كه د ستر حمزه ددې نننۍغونډې د هڅوونكي او سمبالوونكي ټينګار او هڅونه نه واى، نو بويه كه ماد دومره لويې خبرې _الامان_ كولو زړه او سپين سترګي كړى واى، ځكه يوازې حمزه يادول ، ستايل او نمانځل خوبه ورځه سړى دومره ګران ونه بولي ، خو ځان ورسره په يوه تله تلل خو راته خداى شته د زمرى زړه ښكاري.
په هر حال ! زما "زه" له حمزه سره د سيالۍ "زه" نه دى. بلكې د يوسف له كونډى سوداګرې سره د سيالۍ "زه" دى.
ماته " د حمزه بابا خاطرې"، سرليك خوښ كړاى شوى دى او دا سر ليك له يوه پلوه ډېره په زړه پورې موضوع ځكه هم ده، چې دا نه په كتابونو كې په لټون تر لاسه كېږي او نه په پوښتنو ، داد چاخبره يوه منحصربفرد موضوع ده، خو خداى دې يي د همدومره خوږولو برى راكړى،
چا ټپه كړې ده چې :
د خداى كرم چې پر چا وشي
هغه كاروشي چې په خيال كې يې نه راځينه
۱۳۵۵ او ۱۳۵۶ كلونه زما په پوهنتونى زده كړو كې هغه خواږه كلونه او خوږې تلپاتې شېبې دي ، چې پر ما باندې پكې د خداى د كرم اورښت ورېدلى و.
په پوهنتون كې مې وروستي كلونه وو ، د مركزي ليليى د ب څانګ په دريم پوړكې زما نننى خواږه ياران او زړه مېشت مينه وال ښاغلى زرين چې لادنن په څېر انځور شوى نه وو،ګران فضل ولي ناګار چې په اټكل به هغه مهال له حمزه بابا سره د مينې په تړاو "فخري" و ،زكريا ملاتړ شريف شاذ او جلال الدين (اولسوال) او سېده. زه به د انځور لېدوته وخت نا وخت ددوى كوټې ته ورتلم .
ددې پرله پسې ورتګ له بركته ټولو وبله وپېژندل ، په دې پېژندګلو كې يوه څېره هم نننى ناګاردى . چې انځور راته د حمزه بابا د يوه مين او ناليدلي مينه وال (مريد) په توګه راپېژندلى و، هغه د حمزه بابا په "غزونو"كې
• له ښاغلي ميا عبدالرحمن لوګي كاكا خېل نه په بښنه ، چې همدا (زه او حمزه) يې د راټول كړي اثر نوم دى.
راغلى عكس د كټ سرته پر ديواله لګولى و، چې په ليدويي ترې سړي له حمزه بابا سره دده د مينې اندازه لګولاى شوه! د ناګار له خبروبه جوتېده.، چې د حمزه بابا تر شاعرۍ زيات د هغه پر عرفان او فلسفي اندود مين و. د ناګار د بيا بيا ليدو اود ده له خولي د حمزه بابا د بيا بيا يادولو په جادوكې دومره زورو، چې بې بلنې به سړى د حمزه بابا د مينې په اتڼ كې ورګډېده.
