هيواد دي ــ او امريکا دا نه شي زغملی چې يو اسلامي هيواد دي، اتومي تکنالوجي تر لاسه کړي ــ تر سر مشريزي غونډي دوه ورځې د مخه د فرانسې جمهور رئيس ژاک شيراک په خپله يوه مرکه کې څرګنده کړه چې: د ايران مسئله دې د خبرو اترو له لارې حل شي ــ ښاغلي شيراک دا خبرې په داسي مهال وکړې چې له يوې خوا د ملګرو ملتونو سر مشريزه غونډه جوړيده او له بلې خوا يې د امريکا له جمهور رئيس جورج بوش سره يوه ناسته هم درلوده ــ په سر مشريزه کې د ايران جمهور رئيس ښاغلي محمود احمدي نژاد يو ځل بيا دا خبره په څرګندو ټکوکې وکړه چې: په سو له يزه توګه د اتومي انرژۍ لاسته راوړل د ايران يو بشري حق دی او هيڅوک نه شي کولاي، دوي ته ګواښ وکړي ــ البته د ملګرو ملتونو سره به زموږ خبرې رواني وي ــ خو جورج بوش، بيا په خپله وينا کې له مګرو ملتونو وغوښتل چې ايران خپل اتومي پروګرام بند کري کنه بنديزونه دې پر ولګول شي.
سياسي کار پوهان په دې اند دي چې داځل به امريکا په خپله غوښتنه کې بريالي نه شې ــ ځکه چې په اوس مهال کې ملګرو ملتونو ته تريونيم سل زياتې مسئلې پرتې دي ــ او په خپله ملګري متلونه په څو برخو ويشل شوي دي ــ تردي پوري چې، روسيه، چين، فرانسه، جرمني او ډير اسلامي هيوادونه پر ايران باندي له بنديزو نو سره مخالف دي ددې ترڅنګ کار پوهان لا دا هم وايي چې که پر ايران بنديزونه ولګول شي، نو دومره ګټور په نه وي، او دغه بنديزونه په خپله د ځينو اروپايي هيوادونو په زيان دي ــ ملګري ملتونه په داسي حساس پړاوکې دي چي بايد د ايران اتومي مسئله د خبرو اترو له لاري حل کړي، که نه د نړۍ ټول مسلمانان به پر دې باور شي چې ملګري متلونه د امريکا او اسرائيلو تر لاس لاندي کارکوي ــ او د نړۍ لپاره يې هېڅ ګټه نشته ده.
م،محبوب