دكابل ژمي تصويرونه

 

واوره وريږي
رڼا خوره ده
له څېرمې سپين دي
 دكابل دغرو سرونه
    *     *      *
واوره وريږي
لارې دي بندې
څنګه به  وشي
دمينو ديدنونه
  *      *      *
واوره وريږي
دواټ پرغاړه
ونې ولاړې
پاڼې ېې نشته
څومره ترخه دي
دا خزانونه
*      *      *
واوره وريږي
خو ژوند روان دى
له خلكو ډك دي
 دښار واټونه
   *      *    *
واوره وريږي
زړونه كنګل دي
خو نجونو ايښي
پر اوربلونو
سپين سپين ګلونه
 *      *      *

واوره وريږي
د واټ په منځ كې
يو كس روان دى
لمن ېې څيرې
وېښتان ېې جړدي
زړه كې ېې مېشت دي
عجب خيالونه
  *     *       *
واوره وريږي
په پېنځم پوړ كې
يوه كړكۍ خلاصه
يو كس ولاړ دى
مخامخ ګوري
چاته كوي
اشارتونه
 *     *     *
واوره وريږي
سندلۍ باندې
انګار ترې لاندې
ماشومان نا ست
انا ېې منځ كې
ورته كوي
خوږې كيسې
خواږه نكلونه
   *            *         *
واوره وريږي
دغره په سر كې
يوه خونه ګرمه
دوه مينان
غاړه په غاړه
سره پراته دي
 يو بل نه اخلي
تودې مچكې
تاوده خوندونه
  *        *            *
واوره وريږي
يو زاهد ناست
كوزه  په لاس
له خدايه غواړي
ټول جنتونه
  *        *          *
واوره وريږي
دښار په منځ كې
لويه ماڼۍ ده
حكمران ناست
قلم په لاس
لګيا دى ليكي
خپل فرمانونه
  *            *          *
واوره  وريږي
په يوه تالار كې
څوشاعران
سره راټول دي
يوبل ته وايي
تودې كيسې
تاوده شعرونه

م،محبوب كابل