اجمل پسرلی

 محمود درویش نامي عرب شاعر د شنبه په ورځ( داګست نهمه) دامریکا د تګزاس ایالت په یوه روغتون کې خپلو پایوازانو ته د زړه تر عملیات مخکې وویل ، له عملیاته وروسته مې کرار پریږدﺉ مه مې غږوﺉ.

د هغه په علمیات پسې، لرې په( رام اله) کې شمې رڼې شوې او
شمو د خپل شاعر د مرګ غم وژاړه. اووه شپیته کاله مخکې محمود درویش د فلسطین د (عکا) ښار په لمنو کې د( البروة) په کلي کې وزیږید، کیسه کوي شپږ کلن وم ، اوړی و،شپه وه، دکور پر تخت بام ویده وم، مور راغله ویې خوځولم، په ټیټ غږ یې راپاڅولم، عجیب ویر و، دشپې تیاره او خاموشي. له پاڅیدو سره د پټیو په لور روان شو، پر کلي ډزې پیل شوې، موږ لبنان ته کډه شو.

دغه کیسه د محمود درویش په شعر کې په مختلفو ډولونو انځور شوې ده، په یوه شعر کې لیکي:

(( هاغه دي

نه ګورې

لیوان ورزغلي

دسپینې سپوږمۍ

دپلوشو رڼا ته

لیوان ترې څرخي

اخ

خوله یې ورواچوله

ستوریو، دونو

برسر، روڼ کړی

لږ څه ورڅېرمه

دکاڼي زړه نه

وینه خوټیږي

هغه روان دی

هغه روان دی

ترڅو اوبه شي

یو مخ اوبه شي

دهغه سیوری

دسفر پای کې

له ستوني تیرشو

دغه څېره

زما، څېره نه ده

او

زه هغه نه یم

هغه زه نه یم

 

 

ددغه شعر خوند ژباړې وړی دی، ځکه چې د شاعر ژبه او دکلماتو ترمنځ ربط په خپل حال نه دی پاتې شوی، محمود درویش په خپله لیکي چې کلمات مانا نه لیږدوي، له یوه بل سره دهغوی پییل شعري مفهوم افاده کوي.دده په وینا شاعر داسې دی لکه انجنیر، د شیانو ترمنځ باید تناسب ته ډیر دقییق وي ، داسې  چې د ګل، وینې او خټې د استعمال پر وخت دیوه یا بل اندازه ترې  زیاته کمه نه شي چې کور یې ورړنګ نه کړي.

دغه انجنیر د محمود درویش په نظرباید په سیاست هم پوه شي خو دی سیاسي شعر له وعظ سره تشبیه کوي چې یا ښایسته وي او یا بدرنګه، بیا وایي،چې سیاست د شعرله څنډو څخه نه څنډوهل کیږي او مهمه دا ده چې سیاست څه ډول په شعر کې رااخلو، مستقیما که په شعري ژبه. د محمود درویش په نظر شاعر باید په تاریخ هم پوه وي دده په وینا، سبا شاته ځي خو تیر وخت مخته نه راځي. دغه په تبعید کې ستر شوی شاعر، د خپل تیر وخت یو انځور په شعر کې داسې رااخلي:


د زړه سره

 که باران نه شې، نیالګی شه

څانګې ډکې له میوو کړه

او که ونه نه یې

کاڼی شه

مرطوب شه

ښه تازه شه

او

که کاڼی نه یې

ګرانه

سپوږمکۍ شه

ته دناوې

د خیالونو

ناټکۍ شه

(( دا د ها مورکۍ خبر دی

چې د زوي په جنازه باندې

ږغیږي))

دا شعر محمود درویش پخوا لیکلی دی، څو کاله وړاندې دده شعري مجموعه ددولسم ځل لپاره چاپ شوه نو پوښتنه ترې وشوه چې پخواني شعرونه دې خوښ دي که نوي؟ ده وویل، کله چې اړ شم چې خپلې تیرې لیکنې د چاپي غلطیو لپاره بیا وګورم، زړه مې سخت ورته تنګ شي، له تیرې شاعرۍ راضي نه یم ، له ځان سره وایم، کاشکي مې ټولې لیکنې نه وای خپرې کړې او یا لږ تر لږه ډیره برخه یې مانه وای چاپ کړې بیا په دې زړه تکیه کړم چې زما د شعر وده دهمدې کارونو نتیجه ده. دغه وسواس اړ کړم چې د ځواني دوخت یوه مجموعه مې ضایع کړم خو په دې کار پشیمانه غوندې یم ځکه چې لوستونکی هم نظر لري.

محمود درویش په خپل اووه شپیته کاله عمر کې عربي، اروپایي او امریکایي، ګڼې جایزې ګټلي، په لسګونو کتابونه یې چاپ کړي دي، دده له شعري ټولګو څخه، بې وزره مرغۍ، د زیتون پاڼې، له فلسطینه یو مین، په الجلیل کې مرغۍ مري، اس مې ولې یوازې پریښود او دده تر وروستي اثر، چې تیرکال خپور شو، د پتنګ اغیز..په ټولو کې ده د فلسطین ویر ژړلی دی خو تیر کال د اسراییل د پوهنې وزیر، یوسي سارید، له خپل دولته وغوښتل چې اجازه ورکړي په ښوونځیو کې یهودان د محمود درویش شعرونه ولولي. د درویش د مړینې دخبر له خپریدو وروسته انګریزي ژبې اسراییلۍ ورځپاڼې (هارتز) دهغه غم وژاړه او هغه ته یې دسولې دشاعر خطاب وکړ،دا ځکه چې ده شعر لیکلی ، شعار یې نه دی لیکلی، دی اسراییلي عسکر ته په یوه شعر کې خطاب کوي او لیکي:


که دې(جنین) ته

 بس دیرش ورځې کتلای

څه چې شوي

 دغه ټول به بیا بدل و

د تي خور به محاصره وه هېره شوې

لکه روغ به و ستر شوای

لکه روغ به و ځوان شوای

ستا له لور سره به یوځای

په ټولګي کې داخل شوای

د اسیا تاریخ به یې لوستو

او

ښایي، یو بل یې خوښ شوي

ښایي لور یې پیدا شوې

او هغه هم ،وه یهوده

اوس دې څه وکړل

ته وایه!