ناګار پخپله خو د بابا د مينې په شرابو ايله همدومره مست و ، چې ورپسې له ځايه د خوځېدو نه و ، خو زه چې يې تر ځان زيات پر بابا مين كړى وم ، زه دومره نه شوم ټينګېداى، چې ځه كله به يې، و ګورو، د ۱۳۵۵ د لومړي سمسترو روستۍ ورځې، او زما د ازموينو شپى وې ، چې له بابا سره د مينې په همدې پشكال ګرمۍ كې د بابا پر " نوی چپې" نومې ناول ورپيښ شوم . ملګرو به مې ازموينى ته تيارى كاوه او زه "نويو چپو" پرخه كړى وم . لنډه دا چې څپو دومره پسې واخيستم، چې سرمې د تعليمي كال د بياله سره كولو تيږې وواهه او ژمى مې ښه د نر غوندې پر كور راغى، په ژمنۍ رخصتۍ كې د حمزه بابا د نورو اثارو لوستوته ښه وزګار شوم او د بابا د فكر اوآثارو مينې په مخه كړم . د احمدزي ورور په ملګرتيا يې د لواړګي په خوږه خېلوكې د بابا كورته ورسولم. داد ۱۳۵۵ كال د كب ۲۵ او د ۱۹۷۷ د مارچ ۱۶ وه . ځان مو په پوښتنه پوښتنه د بابا جونګړې ته ورساوه. ژمى په وتوو ، خو د لواړګي سړو لا د شينوارو له سره د سړو پېريان نه وو پاڅولي، د شينوارواو قبايلي پښتنو لويې لويې او لوړې هوجرې او د هوجرو په غولي كې لوړلوړ اوږده دالانونه او په دالانوكې جومات له مېلمنو او خداى سره ددوى د مينې ژوندۍ بېلګې دي، موږ دواړه د هوجرې پر غولې ننوتو، په هوجره كې مو له ستړي مه شي او روغبړوروسته ځانونه وښودل او د بابا د ليدو هيله مو ښكاره كړه ، كوربنو وويل كينئ خبر به يې كړو . د نغرې اورته ورلنډ شو، يو چا لويه چاينكه چاى او يو څو خورې بى لاستيو پيالې په لاس كې نيولې راوړې، مو ږ لا پيالې نه وې اړولې، چې پر دروازه يو لوړ، نرى نروچكى، بوډاچې د خپلې سيمې او دودونو يوه ژوندۍ بېلګه او بشپړ استازي و، كوله پر سر ، سپينې جامې او واسكټ پرغاړه، هوجرې ته راننووت، ما او احمدزى يو بل ته وكتل ، د ناستو كوربنو له اكراو درېد انه هم جوته شوه ، چې : آ گیا جس کا انتظار تها" موږ دواړه ور مخكې شو، پر لاسويې پرېوتو، ځانونه مو وروښوول، دروغ رنځور تراښتنې پوښتنى وروسته چې زموږ د راتګ په موخه پوه شو ، نو ډېر وغوړېد ، د پښتنو پر ټولنيزو او كلتوري نيمګړتياوو او سياسي بد ه ورځ او په افغانستان په تېره كابل كې له اسلام سره د ځوانانو پرچلن يې ښايسته ډېرې خبرې وكړې ، خو موږ دده د خبرو پر ځاى دده له ليدو خوند اخيسته، ځكه په خوا و خاطركې مو ددې خوږ ې شېبې انځورنه راته . موږ دواړه څه چې د هو جري كوربانه هم غوږ غوږ وو. بابا چې په خبرو كې لږه ساه واخيسته ، غرمه هم نژدې وه. خو موږ دواړو د بېرته تګ په اندېښنه يو بل سره پوه كړل ، د تګ وړانديز مو بابا ته وكړ، هغه د غرمې په ټينګ ست د خپلى پښتونولۍ ثبوت راكاوه، خو موږ ته بيرته تګ هم د غره تر ختو كم نه و ، خپله جيبي كتابچه مې وركړه ، چې خپل تآثرات راباندې ولوروى ، څه يې چې وليكل ، يو څو جملې يې دادي. " نن ښاغلى محمد اصف او احمد زى زما ليدوته لواړګي ته راغلي ووخوږ مجلس مو سره وشو، ، پښتانه ځوانان اوس ويښ شوي د خپلو مشرانو قدر نه هيروې او..." .
( د بابا هغه ليك مي نن هم د خاطرو په دفتر كې د خو ږ لاس په څېر ساتلى دى)
مخه ښه مو ترې د دعاوو په رالورونه واخيسته ، پر لار مو وزرې نه وې، خو لكه مارغان الوتو ، خوښۍ ، وياړ او د يوې سپيڅلې هيلې غوړېدوسره لاس يوكړىو ، چې نن نه الوتو ، نوكله ؟ .
لږي ورځى وروسته چې د نوي كال په لومړيو كې پوهنتون شروع شو ، هرچا په ليليه كې د خپلو خپلو ملګرو د رايوځاى كولوفهرستونه برابرول ، زه هم داځل بختوروم ، چې د ناګار ، انځور، زكرياملاتړ، سراب ديدار ، فدامحمد فايض ، سيد متين پاچا ، عبدالمالك شينواري ، مامور شينواري ،نادرخان، عبدالله خان او نورمحمد خان غوندې ملګرو سره ملګرى شوم.
داكال مو ټول تر فراغت وروسته په عملي ژوندانه كې د نيكمرغه ګډون او سوكاله برخليك په سوچونو او د حمزه بابا د شخصيت او هنر په تعريف او ورسره د خپل ارادت په وياړ پيل كړ. د درسونو به مو څه باندى څلور مياشتى تېرې وې ، چې د ننګرهار مجلې مدير مېرزا محمد ذهېنيار راته وويل : حمزه صاحب راغلى ، ماته يې ستا د خبرولو پيغام راكړى. په باغ عليمردان كې له حاجي معروف خان سره اوسي.
