د arghawan arghawan لخوا خپرې شوې لیکنې
ګل مې په لاس کې مړاوی کېږي....
لوستل او ليکل مې دواړه خوښ دي. خو لږ کوټې مې دا زړه هم ورته تنګېږي. تاسو به، نه پوهېږم، څه فکر کوئ. خو ما ته دغه درست سره پسات د خطاطۍ ښکاري چې يو وخت مې پېشه وه او يو څه قيمت يې درلود. تاسو پخپله مهرباني وکړئ، ووايئ چې که ليکنه مو خدای مه کړه څه ارزښت ونه لري، نو څنګه به يې کوئ؟! که څه هم چې خطاطي مې په سيمه کې د کمپيوټر تر ظهور وروسته پرېښوده، ولې عادت خو يې راخراب کړ کنه! اوس چې انجينير ستانه مير زهير، د چا خبره، په شړک اړولی يم او په ښاغلي شيرزاد کامه وال يې را ته وېبلاګ جوړ
د خوګياڼي ننداره
که ننګرهار ښکلی وي نو خوګياڼی يې د ښکلا يوه زوروره کرشمه وګڼئ. د علامه رشاد رحمت الله عليه په وينا چينی زاير يا سيلانی، هيوان څانګ، چې کله له کاپيسا څخه د لغمان او (( ادينه پور )) پر لاره (( بنو )) ته تللو، نو (( بزرګې څوکې )) ته ورغلی- (( سيکاراما )) يې ليدلې او د هغې ذکر يې په خپله سفرنامه کې کړی دی. بزرګه څوکه د سپين غره لوړه څوکه ده او خوګياڼی د همدغه غره په لمن کې دی. چينيی زاير يا سيلانی څه لېونی نه وو چې د سپين غره تر جګې څوکې پورې يې بلا ډېرې لوړې ژورې لټو
دعوت او اجابت
د شورويانو او افغانانو د جنګ پر مهال د افغانستان د مجاهدو او مهاجرو ليکوالو د ادبي جرګې د يوې غونډې په پای کی چې د پېښور په اردو ساينس بورډ کې جوړه شوې وه، زموږ يوه زاړه شاعر غلام حضرت سيمسار صاحب استاد پسرلي ته ست وکړ چې ورسره مېلمه شي. سيمسار صاحب استاد ته وويل چې که څه نه وي، خير دی، په نارې به سره کېني خو ښې غورې به سره وکړي. استاد ورته کورودانی ووايه او وعده يې وکړه چې په روژه کې به ور سره ولاړ شي!
غزل
غزل ګوري دې، راګوري دې چې ګوري غلي غلي ســــتوري غلي غلي ګله، ســــتوري غلي غلي ما چې وې له دنګو دنګو څوکو حيا ورغله پرېواته له غرونو بلا سيوري غلي غلي ستا د ستمونو هم انصاف ښکاري پرېشانه دی چا باندې يې ځول شي، پر چا اوري غلي غلي ځه چې انجمن لره زياتي غاړې تر غاړې ځو څو به رقيبان ځانونه زوري غلي غلي غلی کړې نثاره ياره چا په غزال سترګو کې اوري دې له خولې د غزل توري غلي غلي.
د سولې ادبي- هنري جايزې
تاسو يقينا خبر يئ چې د سرمحقق عبدالله بختاني خدمتګار يوه څېړنيز کتاب (سوله او سلام د اسلام په رڼا کې) او د پير محمد کاروان شعري ټولګې (چنار خبرې کوي) ته څه موده مخکې د سولې ادبي- هنري جايزې ورکړی شوې. اتفاقا، زه هم د هغه هيأت غړی وم چې د افغانستان د مدني ټولنې مجتمع ورته د کتابونو د ارزونې دنده ورکړې وه. د نوموړيو آثارو په اړه زما نظر چې نوموړې مجتمع ته مې ليکلی سپارلی، دا دی: "سوله او سلام د اسلام په رڼا کې" دا د سر محقق عبد الله بختاني خدمتګار ي
نعت
زړه مې غواړي چې په پښو کې دې سر کېږدم په مزه مزه دې ښکل کړم قدمونه ګوندې دغه يوه سجده مې شي قبوله ای د حسن پيغمبر- د عشق رسوله!