د arghawan arghawan لخوا خپرې شوې لیکنې


درځئ چې ماشوم ته نور کوچنى، کمکى، ووړ يا حيوان ونه وايو!

له هغو پښتنو کورنيو څخه په بخښنه چې ماشوم ته کوچنى، کمکى، ووړ، حيوان يا داسې نور څه وايي، خپل بحث له همدغه ځايه پيلوم چې درځئ ماشوم ته نور کوچنى، کمکى، ووړ يا حيوان ونه وايو! د دې سپارښتنې فکر راسره هغه مهال پېدا شو چې له ننگرهاره خپرېدونکې د رڼا کلتوري مرکز مياشتنۍ مجلې، رڼا، زما يوه ليکنه ((د ماشومانو ادبيات ، ډولونه ، ستونزې او چلنجونه ))  زما له شخصي ويبلاگ څخه ورواخيسته او تر تصرف بلکې تحريف وروسته يي زما په نامه خپره کړه. تصرف او تحريف مې ورته ځکه ووې چې زما په ليکن

24.05.2007 arghawan

د استاد شپون د بري راز په څه کې دی؟!

دا هغه پوښتنه ده چې ځواب يې اسانه مګر ځان ورباندې برابرول گران دي. هغه څنگه؟ هغه داسې چې استاد پر دې سربېره چې د تجربو ټکنيک يي د کيسو، ناولونو، مقالو او مرکو له لوستلو معلومېږي،  نېغ په نېغه  يې هم موږ ته په صريحه او واضحه توګه ځينې لارښوونې کړې دي؛ مثلا: ١. استاد وايي که ليکوالي او هنر غواړو نو له انزوا او تجرد څخه دې ځانونه وساتو. خو له انزوا او تجرد څخه ځان ساتل دې ته نه وايي چې چېرته ډنګ نو د ابۍ ګوډی تر څنګ! او ځغله پسې. او يا چې ښاغلی محمد زبير خ

22.05.2007 arghawan

د تېرو نژدې درې لسيزو ناخوالو په موږ کې د بل د اورېدلو کلچر ډېر بد ځپلی دی

دا لاندې مرکه راسره څه موده له مخه ښاغلي ليکوال محمد نبي تدبير د ښاغلي شاعر ډاکټر سميع حامد په سپارښتنه کړې ده. د ښاغلي تدبير په وينا د افغانستان د قلم  ټولنه غواړي چې له ژورنالستانو سره د مرکو  يوه ټولګه خپره کړي. ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ پوښتنه: ستاسو له نظره د بيان آزادي ځه شی دی؟ ځواب: د بيان آزادي دا ده چې يو څوك خپل فكر او مافى الضمير نورو ته څرګند كړي او هغه نور يې واورېدلی شي

13.03.2007 arghawan

شعر که نثر؟

لاندې ليکنه په جانان وېبلاګ کې د طرحه شويو پوښتنو په ځواب کې شوې ده؛ ډېر کم تغيير البته په کې راغلی دی. پوښتنې دا دي:  دا سمه ده چې شعر ليكل يو څو كسانو ته پرېږدو او نور نثر ليكنې ته مخه كړو؟ ايا دا دوه درې كسان به وكولی شي د ټولنې د هرې كټګورۍ ذوق خړوب كړي؟ ايا هغه كسان چې اوس ښه شعر نه شي ليكي داسې امكان نه شته چې د سبا ورځې نوموتي  شاعران شي؟ ايا د دغو وتليو شاعرانو شعرونه له اول نه همدومره پاخه وو؟ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

08.03.2007 arghawan

غزل

يه د رنځور حسن مېرمنې، سپېلنی دې شمهمه کېنه داسې لاس تر زنې، سپېلنی دې شمهستا د ښايست د لېوني خمار په تمه- تمهشوم سودايي د بنګو ونې، سپېلنی دې شمهڅومره بېباکه يې دا ستا پاکه لمن نيولېځواني مې ګورې غنې- غنې! سپېلنی دې شمهراځه د عشق په جزيره کې له دا هر څه لرېخپلې کېږدۍ کړو چېرته پلنې، سپېلنی دې شمهپرېږده چې اور واخلم، لمبه شمه، لوخړه شمهسترګې راواړوه خوږلنې، سپېلنی دې شمهنثاره ورشه، ورته ووايه صفا ټکيو کېاندېښنه مه کوه د بنې، سپېلنی دې شمه.

