د lalazar lalazar لخوا خپرې شوې لیکنې


غزل ـــ محبوب الله محبوب

                    راځه راځه ښکلې ! مه غواړه اجازه د مینېتل مې پرانستې ده په زړه کې دروازه دمینېما په ازل کې دخوږې مینې وعده کړې دهخوره وره مې ده په روح کې انګازه دمینېما په خپل ژوند کې هریو کار ترخپله بريده وکړخو هېڅ مالومه نه شوه ماته اندازه دمینېژوند خولا څه چې پس له مرګه به هم مینه خورومزما پر قبر به زرغونه وي خازه دمینېیو څو بدرنګه خلک دلته نفرت

20.01.2009 lalazar

دکیسه ډایجست درېیمه ګڼه چاپ شوه .

د پښتو کیسه ډایجست

13.01.2009 lalazar

د کمپیوتر په اړه لنډ معلومات:

کمپیوټر  

09.09.2008 lalazar

محمود درویش څرنګه شعر لیکه؟

اجمل پسرلی  محمود درویش نامي عرب شاعر د شنبه په ورځ( داګست نهمه) دامریکا د تګزاس ایالت په یوه روغتون کې خپلو پایوازانو ته د زړه تر عملیات مخکې وویل ، له عملیاته وروسته مې کرار پریږدﺉ مه مې غږوﺉ. د هغه په علمیات پسې، لرې په( رام اله) کې شمې رڼې شوې او شمو د خپل

14.08.2008 lalazar

دمېرمن زرڅانګې دکنسرت خبرتیا

ګويته انستيتوت (دالمان فرهنګي مرکز) او د افغانستان د قلم ټولنه د ګډو فرهنګي او هنري خپرونو په ترڅ کې د زمري پر ۲۳ د چهارشنبې په ورځ  د قلم ټولنې په انګړ کې د مېرمن زرڅانګې کنسرت جوړوي، هيله ده چې د زرڅانګې ډېر مينه وال به په کې ګډون وکړي.ورځ: چهارشنبه د مازديګر ۶ بجې.پته: قلعه فتح الله دريمه کوڅه د قلم ټولني انګړ.

13.08.2008 lalazar

په کابل کې د مېرمن زرڅانګې کنسرت جوړېږي.

  ګويته انستيتوت (دالمان فرهنګي مرکز) او د افغانستان د قلم ټولنه د ګډو فرهنګي او هنري خپرونو په ترڅ کې د زمري پر ۲۳ د چهارشنبې په ورځ  د قلم ټولنې په انګړ کې د مېرمن زرڅانګې کنسرت جوړوي، هيله ده چې د زرڅانګې ډېر مينه وال به په کې ګډون وکړي.ورځ: چهارشنبه د مازديګر ۶ بجې.پته: قلعه فتح الله دريمه کوڅه د قلم ټولني انګړ.

13.08.2008 lalazar

دمرمرو ښارګوټی / ساینس فېکشن کیسه

  دمرمرو ښارګوټی (ساینس فېکشن)                                      لنډه کیسه م، محبوب د سمسور له ټکان سره څو کۍ هم وخوځېدله، له ځان سره يې وويل: " لکه چې خوب راباندې زورور شو".د موږک له خوځو لو سره سم یې کمپيوټر بېرته روښانه شو. ګړۍ ته يې وکتل، د شپې دولس بجې او پېنڅه دېرش

07.08.2008 lalazar

تاند شاعر ، پاخه شعرونه

م ، محبوب  تاند شاعر پاخه شعرونه  حكمت الله سروش د حبيب الله زوى په 1367ل كال د كندهار په پنځمه ناحيه كې زېږېدلى دى. په ۱۳۸۵ كې  د احمدشاه بابا د عالي ليسې څخه فارغ شوى دى .هغه كسان چې لمرخاته د شعر لپاره  د الهي طبيعت ستره ښكلا ګڼي، نو دا خبره به هم په ذهن كې ورګرځي ، چې د شعر لپاره

06.08.2008 lalazar

دكابل ژمي تصويرونه

    دكابل ژمي تصويرونه   واوره وريږي رڼا خوره دهله څېرمې سپين دي  دكابل دغرو سرونه    *     *      *واوره وريږي لارې دي بندې څنګه به  وشي دمينو ديدنونه  *      *      *واوره وريږي دواټ پرغاړه ونې ولاړېپاڼې

