راځه راځه ښکلې ! مه غواړه اجازه د مینې
تل مې پرانستې ده په زړه کې دروازه دمینې
ما په ازل کې دخوږې مینې وعده کړې ده
خوره وره مې ده په روح کې انګازه دمینې
ما په خپل ژوند کې هریو کار ترخپله بريده وکړ
خو هېڅ مالومه نه شوه ماته اندازه دمینې
ژوند خولا څه چې پس له مرګه به هم مینه خوروم
زما پر قبر به زرغونه وي خازه دمینې
یو څو بدرنګه خلک دلته نفرتونه کري
له دغه ښاره زیاتي وځي جنازه دمینې
محبوبه بس دی نور انکار له مینې نه دی پکار
تر لرې لرې چې دې ولاړه اوازه دمینې

محبوب الله محبوب