خپله لور دې کونډه شوې

او لمسۍ دې ده یتیمه

پرخپل کور دې ماتم راووست

پریوه ډز دې

درې کوترې وویشتلې

 

له اسراییله ګيله ولې په اسراییل ښه لګیږي چې په ښوونځیو کې یې دلوستو غوښتنه کوي او د درویش پاتا ته کښیني؟؟ محمود درویش په خپله وایي، د ښایست احساس د انسان په خټه کې اغښلی دی او انسان چې د نړۍ په مختلفو سیمو کې په ګڼو ژبو خبرې کوي، یوه  ژبه یې شریکه ده، هغه د احساس او جمال ژبه ده.

دغه شعر چې دده مخالف سیاستوال هم ترې خوند اخلي ، څرنګه لیکل کیږي؟

محمود درویش وایي،زه چې شعر لیکم نه پوهیږم چې څه مې لیکلي دي خو کله چې بیا خپل شعر چاپ ته سپارم په لسګونو وارې یې لولم، بیا بیا یې ګورم څو ډاډه شم چې اوس خو د خپریدو دی. شاید همدغه خواري وي چې کله مې کوم کتاب خپور شوی دی فکر مې کړی چې نور له شعره تش شوی یم او احساس مې کړی دی چې دامې وروستی کتاب و. درویش بیا وایي، په دغه وخت کې چې مې شعري چینه وچه شوې ده نثر ته مې مخه کړې ده او چې نثر مې لیکلی دی پوه شوی یم چې اخ شعر یې له ما غلا کړ. دی بیا وایي، د شاعر( باسترناک) دا خبره خوندوره ده چې وایي،په شعر کې هغه کرښه ښه لګیږي چې نثر ښکاري.

درویش بیا څرګندوي چې له نثره ډیر خوند اخلم، د تاریخ او فلسفې کتابونه دشعر د زیرمې د غنا لپاره لولم، جغرافیه مطالعه کوم او له ناوله خوندونه ټولوم، ددغه ژانر لیکوال راته بختور ښکاري، ځکه چې علم، کلتور،ستونزې، رنځونه، تجربې...ټولې په خپل اثر کې رانغښتلای شي.

محمود درویش د خپل شعر په اړه وایي، شاعران دوه ډوله شعر لیکي، یوه برخه، یو ځلي شعر لیکي، لکه په عربي کې د جاهلي زمانې شاعر، طرفه بن العبد او په نړیوالو شاعرانو کې ، رامبو داسې شاعري کړې ده. دوهمه برخه هغه شاعران دي چې تدریجي شعر لیکي او زه له دغې ډلې یم. دده په وینا هغوی چې یو دم شعرونه نه لیکي، ښایي شعري عمر یې اوږد وي ځکه چې د تجربې لپاره وخت پیدا کوي.

محمود درویش وایي، شعرمې په حدس پیلیږي، بیا ترې انځور جوړیږي خو لاهم شعر نه دی، باید ایقاع پکې پیدا شي څو شعر شي. که افکار او انځورونه راسره وي او دموسیقي ترنګ پکې نه وي ځای شوی، شعر نه شم لیکلي. همدا علت دی چې شعر خپله له موسیقي پیلوم خو باید لیکنه له فکره خالي نه وي.

نو ایا دروییش شعر په الهام نه لیکي؟! دی وایي، د الهام لټه مې کړې چې ځان پرې پوه کړم. کله الهام د خارجي او داخلي عناصرو توافق راته ښکاري، داسې چې ذهن پرانیستل کیږي، په دې ډول چې مریي شي په غیر مریي بدلیږي، غیر مریي په مریي اوړي. دی بیا زیاتوي، کله ناکله میز ته کښینم هیڅ نه لیکل کیږي کله بیا ژړه نازړه د میز په لور ورشم څه ولیکل شي. نو که الهام وي باید ځان پرې پوه کړو، هغه په خپله نه راځي، الهام د یوه مجهول څه په څېر دی، که فکر پرې ونه کړو نه یې شو ترلاسه کولای.

محمود درویش وایي، دوه ویرې لرم یوه ویره مې د شعر له کلماتو ده، یو شمیر شاعران شته چې کلمات یې محدود دي دغه ویره هر سهار په ما ( لسان العرب) قاموس پرانیزي. دغه کتاب توکلي پرانیزم یوه کلمه ګورم، تاریخ ته یې ځیر کیږم، اشتقاق ته یې دقت کوم او چې کله بیا شعر لیکم هڅه کوم چې مړه کلمات ونه کاروم.

محمود درویش د خپلې بلې ویرې په اړه وایي چې په ځواني کې له مرګه ډاریدم خو اوس له دې بیره لرم چې د لیکلو وس مې مړ نه شي.

 له تاند ویبپاڼې نه په مننه

www.taand.com

ماخذونه:

۱-  الدکتور شکري، غالي، ادب المقاومة، دارالمعارف، القاهرة، ۱۹۷۰

www.syrianstory.com۲-

www.jehat.com/Jehaat/ar/Malafat/m_darweesh.htm۳-