د arghawan arghawan لخوا خپرې شوې لیکنې
((بدر)) او ((د باران انځور))
نورالحبيب نثار ((بدر)) او ((د باران انځور)) د بدر او باران چې سره نه ده جوړه، نو دغه د انځور خبره په کې بيا له کومه راغله! ځکه چې بدر وي، باران به نه وي او چې باران وي، نو بويه چې بدر نشته. خو تخيل داسې يوه وړتيا ده چې په مرسته يې د بدر په شپه هم د باران شيبې انځورېدلی شي. بدر دی او که باران، دواړه، نږه عاشقانه او عارفانه ښکلا لري. د باران انځور د ښاغلي صديق الله بدر هغه شعري تابلو يا ټول
د ماشومانو فوکلور او د هغه د ثبتولو ستراتېژي
نورالحبيب نثار د ماشومانو فوکلور او د هغه د ثبتولو ستراتېژي که د فوکلور پوښتنه ځنې وشي، نو ځينې کسان ښايي ووايي چې دا يو عنعني، له موډه پرېوتی، کليوالي، جرړور، شاته پاتې، عام يا لرغونی شی دی. مګر حقيقت دا دی چې فوکلور تر دېوو ډېر زيات لوړ دی. د دې له پاره چې ځينې خلک څينې شی بې معنا، پوچ يا درواغ وښيي، نو ښايي د ((فوکلور)) کلمه يا مفهوم ناسم وکاروي. مثلا وايي به چې ((دا فقط د عامو خلکو خبرې دي.)) يا لکه د ((غلط العام)) مقوله چې ملاي
د ژوند پاڼې
د ژوند پاڼې دا د ښاغلي عزت الله شمسزي شعري ټولګه ده. د دې ټولګې: - ژبه پخه او روانه ده. روښانه او رسا ترکيبونه لري. محاورې او انګېرنې هم په کې کارېدلې دي چې د بشر له بدوي معرفت سره د شاعر لېوالتيا ښيي. - د شعرونو چوکاټونه واړه او بحرونه لنډ دي. - د شاعرۍ چ
شعر، هنر، ادب او ښکلا
نورالحبيب نثار شعر، هنر، ادب او ښکلا د شعر، هنر، ادب او ښکلا په باره کې له لرغونې زمانې راهيسې هڅه کېږي چې که کوم کوټلی تعريف يې وشي. خو خبره لا د تعبير او تفسير له حدودو او دايرې څخه نه ده وتې. په لاندې کرښو کې په دې باره کې د کورنيو او بهرنيو کره کتونکيو او اديبانو له نظره ځينې تعريفونه وړاندې کېږي چې په حقيقت کې هماغه تعبيرونه او تفسيرونه دي. خبره زړه په زړه ده. البته، د ادبياتو د حوزې د ځوانو شا
د جلال امرخېل يو غزل
د جلال امرخېل يو غزل زما د خوښې زلمي شاعر جلال مې د هغه پر يوه غزل نظر غوښتی چې مننه يې کوم. درځئ چې لومړی د ده هغه غزل ولولواو خوند ځنې واخلو: لکه غني ، لکه خيام ، نشه يې سترګو کې ده د شرابي غزل د جام نشه يې سترګو کې دهجلۍ ولاړه ده په بام، نشه يې سترګو کې دهټالۍ وهي سر ماښام ، نشه يې سترګو کې ده جلال پرېوځي
د ولس د رأيې واقعي درناوی
نورالحبيب نثار د ولس د رأيې واقعي درناوی زموږ بحثونه نن پرون زياتره پر ټاکنو او د ټاکنو پر نتيجو تاوده دي. د روان کال د زمري پر ۲۹مه نېټه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو له پاره ټاکنې وشوې. بېګا ته يا په سبا يې د ولسمشر کرزي او ډاکټر عبدالله عبدالله د کمپاين ويندويانو د خپل خپل کانديد د بري دعوې وکړې. د ولسمشرۍ طاق کانديد ډاکټر رمضان بشردوست دغه ښاغلي فالبينان وبلل او زياته يې کړه چې د خدای روی دې وګوري او ځانونه دې نه شرموي. ځکه چې غو
تقليد زموږ عادت دی!