زه ليليې ته راغلم، پر ناګار او نورو ملګرو مې زېرې وكړ ، ناګار خوهسې هم د خپل مزاج د سړښت په حكم له مينې سره سره له چا سره د راشه درشه د نه پالنې شين زمرى و، خو خداى خبر چې د بابا د راتګ په زېري كې څه جادو و ، چې ناګار يې هغه باغ عليمردان ته هم تګ ته تياركړ ، چې دى به يوازى د جمعې پر شپه د كاله له حاله د خبريدو لپاره خپلو كليوالو ته ورته ، نن ماسپښين د جمعې پار هم نه و ، خو د باغ عليمردان تګ ته يې زړه ښه كړ. دواړه بابا ته ورغلو، زما خو په دې څلور څلور نيمو مياشتوكې دا دويم ځل و ، چې سره مو ليده ، خو د ناګار ورسره لومړى زيارت و ، ورومې پېژاند،: بابا دا ستاسي د هنر او شخصيت لېوال او ستايوال شاعر فضل ولي ناګار دى ،
هغه چې د ناګار له پېژندو سره ورته وكتل ، نو ړومبۍ خبره يي له خولې دا راووته ، چې، " سترګى يې د شاعر دي" ، له بابا سره يو معروف خان ماهراو يو بل نيمزالى غوندې مشر هم و، سترګۍ يې پر سترګو او د دروزې خولۍ يې پرسروه ، بابا يې نوم واخست وې. دا لوګى كاكاخېل ميادى ، د " زه او حمزه" كتاب د ليكلو په لړ كې كابل ته له ما سره راغلى دى. موږڅه ساعت سره كېناستو بابا وويل: زه په ښار كې څه كپړه د كور لپاره اخلم راسره لاړشئ.تر خبرو وروسته ورسره له باغ عليمردان نه ميوند واټ ته پلى راووتو، بابا زموږ په څېر د ځوانانو تګ كاوه. د نوموركي سپاهى ېرڅلي د پل خشتي جومات مخې ته راتاو شو، دلته د هندوانود ټوكرانو دوكانونه وو. يوه ته ودرېد، يوه رخت يې خوښ كړ، د نرخ پوښتنه مو وكړه ، ويل په پنځوس افغانۍ ګز ، بابا له واره جيب ته لاس كړ ، ماوې ، دوى پر يوه خبره چېرته درېږي ، په ناندريو مو پنځويشتو ته راكوز كړ. خداى خبر چې بيا به يې هم څومره ګټلې وې.
تر سودا وروسته مو بابا بېرته باغ عليمردان ته بوت . او موږ ترې ليلې ته لاړو.
د همدې كال د نهمې مياشتى ۲۵ وه ، له بابا سره پر دويموكتومو پنځه مياشتې اوښتې ، چې له خپل تره زوى شهيد قريب الله سره چې هغه مهال د ننګرهار طب پوهنځى محصل و . هم راسره و ، پېښور ته لاړو . سبا د ليندۍ ۲۶ د بابا ليدو ته ډبګرۍ ته لاړو . هلته دده د ورور محمد عمر سيماب يو پخوانى كور و. چې بابا پكې " څړه" اوسېده. يوې تنګى تيارې كوټى ته ورننوتو، د كوټې په اوږدو د بابا كټ پروت و. مخامخ ورته يوه نرۍ اوږده څوكۍ پرته وه. د كټ سرته كړكۍ كې يې د ورځې ډيوه بله كړې وه. موږ سلام وكړ ، لاسونه مو يې ښكل كړ،ډېر خوشاله شوه، چاى يې چاته ووايه ، ما ورته خپل ملګرى قريب الله شهيد وروپېژاند، دروغ رنځور پوښتنه وشوه ،چاى لانه و راغلى، چې يو لوړ دنګ څوك په كوټ او پتلون كې پروره راننووت، بابا ورغاړې ووت ، له كيناستو سره يې ورته ووې: دوې هم ستا كامه وال دي، ماته يې وويل: دا خادم صاحب دى. ما خادم صاحب دويم ځل ليده ، ړومبى ځل راته په بيهقى كتابپلورنځي كې اباسين راپېژندلى و. زه په تمه وم ، چې اوس به خادم صاحب د حمزه بابا په دې وينا چې "دوى هم ستا كاموال دي" ما وپوښتي چې د كامې د كوم ځاى يې، د چا له كوره يې ، دچا ...؟ او بيا دا خو پېښور دى، دلته څنګه راغلى يې ؟ هلته څه كار كوې ؟ نه نه حرام شه كه ځان يې راباندې پوه كړى وي. خير موږهم دوى خبروته پرېښودل او څه شېبه وروسته مو ترې دعا او مخه ښه واخيسته.
