هغه رنځورې ، هغه مړاوې سترګې
يوځلې بيا دې کړه راتاوې سترګې
دښکلاخدای په کې له وراېه ښکاري
نن خوريښتيا پنځۍښکلاوې سترګې
ژوند ته دې وګوره په نوي نظر
په ناز راپرانيزه داناوې سترګې
لږ پرې راخور که دحيا پړونی
په چابه وکوي بلا وې سترګې
ماته به مينه اووفا رازده کړي
دډېرو خلکو بې وفاوې سترګې
خېردی ګيلې،مانې ېې ومنه زړه
جرګه راغلي دعشق پلاوې سترګې
لا ېې رنځور کړمه او روغ ېې نکړم
محبوبه؛ ستا خو مسيحاوې سترګې
م، محبوب
03.10.2006
- lalazar
له څو ورځو راهيسې په امريکا کې د ملګرو ملتونو يو شپيتمه سر مشريزه غونډه روانه ده. په دغه سر مشريزه کې د افغانستان او فلسطين د مسألو ترڅنګ د ايران اتومي مسأله د بحث وړګر ځېدلې ده، د يادوني وړده چې ايران له څه مودې راهيسې د يو رانيمو پر غني کولو بوخت دی ــ چې ځيني اروپايي هېوادونه او امريکا د ايران پر دغه کار ترټولو زيات انديښمن دي ــ امريکا خو څوځله پر ايران غږ وکړ چې د يو رانيمو د غني کولو پروګرام دې بند کړي، خو ايران بيا وايي چې په سوليزه توګه د يورانيمو غني کول او د انرژي په تو...
03.10.2006
- lalazar
د پسر ليو تصوره راشه يه لمر پرسته، ز ړوره راشه، زما سرمسته، زو رو ره راشه،
خمار خمار سترګې دې تورې کړه بياد عشق په ميو يې مخمورې کړه بيا دوخت پرپېغلې لمبې پورې کړه بيا
تر ستر ګورو ، سترګو ره راشهزما سر مسته، زو رو ره راشه
رباب په غاړه د چندڼ واچوه لاس کې ګلونه د ګلبڼ واچوه د زړه محل کې مې اتن واچوه
وه سر ببره، څڼو ره راشه...