16.12.2007 lalazar

كيسه ليكوالو او كيسه لوستونكو ته خوږ زېرى

كيسه ليكوالو او كيسه لوستونكو ته خوږ زېرى په پښتو ژبه كې د كيسې دلا دودونې په خاطر مو د پښتو كيسه ډايجسټ په نوم ديوې مجلې دخپرولو تابيا كړېده . له ټولودرنو  كيسه ليكوالو نه هيله  كوو چې د جنوري ترلسمې يادجدي تر شلمېنېټې پورې خپلې كيسې راواستوي .ددې تر څنګ هغه بهر مېشتي پښتانه چې غواړې پښتو كيسه ډايجسټ  تر لاسه كړي.  خپلې پتې او قون شمېرې راولېږي . په دې  ډايجسټ كې به هر ډول  عشقي،رواني ، جادويي ،پوليسې ،علامتي ،تلوسه يي  ،كوبايي ،ساي

16.12.2007 lalazar

زه او حمزه

كه د ستر حمزه ددې نننۍغونډې د هڅوونكي او سمبالوونكي ټينګار او هڅونه نه واى، نو بويه كه ماد دومره لويې خبرې _الامان_ كولو زړه او سپين سترګي كړى واى، ځكه يوازې حمزه يادول ، ستايل او نمانځل خوبه ورځه سړى دومره ګران ونه بولي ، خو ځان ورسره په يوه تله تلل خو راته خداى شته د زمرى زړه ښكاري.په هر حال ! زما "زه" له حمزه سره د سيالۍ "زه" نه دى. بلكې د يوسف له كونډى سوداګرې سره د سيالۍ "زه" دى. ماته " د حمزه بابا خاطرې"، سرليك خوښ كړاى شوى دى او دا سر ليك له يوه پلوه ډېره په زړه پورې مو

27.08.2007 lalazar

ګردود پوهنه (لهجه پيژندنه)

ددې خاورني كري (نړي) پر مخ د هري ژبي ويونكي او ژب پوهان دا زيار باسي چي د خپلي ژبي ډول او جوړښت د اوسني ټولنيز بهير په درشل كي مخ په وړاندي بوزي څو د هغه ژبي ويونكي د خپل هويت او لوړتيا ادعا وكولاي سي.زموږ د ګران هيواد په پراخه سينه كي هم ډير قومونه او پر ګني ژوند كوي او حتي ځني يې زموږ د ګران هيواد په بيلو بيلو ژبو ږغيږي او هغه ژبه بيا بيل بيل ګر دودونه كوي د مثال په ډول زموږ د هيواد، د اكثريت خلګو ژبه يعني پښتو چي ددې هيواد ملي او رسمي ژبه ده تر څيړني لاندي راولو او بايد ددې ژبي د پر م

16.08.2007 lalazar

اورغورځوونكي غرونه (VOLCANOES)

اورغورځوونكي غرونه (VOLCANOES)

13.08.2007 lalazar

راځئ، چې دکوکنارو په اړه سپينې خبرې وکړو!

کوکنار هغه ناولي بوټي دي، چې په ګرده نړۍ کې زموږ په هېواد کې ډېرکرل کېږي او په ګرده نړۍ کې يې زموږ هېواد بد نام کړی. له جګړو سره سم، کوکنار هم زموږ پر هېوادو تپل شول، هغه وخت، جګړې وې او يو داسې ملي حکومت نه و، چې بزګران يې دکوکنارو پر ځای نورو کروندوته هڅولي وای، په دغه بهير کې هرڅوک دخپل واک و او په ځمکو کې به يې چې هر څه غوښتل، کرل به يې. دغه لړۍ آن دطالبانو دحکومت تروروستيو پورې دوام وکړ. دطالبانو دحکومت په لومړي سرکې په هلمند، کندهار او دغه راز په نورو ولايتونو کې آن ملايانوته دسرساي

04.02.2007 lalazar

دکره کتنيزې آرجوړونې پروړاندې شته خنډونه

  د ادب په اړه پوهنيزه څېړنه چې ادبپوهنه يې بولي، په دريو برخو ويشل کېږي، لومړۍ برخه يې ادب تاريخ دی چې په يوه ټاکلي مهال او ټولنه کې ديوې ادبي څېرې او دهغه له پنځونو سره په تړاوکې سياسي، اقتصادي کولتوري، مذهبي او... شرايطو په اړه غږېږي. بله برخه يې ادب تيوري ده چې دادب په اړه بېلابيل نظرونه رانغاړي او دادبي ژانرونو (ځيلونو) ترمنځ دفورم (جولې) پربنسټ دتوپير ديوالونه دروي. وروستۍ يادرېيمه برخه يې کره کتنه ده چې له ټولنيزو ارزښتونو ادب څاري او په پوهنيزه توګه دهغه ښيګڼې او بدګنې بي

