تاسو يقينا خبر يئ چې د سرمحقق عبدالله بختاني خدمتګار يوه څېړنيز کتاب (سوله او سلام د اسلام په رڼا کې) او د پير محمد کاروان شعري ټولګې (چنار خبرې کوي) ته څه موده مخکې د سولې ادبي- هنري جايزې ورکړی شوې. اتفاقا، زه هم د هغه هيأت غړی وم چې د افغانستان د مدني ټولنې مجتمع ورته د کتابونو د ارزونې دنده ورکړې وه. د نوموړيو آثارو په اړه زما نظر چې نوموړې مجتمع ته مې ليکلی سپارلی، دا دی:
"سوله او سلام د اسلام په رڼا کې"
دا د سر محقق عبد الله بختاني خدمتګار يوه پخه علمي- تحقيقي کتاب دی. په دې کتاب کې د سلام، اسلام، مسالمت، ارفاق، صلاح، اصلاح، صلح او مصالحې په باره کې تر بېلابېلو سر ليکونو لاندې څېړنه شوې. د څېړنې په هره برخه کې د ټاکلې طرح شوې موضوع تر لغوي او اصطلاحي تعريف يا پېژندګلوئ وروسته د موضوع په اړه الهي ارشادات او نبوي هدايات را اخيستل شوي دي. د آيتونو او حديثونو تر عربي متن وروسته د هغوی دقيقه ترجمه شوې چې ليکوال ورسره خپل قضاوت او استنتاج هم ملګری کړی دی.
تر پاسنيو موضوعاتو وروسته، د صدر اسلام په تاريخ کې، د حديبيې د سولې په باره کې نسبتا مفصل او په زړه پورې معلومات وړاندې شوې دي. دا چې د ټولنيز ژوندانه په عملي ډګر کې د مشورې او مفاهمې له پاره د ښه نيت جرګې د جګړه مارو افرادو او ځواکونو تر منځ له سولې راوستلو او ټينګولو سره نژدې اړيکي لري، نو د دې کتاب په وروستۍ برخه کې "جرګه او مشوره" هم د اسلامي رواياتو په رڼا کې په ښه توګه څېړل شوې ده.
ليکوال په هره برخه کې، له استثناء پرته، د خپل کار باوري مأخذونه او منابع ښودلي دي چې له دې کار سره يې د دې کتاب علمي او څېړنيز ارزښت يو په دوه کړی دی. پر دې سربېره چې په دې اثر کې طرح شوي موضوعات درست سره د سولې پر محور څرخي او په علمي استدلال او استناد څېړل شوي دي، دا ښېګڼه هم لري چې ژبه يې خوږه، ساده، اسانه او روانه ده. د انشاء د دغه وړ کره والي له برکته هم ځنې عالم ګټه اخيستلی شي او هم عادي لوستونکی. باور لرو چې د دې کتاب مطالب د لوستونکي په زړه، ذهن او ضمير کې د سولې او سلام احساسات او عواطف، البته د اسلامي لارښوونو او افغاني ارزښتونو په رڼا کې، په ښه توګه روزلی او پاللی شي.
د برنيو معروضاتو په رڼا کې دغه کتاب (سوله او سلام د اسلام په رڼا کې) د سولې د ادبي- هنري جايزې وړ ګڼو او ښاغلی ليکوال يې د لا زياتو نازولو مستحق بولو. د يادونې وړ ده چې نوموړي د دې علمي اثر تر څنګ په خپلو نورو ليکنو او اشعارو کې هم په ملي او نړيواله کچه د سولې د داعيې مرسته کړې ده.
"چنار خبرې کوي"
دا د ښاغلي پير محمد کاروان شعري ټولګه ده چې د سولې ادبي- هنري جايزې ته يې نومولې ده.
ښاغلی کاروان د پښتو اوسني شعري بهير يو استازی، بلکې سرلاری، شاعر دی. د ده شاعري د معيار له مخې پخه او په تول پوره ده.
په دې شعري ټولګه کې د شکل، بديعي او بياني ښېګڼو او منځپانګې يا پيغام درېواړو له پلوه نويوالی او بډاينه جوته ده.
د شکل له پلوه يې نويوالی او بډاينه دا ده چې پر پښتو دوديزو شعري فارمونو سربېره په کې په نويو، په تېره بيا، په آزاد شعري فارم کې په زړه پورې بريالۍ تجربې شوې دي.
د بديعي او بياني ښېګڼو له پلوه يې نويوالی او بډاينه په دې کې ده چې ژبه يې رنګينه اما روانه، خيال يې نازک، فکر يې عاطفي، انځورونه يې روښانه، او شاعرانه سمبولونه يې محيطي او محسوس دي. مسته موسيقي او شرنګولي وزنونه او آهنګونه د دې شعري ټولګې ځينې نورې ضروري ځانګړنې دي.
د منځپانګې يا پيغام له پلوه يې نويوالی او بډاينه دا ده چې په تېرو نژدې درې لسيزو کې په وطن کې دننه او له وطنه د باندې د افغانانو د ژوند بېلابېل اړخونه په کې، رزم دی او که بزم، انځور شوي دي. په دې شعري ټولګه کې شاعر د خپل وران ويجاړ وطن، نورې نړۍ او کائناتو له ښکلا سره مينه کړې ده. مينه او ښکلا د دې شعري ټولګې يوازېنی پيغام او عالي احساس او عاطفه يې تر ټولو زوروره تومنه ده.
څنګه چې جنګ له کرکې او کرکه له جنګ څخه زېږي، دغه راز، سوله د مينې او مينه د سولې يا امن په فضا کې را ټوکېږي، وده کوې او غوړېږي.
د ښاغلي کاروان ټول شعرونه، په تېره بيا، د هغه دغه ټولګه (چنار خبرې کوي) د سولې، امن، مينې، او ښکلا پيغامونه په پوره عاطفي انداز لوستونکي ته ور لېږدوي.
د شکلي، بديعي، بياني او محتوايي ښېګنو تر څنګ دغه شعري ټولګه د کميت له پلوه هم دغې جايزې ته تر نومول شويو ټولو شعري ټولګو زياته ده.
موږ دغه شعري ټولګه بې له شک او ترديد څخه د سولې د ادبي- هنري جايزې وړ ګڼو.