پوښتنه: آزاد شعرکوم ډول شعر دی ؟ ولي ورته ازاد شعر وايي؟ ايا دقافيې له غړوندي وتلی، که د شکل او محتوا له مخې څه توپير لري؟ ځواب: آزاد شعر هغه دی چې د قافيې او رديف له قيده آزاد دی. دقافيې او رديف له قيده آزادۍ د دغه ډول شعر په شکل او محتوا کې هم لزوما بدلون راوستی دی. شکلي بدلون يې دا دی چې له پخوانيو قالبونو وتی او محتوايي بدلون يې دا دی چې مضمون په کې په پوره کم و کيف بيانېدلی شي.
پير حيدري او په توفان کې د هغه څراغونه
ښاغلی پير حيدري له هغه وخته پېژنم چې يوازې غلام حيدر و- نه پير و- نه حيدري!! خو رسنۍ داسې يو شی دی چې بنيادم د چا خبره په يوه دم او قدم کې تر عرشه رسوي او يا يې هم تاترين ته پرېباسي. ښاغلی پير حيدري دغه دم واخيست او قدم يې اوچت کړ. ټوپک يې ګوزار کړ او قلم يې ورواخيست. له دې کبله چې پير صاحب په ډزو روږدی و نو له قلم څخه يې هم د ټوپک کار واخيست. له واره يې باندې ډزې شروع کړې. داسې ډزې چې کله د پنځډزي غوندې د بنيادم د غوږونو پردې څيروي. کله د چره ييز په څېر، نه د چا مخ ګوري، نه څټ. او
د ((اوښکو موسکا)) که سندرې او سرودونه
مصطفی سالک نېکمرغه دی چې د پښتونخوا د غرونو غارونه ورته حرا حرا ښکاري. ځکه خو د عشق د پرښتې الهام ته غوږ غوږ دی. ټوله هڅه يې دا ده چې د ورکې کنارې په تلاش کې تر سا اخيستو د مخه يوه تلپاتې سندره وبولي- هغه چې د مراد راګونه ځنې څاڅي. ښاغلی سالک خپلو خبرو ته د چا د رڼا آب ورکوي- د هغه چا چې د ده په عقل کې جهان او د ده په وجدان کې ځان ګوري- د هغه چا چې د کايناتو رنګ يې له رنګه پور اخلي- د هغه چا چې دی يې ځان د ذات او صفاتو (مينې او حسن) تړاو ګڼي. دی غواړي چې سندره يې د
ژبه خو روغه ده د ټکرونو له کبله!
نورالحبيب نثار ژبه خو روغه ده د ټکرونو له کبله! زلمی ليکوال محمود مرهون د خپل يوه استاذ له قوله دې خبرې باندې چې ژبه ټکر نه مني، په ټولګي کې د يوه تاوده بحث کيسه کوي. ټولګيوال يې په دا ترڅ کې پوښتنه کوي چې [سو] معيار دی او که [شو]؟ استاذ ته يې غصه ورځي- د دې له پاره چې شاګردان د [شو] په معياريتوب قانع کړي نو پر تخته ورته يوه جمله په دوو بڼو ليکي: يو: &nb
"د عادلانه نظام لار"
نورالحبيب نثار "د عادلانه نظام لار" د هېواد په سياسي او فرهنګي افق کې د يوه رښتيني سباوون څيره آوازه وه چې د افغانستان لوی سکالر، مفکر او د ۱۳۸۸ کال په ټاکنو کې د ولسمشرۍ له پاره کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي په هېواد کې د اغېزمنې دولتدارۍ، متحرک اقتصاد، ټولنيزې پرمختيا، نړيوالې همکارۍ، قانوني
ټولټاکنې که ټاکنې؟!