13.01.2007 lalazar

هنر ليونۍ مينه غواړي

  هنر درنګونو، شکلونو، حرکتونو، غږونو، وييونو او... داسې شعوري هستونه او منطقي اوډون دی چې دانسان دښکلا پر احساس اغېزه وکړي، يا په بله وينا هنر درنګونو، شکلونو، حرکتونو، غږونو، وييونو او... يو پر له پيېلی او منظم جوړښت دی چې دهمدغه نظم او اوډون له کبله پراوريدونکي يا ليدونکي اغېزښندي او ليدونکي يا اورېدونکي ورته دښکلي خطاب کوي. نظم چې دڅوڅيزونو (لکه رنګونو، وييونو او...) ترمنځ دهمغږۍ او هماهنګۍ دپېداکولو له لارې ښکلا رامنځته کوي او دغه ښکلابيا هنر باله شي، يوازې په هنر پورې تړلی

13.01.2007 lalazar

دښوونکيو وژنه دناپوهۍ لويه څپه ده

له ډېر وخت راهيسې دلته او هلته خبرونه اورو چې وسله والو کسانو، ښوونځی سوځولي، معلم يې وژلی اويايې زده کوونکي وژلي او يايې هم ښوونځي ته په څېرمه سيمه کې بمي چاودنه کړې او زده کوونکيو ته يې ګواښونه کړي چې که ښوونځي ته لاړشي، نووبه وژل شي.دغه کسان چې دغه کرغېړنه عمليه پرمخ بيايي، ځانونه مسلمان او دغه عمل ته بيا جهاد هم وايي. په داسې حال کې چې اسلام د علم، پرمختګ او تمدن قانون دي او که پر دغه خبره زموږ له خولې باور نه کوي، نو يوځل دې ځان ته زحمت ورکړي او له ٤٠ هـ‌ ق کاله دې تر ١٩٢٤ ميلادي

20.12.2006 lalazar

ژبـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه

ژبه دانسانانوترمنځ داړيکو بنسټ دى.له څېړنوښكاره شوې،چې  مرغان اوژوي هم مانادارغږونه باسي. خپل ډار،خوښي اوهيله مندي دچونګېدلو، غپلو اوسونګېدلوله لارې ښکارۀ کوي، خودانسانانوغوندې خپل افکار په ژبه نشي راوړای.ځكه انسانان کابوټول هغه څه چې احساسوي اويايې په فکرکې ګرځي څرګندولای اوويلای شي.ژبه دعکس يامېزپه شان بشپړمحصول نه وي،بلکې تل دبدلېدوپه حال کې وي. دوخت په تېرېدو سره پكښې نوې کلمې رامنځته کېږي اوزړې له کاره لوېږي.دجملواوډون او پښويز نرخونه(ګرامري قواعد) يې بدلون مومي. دبېلګې په ډ

20.12.2006 lalazar

ايتلافي ځواکونه دې خپلې تېروتنې نه تکراروي

  په دې وروستيو کې موله خبري رسنيو څخه واوريدل چی ايتلافي ځواکونو ديوې ځان وژونکي يرغل څخه وروسته په کندهار کې په ملکي وګړو وسلې راوړولې چې له لامله يې زمونږ يو شمېر بې ګناه افغانان شهيدان او ټپيان شول. خو وروسته ايتلافي ځواکونو قوماندان داپيښه يوه اشتباه اوتېروتنه وګڼله او ويې ويل چې ځواکونو يې ددويمې ځان مرګې حملې له وېرې هوايی ډزې پيل کړې چې دځينو بې ګناه خلکو دمړينی لامل شوې. که چيرې دې مسيلې ته فکر وکړو، نو دالومړی ځل نه دی چې ايتلافي او سوله ساتي ځواکونه داډول تېروتنې کوي ب

20.12.2006 lalazar

طاعون نماد مرگ است

يادښت:دغه مرکه له م،محبوب سره په کابل کې يوې دری ژبې ورځپاڼې ديوه نړيوال شهکار ناول (طاعون ) په اړه کړې وه چې، لاله زار ېې کټ مټ ستاسې مخې ته ږدي ٠ مرکچي :حقيقي : آقای محبوب‌الله محبوب، نویسنده، ژورنالیست و شاعر فعال کشورمان است که تاکنون مجموعه شعری و یک سناریوی فلم بلند به زبان پشتو از آثار خود را منتشر کرده و بیش از صد مقاله ادبی ـ اجتماعی در اخبار و مجلات مختلف افغانستان به نشر رسانده است. وی که تا حال مطالعات زیادی را در ادبیات دری و پشتو انجام داده، در آخرین و جد

26.11.2006 lalazar

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more