م ، محبوب
تاند شاعر پاخه شعرونه
حكمت الله سروش د حبيب الله زوى په 1367ل كال د كندهار په پنځمه ناحيه كې زېږېدلى دى. په ۱۳۸۵ كې د احمدشاه بابا د عالي ليسې څخه فارغ شوى دى .
هغه كسان چې لمرخاته د شعر لپاره د الهي طبيعت ستره ښكلا ګڼي، نو دا خبره به هم په ذهن كې ورګرځي ، چې د شعر لپاره تر يوه حده عمر او مشرتوب مطرح نه دى، بلكې هنر يوازې د انسان د رښتيني او فطري استعداد پورې اړه لري .
سروش، كه د عمر په لحاظ كشر دى، شعر يې بيا د ده تر عمره پښه اړوي او دا په ګوته كوي، چې حكمت به تر دې زيات پرمختګ وكړي، ځكه اوسني شعرونه يې لا د لومړنيو تجربو او مشاهدو نتيجه ده. كه چېرې يې د وخت په تېرېدو سره لرغوني او اوسمهالي شعرونه په غور سره ولوستل، نو باوري يو چې دغه تاند شاعر به په راتلونكي کې له غوره او پخو شاعرانو څخه وي.
نوموړي كه په دې څوكلن بهير كې له سياسي، شعاري او تشو خبرو پرته نور څه نه دي اورېدلي، خو بيا يې هم خپل دريځ ساتلى دى. ځكه د يوه شاعر خبره ده: رښتينې شاعري هغه ده، چې ورځنيو پېښو ته د هنر جامه ور واغوندي او داسې يې ښكلې كړي ، چې هر زړه ته لار پرانيزي. سروش هغه تاند شاعر دى، چې د افغانستان د تنكيو شاعرانو په مخكښو كې راتلاى شي . ښا غلی سروش اوسمهال د هندوستان دبنګلور ایالت دمیسور په یوه پوهنتون په درس بوخت دی ، له بېلا بېلو مجلو سره قلمي همکا ري کوي او د رنګ په نوم په زړه پورې ادبي او هنري ويبلاګ لري. او همدارنګه په ورځني ژوند کې ډېر صميمي دی، نرمې خبرې کوي او مينه اوښکلا يې دوه ښکلي ايډيالونه دي .
غزل
څومره هوښيار دى سروش، څومره لېونى دى سروش
چا نه يې زړه وړى، او چا ته سپېلنى دى سروش
لږ يې د غېږې په اور ګرم كه او ويلې يې كه
د بېلتانه سړو وهلى دى يخى دى سروش
زما او ستا ياري به څنګه شي ښايسته جانانه
خلك خو وايي ته هنداره او لوګى دى سروش
د څېرې رنګ دې نن د ده په ليدو بيا بدل شو
دا شوه ښكاره چې لا تر اوسه دې زړګى دى سروش
ګوره د لمر او د ذرې منځ كې به څه سيالي وي
جانانه ستا د ښكلا مخكې خو هيڅ شى دى سروش
غزل
ښکار د یوه ښكلي په يو دام شومه
بيا لكه چې لاړمه ناكام شومه
څومره چې د عشق په اوركې پوخ شومه
هومره مې د عقل له خوا خام شومه
ښه دى چې په تاسو كې ښه نه يمه
ښه شوه چې په تاسو كې بدنام شومه
بيا نو د دې ژوند كولو څه مطلب
نه چې د لوګي او نه د جام شومه
دومره وم چې غم د جانان وخوړم
نور نو پاته نه يمه تمام شومه
ستا تصویر
ښكلې جانانه زه د دې لپاره
او بس د دې لپاره
چې ياره ستا د بېلتانه غمونه
هغه د درد په څېر ترخه غمونه
بس د يو څو لږو شېبو لپاره
يو څه لږ هېر غوندي كړم
نو د همدې لپاره
جانانه بنګ څكومه
خو ها لوګى ناځوانه
هغه د بنګو لوګى
چې په هوا كې تاو راتاو غوندې شي
نو ستا تصوير جوړ كړي
او ماته وير جوړ كړي
غزل
شپه لكه غم د يار اوږده ده، بيا يوازې يمه
بيا تنهايي ده بيا تياره ده، بيا يوازې يمه
نن له سهاره لكه څه چې رانه ورك غوندې وي
نن تر سهاره شپه ترخه ده، بيا يوازې يمه
بيا مې زړه اور اخيستى سوځي يې د چا يادونه
تياره كې بله دا ډېوه ده، بيا يوازې يمه
اوس د دې لوى ښار، په دې شور كې ياد د كلي راځي
نن مې په زړه كې بيا هغه ده، بيا يوزاې يمه
اغزنه لار، د ژوند مزل، او نامالومه منزل
سروشه څومره فاصله ده، بيا يوازې يمه