دمرمرو ښارګوټی (ساینس فېکشن) لنډه کیسه
م، محبوب
د سمسور له ټکان سره څو کۍ هم وخوځېدله، له ځان سره يې وويل: " لکه چې خوب راباندې زورور شو".
د موږک له خوځو لو سره سم یې کمپيوټر بېرته روښانه شو. ګړۍ ته يې وکتل، د شپې دولس بجې او پېنڅه دېرش دقيقې وې. دا درېيېمه شپه وه چې سمسور پرله پسې توګه کمپيوټر ته ناست و. څو ګړۍ وروسته به يې دمه کوله او يا به يې پر څوکۍ سترګې پټې شوې. شپږ مياشتې کېدې، چې سمسور له جرمني نه کابل ته راستون شوى و. هلته يې د کمپيوټر پوهنې او ښارجوړونې په څانګه کې لوړې زده کړې ترسره کړې وې، له يوې مياشتې يې په افغان - دوبۍ شرکت کې کار کاوه. دا يې لومړنۍ پروژه وه، دپروژې موخه د کابل په ختيځ کې يو داسې ښارګوټى جوړول و چې سارى يې په ټول افغانستان کې نه وي.
سمسور که څه هم ډېر ستړى و، خو داسې برېښېدله، چې د پروژې کار به يې په څو ګړيو کې پاي ته ورسېږي.
د اسلم له خوا ورته په استوځګر کې پيغام راغى: " ويښ يې که ويده؟" ، ده په ځواب کې ورته وليکل: " ويښ يم يار"، هغه بيا وپوښتل: "کار دې پاى ته ورسېد که پاتې دی؟"، ده بېرته ورته وليکل " بس ، پای رسېدلى يې بوله، خو څو ګړۍ به نورې هم واخلي". له دې سره سم د پروژې پرکتلو بوخت شو.
د کابل - جلال آباد د واټ پر غاړه يو بېنر ليکل شوی دی " د کابل په زړه کې د مرمرو ښارګوټی، په هېواد کې بې ساری اود هر ډول اسانتيا لرونکي ارزانه او وړ کورونه تر لاسه کړۍ".
له واټ نه د مرمرو تر ښارګوټي غځېدلى واټ د احمد شاه بابا په نامه نومول شوی . د ښارګوټي په منځ کې يو لوی جومات، مارکيټ، ښوونځى، روغتون او سپورټي پارک هم په نښه شوي دي. شاوخوا يې درې، څلور او پېنځه پوړيز کورونه انځور شوي او په هر کور کې بيا د موټرو ګراج، ونې او چمن هم په نښه شوي دي . د پروژې د کتنې په وروستیو شېبو کې سمسور يو ځل بيا ټکان وخوړ. دا ځل يې طاقت ونشو، له څوکۍ پورته شو، پياله يې واخيسته، د ګرمو اوبو په لور ولاړ، چې ځانته چاى جوړ کړي. ناڅاپه يې پياله بېرته پرځاى کېښوده، کمپيوټر ته کېناست، اسلم ته يې وليکل: " راځه، چې پورته ولاړ شو، هم به دمه وکړو اوهم به تازه هوا واخلو".
اسلم دده ماشومتوب ملګری و، چې اوس يې د همدې شرکت په اداري برخه کې کار کاوه.
سمسور د يخچال ور پرانسته، د افغان کولا دوه بوتله يې ترې واخيستل او بېرون ووت. د سمسور په ليدو خان ګل کاکا له خپلې څوکۍ راپورته شو، په دې کې اسلم هم له مخامخ خونې راووت. سمسور وويل: " کاکا پام دې وي ، موږ لږ پورته ځو" خان ګل هماغسې پخپل ځاى ولاړ و خو دوى د لفټ په خونه ورننوتل. اسلم د لفټ پر پېنځه دېر شمه تڼۍ ګوته کېښوده او ويې ويل:
- څومره کار دې پاتې دي؟
- يره بس خلاص يې بوله.
- سبايې د لېږلو ورځ هم ده.
د سمسور دنګه ونه، غنمرنګه څېره او اوږده وېښته د لفټ خونې په هېنداره ښکارېدل.
سمسور ورو وويل:
- د پروژې کار به يوه ورځ د مخه پای ته رسېدلی و، خو يوې خبرې مې فکر را خراب کړى دى.
- کومې خبرې؟.
سمسور که څه هم کار ډېر کاوه، خو خبرې يې په دمه، دمه او ورو ورو کولې، يوه ورځ خو ورته په پوهنتون کې دوستانو ويلي وو، چې که زموږ له چا سره جنګ شي، نو تر څو پورې، چې ته راته وايي ( هلکانو وهۍ يې) زموږ به يې هډوکي رامات کړي وي.
سمسور، چې څو خپلې خبرې ته ځان جوړاوه د لفټ خونې دروازه خلاصه شوه.