27.02.2007 arghawan

مرکه د ډيوې له پاره

-----------------------------------------------------------------------------------------------------------دا مرکه راسره د ١٩٩٤ کال په وروستي پار کې ښاغلي پير محمد کاروان کړې ده. هغه غوښته چې په ډيوه کې يې خپره کړي. خو زما د ناغېړۍ له کبله هغه مهال له چاپه پاتې شوه. ----------------------------------------------------------------------------------------------------------- پوښتنه: شعر ستاسو له نظره څه مفهوم لري؟ تاسې ولې شعر ليکئ؟ ځواب:د شعر مفهوم د انسان د ژوند

14.12.2006 arghawan

توبيل*

الا اللهتوبيل اللهتوبيل وځنګېدونه يې منډه مات شونه يې ګل ورژېدود پاڼو يې شرنګار شوپه جنت کې مؤمنانو واورېدومؤمنان په ثنا ګډ شولپاک رسول ونازېدوله پاسه دوه مرغان راغللزېړې زېړې غاړېبخمل څانګونهپه څانګو کې کتابونهکتابو کې دوې دانېهغه د خدای نامې!____________________ *     د دې شعر په تېره بيا د (( توبيل)) د کلمې د معنا په باره کې مې له کاروان صاحب سره خبره کوله. هغه ويل چې کېدی شي مراد يې په جنت کې هغه د طوب

05.12.2006 arghawan

روان باغ يا باغ روان

د ننګرهار د خوګياڼيو په (( سردارانو بانډه )) کې يو باغ دی چې (( روان باغ )) يا (( باغ روان )) يې بولي. دغه باغ شاوخوا پنځلس جريبه دی.د دغه باغ ختيځ ته په ژوره کې د (( کړسو )) خوړ، لوېديځ ته يې هديره، شمال ته يې د (( کږې ))او (( بر بيار )) تر منځ پر جګه غزېدلی ډاګ او سويل ته يې د سردارانو بانډه ده چې د (( خرمنې )) د غونډې په شمالي لمن کې آباده ده.د روان باغ ختيځه ډډه ډېر پخوا- ښايي پېړۍ وړاندې- مخ ښکته ښويېدلې او د کړسو د خوړ له لوېديځې غاړې سره لګېدلې ده چې ونو بوټيو يې د خوړ پر غاړه د غ

29.11.2006 arghawan

پاچا غونډۍ

دا يوه ګرده غونډۍ ده. له لرې چې يې ګورئ، د غنمو د رشې غوندې ښکاري. چاپېره يې آبادې مځکې دي. دا غونډۍ د بر بهار لويديځ ته له کړسو، چې يوه خوړ دی، پورې غاړه په کالوخېلو کې ده. کالوخېل د لر يا کوز بهار اړوند يو کلی دی چې دا هم لر او بر لري. د پاچا غونډۍ سهېل ته د برو کالوخېلو او شمال ته د لرو يا کوزو کالوخېلو کلی دی. د غونډۍ ختيځ او لوېديځ ته آبادې مځکې دي. د پاچا غونډۍ پر لمن ګرچاپېره يوه طبيعي پټه ګرځېدلې ده. داسې ښکاري لکه چې څپر ورباندې تېر شوی وي. اوس هم چې کروند ګر کله د غ

29.11.2006 arghawan

بېوسي

يوه ژېړي مازيګري کې د ها پورې غرونو غېږهما و تا نه وه چاپېرهد يوه غوز د ونې خوا تهتا کيسه کوله ما تهد سلګيو په هجوم کېغټې غټې اوښکې راغلېښکته ستا پر اننګيوما دا ټوله ننداره کړله په پټه خوله جانانهاو وم دغومره بې وسهچې در پاکې مې کړای نه شوېد تا اوښکې په لمنه:

