لوستل او ليکل مې دواړه خوښ دي. خو لږ کوټې مې دا زړه هم ورته تنګېږي. تاسو به، نه پوهېږم، څه فکر کوئ. خو ما ته دغه درست سره پسات د خطاطۍ ښکاري چې يو وخت مې پېشه وه او يو څه قيمت يې درلود. تاسو پخپله مهرباني وکړئ، ووايئ چې که ليکنه مو خدای مه کړه څه ارزښت ونه لري، نو څنګه به يې کوئ؟! که څه هم چې خطاطي مې په سيمه کې د کمپيوټر تر ظهور وروسته پرېښوده، ولې عادت خو يې راخراب کړ کنه!

اوس چې انجينير ستانه مير زهير، د چا خبره، په شړک اړولی يم او په ښاغلي شيرزاد کامه وال يې را ته وېبلاګ جوړ کړی، نو هڅه به کوم چې څه نا څه شی په کې وليکم. زه ډاډه نه يم چې د ((ارغوان)) محتوا دې د چا خوښه شي. ځکه چې دا به زياتره زما شخصي يادښتونه وي او په شخصي يادښتونو کې د لوستونکيو خيال، فکر او باور هغسې چې په کار دی، کله پالل کېږي!

ولې بيا هم، دعا کوئ چې دغه ارغوان د هغه بل غوندې شوخ و شنګ شي. زه به کوښښ وکړم چې د ټول افغان پت په کې وپالم. دغه راز، د ښاغلي شيرزاد کامه وال او محقق زهير دواړو مننه کوم چې يوه مهذبه مشغله يې را له غاړې کړې ده. په آخر کې مې هيلې او پېرزوينې ښاغليو لوستونکيو ته د دې لنډۍ په وسيله ورلېږدوم چې وايي:

ګل مې په لاس کې مړاوی کېږي
پردی وطن دی زه يې چا ته ونيسمه ! 

درناوی او ادب،

نورالحبيب نثار