داد افغان سوداګريز مرکز وروستی پرانستي پوړو، چې د کابل هوټل تر څنګ نوى جوړ شوی و. که څه هم شپه تر نيمې تېره وه، خو اسمان شين او ستوري پرې له ورايه برېښېدل. د کابل ښارټول برېښنا، برېښنا و. د تلوېزيون پرغره دانټنونو او د کابل د غره پر تاريخي د ېوال روښانه برېښناګانو ښآر ته نوره ښکلا هم وربخښلې وه.
لاندې پر هوايي واټونو روان موټران له پورته داسې برېښېدل، لکه سره او شنه ستوري، چې پر ځمکه روان وي.
اسلم له افغان کولا غوړپ وکړ:
ـ نن د ثور اتمه ده، پنځوس کاله د مخه پر دې ورځ کمونستي حکومت ړنګ شوي و، ورپسې خپلمنځي جګړې پيل شوې وې، چې ډېر خلک پکې وژل شوي وو.
- له دې نه خو داسې برېښي، چې پنځوس کاله مخته زموږ هېواد او خلک ډېر وروسته پاتې وو.
- دا خو لاڅه کوې، چې ترڅو کلو خويې دا ورځ د جشن په توګه هم نمانځله.
- ور کوه يې! په پخوانيو پسې به څه ګرځو، د اوس خبره کوه.
- رښتيا تا ويل، چې يوې خبرې مې فکر را خراب کړى دى، هغه کومه خبره ده؟.
- نن مې مور راته زنګ وهلی و ، بيا يې د زرڅانګې يادونه کوله.
- تا ورته څه وويل؟
- ما ورته وويل، اوس يو څو ورځې، ډېر بوخت يم ... که رښتيا درته ووايم هلته مې زړه هم نه کېږي.
- ولې؟
- زرڅانګه ښه نجلۍ ده، خو لوړې زده کړې نه لري.
- ته يې لوړې زده کړې څه کوې؟
- واده و کړه، چې زياتي زوړ شوې؟
- لا خوشپږ دېرش کلن یم.
زرڅانګه د سمسور د تره لور وه. شپږ کاله، چې سمسور په جرمني کې و، نو له هغې سره يې اړيکې سړې شوې وې. د زرڅانګې، سمسور ډېر خوښېده او څو ځله يې ورته په ټيليفون کې هم ويلي و.
سمسور له افغان کولا غوړپ وکړ:
- ابله ورځ يې بيا زنګ راوهلی و، راته ويل يې، چې زه له تا سره مينه لرم.
- چې مينه هم درسره لري، نو ولې ورسره واده نه کوې؟
- ياره! ماته دا مينه هسې احساسات ښکاري. ا وسنۍ نړۍ بدلېدونکې ده او هرڅه ډېر ژر بدلېږي.
- لکه چې تا په جرمني کې کومه سور مخې تر سترګولاندې کړې، که څنګه؟.
- نه داسې نه ده، زه له خپل کار او مسلک سره ډېره مينه لرم.
- خير دي واده وکړه، بيا پرې کمپيوټر پوهنه ولوله.
- نه اوس کله کېږي.
اسلم خالي بوتل وغورځاوه او زياته يې کړه:
- ته پوه شه او دا ښار جوړونه دې، راځه چې ځوماته دې خوب راووست.
سمسور کمپيوټر ته کېناست، له دوبۍ نه د شرکت د مشر اوبوزيد برېښناليک راغلی و. په عربي و، متن يې کاپي کړ، د ژباړې له ماشينه يې څو څو وارې تېر کړ، متن پښتو شو، بيا يې پښتومتن په انګلسي واړوه، يوه کاپي يې اسلم ته ورواستوله.
په برېښناليک کې ليکل شوي وو:
" نن هرومرو مرمرود ښارګوټي جوړ شوی پلان او ډيزاين شوې نقشه راواستوه".
یوه ګړۍ وروسته یې يې ټوله پروژه دوبۍ ته ورواستوله، سمسور له ځان سره وويل:
- هسې هم سهار دى، همدلته به ويده شم، سبا ته به بيا ګورم.
د ټيليفون زنګ له خوبه راويښ کړ، غوږى يې پورته کړ، مور يې وه، تر سلام او روغبړ وروسته يې وويل:
- زويه ډ ېر لوى کبر دې وکړ، زرڅانګه يې زرغون ته ور کړه.
- هه .......
د غوږي کېښودو سره یې پرمخامخ ګړۍ سترګې ولګېدې. دسهارلس او پنځه دقیقې وې . داسې احساس یې وکړ، لکه زړه یې چې مات شوی وي. په بيړه يې کمپيوټر روښانه کړ او د زرڅانګې د انځور په لټولو بوخت شو، خو وايرس لا د مخه خپل کار کړی و اود زرڅانګې ښايسته انځور يې د تل لپاره له منځه وړى و.