29.11.2006 arghawan

د ماشومانو ادبيات

يوه ورځ چا له پوهاند قلندر مومند نه پوښتنه وکړه چې پښتانه ليکوال د ماشومانو ادبياتو ته له سره پام نه کوي، چې دا ولې؟تر څو قلندر صاحب ځواب ته ځان سازاوه، پروفيسر تقويم الحق کاکاخېل غاړه صافه کړه، ويې ويل: (( ولې، دا موږ او تاسو يې چې ليکو، دا د ماشومانو ادبيات نه دي څه؟!))

29.11.2006 arghawan

د رڼا څلی

شوې بې نيازه، زياتي غم پر تا غرض نه لريولاړې، باچا شولې، ستم پر تا غرض نه لري د ژوند پر ټولو حوادثو دې خوا يخه کړلهنوره نزاع وي که سلم، پر تا غرض نه لري د دنياګۍ ورانې ويجاړې دې اوس سر ټکويپه ړنګو مېنو دې ماتم، پر تا غرض نه لري شاعره، ستا رنګين خيال نور له لمبو نه وووتنور دې اورونو کې قلم پر تا غرض نه لري تا به مدام موږ ته د رنګ و نور کيسې کولېد رڼا څلی شوې تورتم پر تا غرض نه لري.  

28.11.2006 arghawan

(( زما د ملګرو سره ووينئ ))

د مهاجرو ماشومانو له پاره اساسي زده کړې\ GTZ-BEFARe د پاکستان په سرحد ايالت کې د مهاجرو افغانانو ماشومانو ته اساسي او لومړنۍ زده کړې برابرولې. دې ادارې په ٢٠٠٢ کال کې وغوښتل چې د (( زما د ملګرو سره ووينئ )) نومی کتابګوټی پر ماشومانو ووېشي. دهغه په اړه يې زما نظر وغوښت. لاندې کرښې مې ورته وليکلې. زه هغه مهال د نوموړې ادارې د پښتو ښوونيزو او روزنيزو موادو د تأليف او تدوين مسؤول وم.  (( نثار))__________________________________ د ا د هغه مصور کتابګوټي نوم دی چې د آسيا او لټ سمندر

28.11.2006 arghawan

د خوشحال بابا د شعر نظريه

خوشحال بابا د پښتو ژبې تر ټولو لوى شاعر دى او لوى شاعران د شعر په باره کې لزوما ځينې ځانګړې نظريې لري. د خوشحال بابا د شعر په ځانګړې نظريه د پوهيدو له پاره به لومړى د شعر په باره کې د ځينو کورنيو او بهرنيو پوهانو او اديبانو د رايو په رڼا کې يو مقدماتي بحث وکړو او بيا به پخپله د خوشحال بابا نظرياتو ته مراجعه وکړو چې زموږ د مقالې اصلي موضوع ده. خو دغه مقدماتي بحث به دوه برخې ولري. په يوه برخه کې به په عمومي توګه د شعر په باره کې د بېلابېلواديبانو او پوهانو تعبيرونه، تفسيرونه او تاثرات بيان شي ا

26.11.2006 arghawan

په تياره کې

په تياره کې مې، چې چوپتيا خپره وه اود سبا وږمېپرده له ځانه سره وړله،درباندې غږ وکړپاس په خواشيني آسمان کې يو ستوری سوځېدهيو ستوری په منډه وويوه ستوري له دنيا سترګې پټولې.****درسته هستي مې لکه د پيو ډکه پيالهپه لاس کې نيولې وهد سپوږمۍ آبي جلوهپر شيشو لګېدهاو تا ته مې نارې کړېاو تا ته مې نارې کړې.****د چينجيو له ښاره يوه غمجنه ترانهلکه لړه پورته ختهاو د لوخړې په څېر پر کړکيو پرېوته.****زما په سينه کېدرسته شپ