د ټوليزو رسنيو مؤسسو ته، کوم بنسټ چې د افغانستان د اساسي قانون د ۱۵۶مې مادې په حکم جوړ شوی او په هېواد کې د هر ډول ټاکنو د ترسره کولو مسؤوليت لري، رسمي نوم يې ((د ټاکنو خپلواک کميسيون)) يا ((کميسيون مستقل انتخابات)) دی. بناء، د ((ټاکنې/ټاکنو)) پر ځای ((ټولټاکنې/ټولټاکنو)) ليکل سم نه دي. موږ په هېواد کې پنځه ډوله ټاکنې
د ماشوم له پاره شعر څنګه وليکو؟
هر هغه څه چې د ماشوم له پاره ليکو، هدف يې هغه ته ښوونه او د هغه روزنه ده. ټولې هغه سپارښتنې چې د ماشوم د ښوونې او روزنې استادان يې د ماشوم له پاره د درسي موادو ليکوال ته کوي، شاعر هم بايد په جدي توګه ورته پام وکړي.ماشوم ته ليکلي شعرونه بايد طرحې، تصويرونه او ضمنا معلومات ولري. خو دغه طرحې، تصويرونه او معلومات دې د ماشوم طرحي، تصويري او معلوماتي تجربو باندې بنا وي. شعر د معلوماتو د يادولو يوه ښه زمينه ده. هېره دې نه کړو چې ماشوم د شعر ويلو او ادبي پنځونو پوره تجربه لري. د دوی دغه تجربې دو
مدني ټولنه، انګېرنې او سپارښتنې
د مډرنيزم، مدنيت او مدني ټولنې مصطلحات موږ ټول کاروو. په عامه توګه يې توپير هم نه کوو. دا درې سره جلا مفاهيم دي. مخکې له دې چې پر مدني ټولنه بحث وکړو، مدنيت او مډرنيزم تعريفوو. مدنيت (Civilization) د بشري ټولنې يا فرهنګ يو ډول دی. مدنيت معمولاً داسې يوه ټولنه ګڼل شوې چې د کرنې په چارو بوخته وي او په ښارونو کې اوسېږي. مدنيت په عام ډول او اکيډيميکه توګه د فرهنګ مترادف کارول کېږي. انګرېز بشر پېژندونکي ايډوارډ برنيټ ټيلور وايي چې مدنيت د بشر د ټولنيز ميرات ټولګه ده. ځينې نور يې يو ډول
د ژباړې په اړه يو مقدماتي بحث
د ژباړې ګڼ تعریفونه شوي- نسبتا روښانه تعریف یې دا دی چې د بشر فکر او تجربه ورسره له یوې ژبې څخه بلې ته لېږدول کېږي. په ژبپوهنه کې د ژبې د ماهیت په اړه د دوو متفاوتو تیوریو دا نتیجې چې ژبې ژباړه مني، یا دا چې د ژباړې وړ نه دي، پخپله د ژباړې اهمیت په ګوته کوي. د ژباړې د اهمیت د زباتولو له پاره همدومره بس دی چې ووایو له لرغوني مصر څخه رانیولې تر اوسه پورې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې کېږي. په درېمه هجري پېړۍ کې عربي ژبې ته د یوناني فیلسوفانو د آثارو له ژباړلو سره هغه فرهنګي زېرمه د منځینو پېړیو
آزادي واقعا څه ته وايي؟
((... تر هغه چې حکومت محدود وي، انسان آزاد نه دی. یو روښانه علت او معلول شته چې د فزيک د قانون غوندې منظم او د وړاندوينې وړ دی: څومره چې حکومت پراخېږي، هومره ورسره آزادي محدودېږي.)) رونالډ ريګن د ډيموکراسۍ او آزادۍ کلمې موږ ټولو اورېدلي دي چې زياتره وخت، په تېره بيا پر عراق باندې زموږ د يرغل پر مهال کارولې کېږي. سره له دې چې دغه کلمې په نننيو سياسي مباحثو کې يوه د بلې پر ځای يا په يوه معنا کارولې کېږي، خو رښتينې معناګانې يې ډېر توپير سره لري. &n