بابا د ۱۳۵۷ په پسرلې كې د ثور انقلاب تر تازه تازه رالېږلو وروسته د خپلو شينوارو او اپريدو عزيزانو، په يوه قامي جرګه كې نور محمد تره كي ته د عارف شينواري_ چې داود خان د ميوندوال په كودتا كې د ګډون په تور بندى كړى و_، د خلاصون په لړ كې كابل ته راغى: كه څه هم ډېر ناوزګاره و ، خو زه يې له زيارته برخمن شوم.
د ۱۳۵۸ د دلوې پر ۲۴ چې زه د خپلو لكونو او ميليونو هېوادوالو په څېرله ووړ بو رجل او لوى كوره پېښور ته لاړم ، نو پر سبا مې يې د يونيو رسټي بك ايجنسۍ له څښتن منشى عبدالرشيد نه د بابا پوښتنه وكړه ، هغه يې له نا روغتيا نه خبر كړم، چې د ليډى ريډنګ روغتون په بولټن بلاك كې بستري دى، ورغلم ، مراد صاحب او لمسي الطاف يې ورسره وو. څه ساعت ورسره كيناستم دا وخت زموږ د هېواد او ټولنې حالات دومره له تېر سره په توپير وو، چې د بابا د خبروښكېللي درد راسره تر پخوا ډېر همدردانه او مشفقاته وه، زه يې دحال په ژبه داسې پوهولم لكه ما ته چې د يوه يتيم او بيوسه انسان په سترګه ګوري. بيا نوچې زموږ په پيښور كې د يوه ورك برخليك او انتظار شپې شوې او مياشتې شوې ، كلونه شول او لسيزې شوې او په ژمي كې چې به بابا په پيښور كې و . په اونۍ دووو او مياشت كې هرمروزيارت ته ورتلم، پر مهاجرو او مجاهدينو به يې راسره د زړه خواله كوله ، خو دا يودرد او داغ يي هميشه پر زړه و، چې مجاهدين ولې نه يو كېږي. ؟
يو ځل د ۱۳۶۳ كال ژمىو، ما او زما منلي ورور سباوون مومند يو څو پوښتنې وليكلې، چې سياست ، تاريخ ، او ادب ټول مو پكې سره رانغښتي وو، دغه مهال پر افغانستان د روسانو زور زياتى او پوځي جبرښه په زور كې و،پوښتنې مو بابا ته وسپارلې ، هغه په زهير ځان پخپل ميده ليك يوولس واړه پوښتنې د كتابچې په يوولسو مخوكې ځواب كړې، په پوښتنو كې يو داوه ، چې په افغانستان كې د روسان د برخليك او ګاندو(مستقبل)، د ارادو په باب مو څه نظر دى؟
د بابا د ځواب نچوړدا و ، چې روسان به له افغانستان نه په ماته وځي ، ځكه له افغانانو سره دتاريخ په شهادت د بهرني متجاوز شپې نه دي شوى.
د ۱۳۶۲ د كب وروستۍ دوې ورځې پاتې وي ، چې زه يې ليدو ته لاړم، ښايسته ډېر ورسره كېناستم ، چې ترې رارخصتېدم ، راته يې وې، سبا شپه د نوي كال ړومبۍ شپه ده، زه فارغ بخارى دوى نوروزي مشاعرې ته بللى يم ، ته هم راشه چې راسره لاړ شي ، څوك راسره نشته ، سبا شپه ما په كور كې وويل چې ...،
چې ورغلم ، ماښام يارمحمد مغموم هم راغى، درېواړه ماسخوتن په ركشه كې له كواټى نه كوز له TD(ټي ډۍ) دروازې سره كوز شو، ما ركشې ته لس روپۍ راويستې ، بابا وي پريږره چې باز محمد يي وركړې . ځان مې غلى كړ ، خو پوه شوم ، چې د بابا پيرزونو معمومه پرما زياته وه.