21.11.2006 arghawan

کمال د خپلو خيالونو په جزيرده کې

ښاغلی محمد الله کمال د افغان ادبي بهير يو فعال غړی او لاروی دی. له ژبې او ادب سره د ژور تړون د پاللو په هڅه او هاند کې يې بريالی وينم. ما يې ((د خيالونو جزيره)) وکتله. ډېر څه مې په کې فکر ته راغلل؛ مثلا: • ژبه يې ساده او معنا يې سپېڅلې ده.• د پښتو شعر اصالت او رسالت په کې خوندي دی- وياړنه هم لري او حماسه هم؛• داسی نښې نښانې په کې شته چې د شاعر څه نا څه ځانګړتيا ښيي؛• د خوف او رجا تلقين په موازي او برابره توګه کوي؛• د سرور سندرو ورڅخه ويرنې نه د

20.11.2006 arghawan

د مقاومت مفهوم کاملا مجهول دی!

@ نثار صيب، سلام!* وعليکم السلام. @ څنګه يې؟*  شکر دی؛ خپل حال وايه.  @ حاضر يې يو څو پوښتنې درنه وکړم؟* ولې نه. خو څه ورباندې کوې؟! @ په ((جانان)) کې يې خپروم.*  نو د جانان له پاره خو خلک، د چا خبره، د غوايي غوښه هم خوري! @ که پام دې وي په بهير کې يو ورځ استاد منلي په هنر او ادبياتو کې د اجتماعي تعهد يادونه وکړه که په دغه اجتماعي تعهد لږه رڼا واچوئ؟*  د استاد خبره دې ماته نه ده په ياد. زه ګومان نه کوم چې هغه به په هنر

16.11.2006 arghawan

زما د سرو زرو بنګاله!

زما د سرو زرو بنګاله، زه له تا سره مينه کومستا اسمانونه او هواګانې زما زړه، لکه دا چې يوه شپېلۍ وي، په ترنم راولي. وا زما مورې، په څوړمني کې ستا د امونو د ځنګلونو ښايسته شمال ما له ډېرې مستۍ لېونى کوي-واه، څه ښه يو هيجان دى دا! وا زما مورې، په مني کې، د شولو په پوره ګل شويو کروندو کې، ما هره خوا خوږې خنداګانې لېدې چې خپرېدلې!واه، څه ښه يوه ښکلا، څه ښه سيوري، څه ښه يوه لېوالتيا، او څه ښه يو لطافت! تا د بنګالي انځرو تر ونو بوټيو لاندې او د سيندونو پر غاړو څه

16.11.2006 arghawan

عصري ښځه که فيشني ښځه؟!

[عصري ښځه] يوه په زړه پورې کيسه ده. په زړه پورې ځکه ده چې سوچه پښتو محاورې او اوچت اصلاحي پيغامونه لري. بله ښېګڼه يې دا ده چې آغلې فرشته جلالزۍ د يوې ښځې کيسه ليکوالې په توګه په خپله کيسه کې د ښځې سر نه مينځي چې ګنې بدخويه په کې نشته. په دغه کيسه کې د بوډا رېړۍ والا او عصري ښځې، چې مراد ځنې فيشني ښځه ده، حالتونه ښه انځور شوې دي- د دواړو کړه وړه د هغوى له کرکټرونو سره متناسب ښودل شوې دي. زما په اند، د کيسې نوم [فيشني ښځه] په کار وو- نه عصري. ځکه چې په کيسه کې د راغلې عصري ښځې جامې او س

16.11.2006 arghawan

وهم

دنيا خوبولې ده.وحشت د هر يوه غورځنګ او آواز په مخور داسې تړلیلکه ما چې پر ځان. د دغه خلوت دېواله ته مې چې څه په زړه پورې نقش يې نشتهغلي په غوږ کې ويل:لکه چې په دا ټولو کې د ژوندانه فرېب څه پټ رنګونه لري! شپه د وحشت له کبله درنه ده.دنيا خوبولې ده او زه په خپل وهم کې ويښ يم:په دې خلوت کې چې حيرت يې د دېوال نقش دید ژوندانه فرېب څه نورې طرحې کوي؟

15.11.2006 arghawan

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more