د سرشمېرنې پروفايل، ستونزې او سپارښتنې
سرشمېرنه يوه مهمه تاريخي او ټولنیزه پروسه ده. د يوه هېواد ټولنيزې- اقتصادي او ډيموګرافيکي ځانګړنې له دولت سره مرسته کوي چې پرمختيايي اړتياوې او خدمتونه د هغوی له مخې پلان کړي. ځکه چې ټول پرمختيايي منابع (روغتيا، ښوونه او روزنه، لويې لارې، کانالونه، ...) پر وګړيو باندې د هغوی د تناسب له مخې وېشل کېږي. زموږ په هېواد کې واقعي احصايه او کره معلومات د نشت برابر دي. د افغانستان د احصايې مرکزي اداره چې دنده يې د احصايې راټولول دي، اول او آخر يې په ۱۹۷۹ ميلادي کال کې د هېواد وګړي وشمېرل. تر ه
زه پخوا داسې نه وم!
ډالۍ: هغه غازي افغان ته چې شورويانو ځنې دواړه سترګې ايستي دي او اوس يې له زړه نه يوازې يو الله خبر دی او بس. ----------------------------------------------- زه پخوا داسې نه وم! ما پخوا رڼا لېده؛ ما پخوا تياره لېده؛ ما پخوا پسرلی لېده؛ ما پخوا خزان لېده. ما پخوا هر څه لېدل، خو اوس ... اوس هېڅ نه وينم– نه رڼا، نه تياره، نه پسرلی، نه خزان. البته، خوبونه ډېر وينم. او په خوبونو کې مې بيا دغه هرڅه وينم- رڼا، تياره، پسرل
پښتو ولسي او شفاهي ادبيات
د پښتو ولسي يا شفاهي ادب پر ماهيت او اهميت هغه وخت پوهېدلى شو چې شفاهي\ولسي ادب يا فوکلور وپېژنو چې څه ته وايي او غرض يې څه دی. پروفيسر محمدنواز طائر په دې اړه ليکي:(( فوکلور چې پښتو کې ورته شفاهي يا ولسي ادب ويلى شي او مقصد يې د يو ولس د رواياتو تجزيه کول دي (او) د هغوى د ژوند د معاشرتي نظام او ذهنيت اندازه لګول دي. دا د ولسي رواياتو د هغې علمي او ادبي افکارو نه بېخي بدل دى، کوم چې د لويو لويو عالمانو او مفکرينو يا شاعرانو په ليک کې راوستى شي. د دې ادب د مطالعې په ذريعه د معاشرې معنوي
آصف ننګ يوازې يو ليکوال دی او بس!
د ډيموکراسۍ له برکته چې د څه شي پرېماني ده، هغه خبري رسنۍ دي ـ د پرمختيا د حجم پر پرتله مو د اخبارونه، مجلې، راډيوګانې او ټلويزيونونه ډېر دي او درګرده ډېرېږي پسې. خو که رښتينې ارزونه يې وشي، نو جوته به شي چې تر خير يې شر زيات دی. له ډېره وخته دې ته فکر وړی وم چې زموږ پر خبري رسنيو خدای زده څه چل شوی چې دنيا ورباندې ټرت قيامت شوې او د ويلو څه نه لري. تر څه فکر او غور وروسته دې نتيجې ته ورسېدم چې يا خو موږ بې مسلکه يو ـ يا له مسلک سره تعهد نه لرو ـ او يا خپل ملي ارزښتونه او