د شاعري ځاى په يوه تكيه (امام بارګاه) كې و ، چې ورننوتو، ناست كسان لوى واړه او ځوانان ټول د بابا درناوي ته پاڅېدل بابا يې مخى ته كيناوه، زه يې هم څنګ ته كيناستم ، په مشاعره كې پر نورو سر بيره د اردو ژبى وتلي شاعران او ليكوال ارواښاد فارغ بخاري، رضا همداني ، محسن احسان او ګڼ شمېر نورو ګډون كړى و، مشاعره ترنيمى شپې روانه وه، په وروستۍ برخه كې چې بابا ته د اورولو بلنه وركړ شوه، د ګډونوالو احساسات دومره څپڅپانده شول ، چې هيڅوك پر خپل ځاى ناست پاتى نه شول، او د غونډي ترتيب سره خور وور شو. تر مساعري وروسته ورسره كاله ته راغلو.
د بابا دوستان او مينه وال خبردي ، چې ژمې به يى په پېښور او اوړى په لواړګي كې تېراوه. يو ځل ما او زما ښاغلي ملګرى سباوون مومند ليدوته لواړګي ته ورغلو ، پر لار مو پريكړه وكړه، چې بابا مو هسې هم دادبى مرشد په توګه منلى او له روحانى پلوه هم موږ ته ترده بل څوك ډاډ من نشته نو كه يې ومني دا ځل ترې لاسنيوى كوو، له خپلې همدې پريكړې كورته ورغلو ، خبر مو وروليږه ، راووت ، روغبړ مو سره وكړ، د حال احوال پوښتنه وشوه ، په خبرو كې يې د مجاهدينو د سوبو او سياسي دريځ پوښتنه بيا وكړه، موږ ورته د تېر په څېر ترې سروټكاوه، وې يې تاسي پوهېږئ ، چې مسلمانان له څه وخت راهيسې دغسې پخپلو كې سره د نفاق ښكاردى؟
ما خوورته ډير څه ونه ويلاى شول ، خو سباوون صاحب د خپلى پراخي مطالعى په رڼاكې خپل معلومات وړاندې كړل، خو د بابا لكه چې سود پدې ونشو ،
وى: د حضور اكرم جسد خاكې مبارك لا پروت و ، چې د مسلمانانو تر مينځ د اختلاف زړى وكرل شو، قرېشو اوبنى قريظه وو د رسول الله د روحانى او سياسي مېراث د خپلولو غورځې پر ځې شروع كړې.
ډېرې خبرى يې نورې هم پرې وكړې، موږ ورته د بيعت په باب خپله پريكړه وړاندې كړه، وې يې ، تاسې ځوانان يئ ، دا (لاسنيوى) ډير سخت كار دى، تاسې ورته نشى ټينګېداى، دا ډير رياضت غواړي ، ما دري ځله خپل مرګ پخپلوسترګو ليرلي. تاسي ته زما مشوره داده، چې خپل لمونځ اودس راټينګ كړئ د ځوانۍ عبادت سره زردى، موږ له دي نه له روحانى سپيڅلتيا او د روحانيت له مقام سره د بابا د مينې د سپيڅلي تړون اندازه ولګوله، ځكه له بابا د دنيا په لار كې ددين د دام غوړوونكيو په څير واى ، خو د خپل ارادت دحلقې په پراخېدو به يې خولۍ اسمان ته غورځولې واى. خو هغه دانې نه وا.
په افغانى ټولنه او كولتور كې ښاوي (د واده ځلمي) ته د منظومو پېرزوېنيو (سهرا) ډالۍكول دود نه دي ، ځكه داد هند د نيمى وچې د خلكو د كولتور بوتوكى دى، چې لرو پښتنو هم خپل كړى دى، بابا هم له خپل كولتورى چاپېريال نه په الهام دا دود له خپلو مينه والو سره پاللى دى، چې په دغو كې زه هم ځان يوو بارلى بولم، چې بابا د خپل دغه لوروونكى دود په پالنه و باړلى يم. كه تاسې ښاغلي يې راسره منئ ، نو زه د بابا دغه مينه وړې ډالۍ هم د خپلو خاطرو د ښې پاى (حسن اختتام) په توګه ستايې درنو ته وړاندې كول وياړ ګڼم:
د بابا ددې وياړلې ډالۍ سر ليك " د هنر سهرا " دى:
د هنر سهرا
مطربه ووايه څه داسې په هنر سهرا
چې نه شي ښكار د سپيرو سترګو د نظر سهرا
ددومره ستومانوونكي چپتيا او اورېدا يوجهان ښه مننه