د arghawan arghawan لخوا خپرې شوې لیکنې
تريخ خوب
د سپوږمۍ زاڼه غاړې وهيپه کوټه کې مې ورېځ ژاړي.د پښېمانۍ د سترګو ګلونه غوړېږي.د پنجرې په تابوت کې مې د مشرق وجود نغاړل کېږيد مغرب ځنکدن دی، مري.د کوټې په تالاو کې مېکمه کمه د لمر نارنجي ګيا راټوکېږيويښ يمپه خوب کې مې د ماتې څانګې سيوري ونه پوهېدم، ورو ويده کړم.دا دی اوسد سپوږمۍ د زاڼې سرود اورماو د پښېمانۍ د سترګو ګلونه رژوم.
غزل
رنګينۍ ورکړې، پروردګاره، زما سندرې، زما غزل تهدا چې يې کاږم، د چا په سترګو، ډالۍ کوم يې، د چا اوربل ته چې د رنګينو، نغښتيو رازونو، چېرته يوازې، په نظاره شمحيرت مې يوسي، د حسن خدايه، د رنګ و بو دې، خپلو کې حل ته دا چې په ډکه، خوله راته خاندي، چا به رويا کې، وي تخنولېبرېښنا خو نه ده، چې هوسېږي، تشې پړکا ته، هسې يو ځل ته ځولۍ د نياز يې، لا له لاسونو، پرېوتې نه ده، ان له ماښامهڅه دې راوړي، د سبا باده، ړانده د مينې، د حسن شل ته چې ستا پر چم يې، کوشېر
ټالۍ
نن چې په هر ځلې چاد وره ټالۍ وهلېما دې ګومان پرې کړیاو په يوه نفس تر وره تللی يم.
د کاظم خان شيدا بېبلوګرافي
١. شيدا، کاظم خان. د کاظم خان شيدا ديوان، د عبدالرؤوف بېنوا په زيار، پښتو ټولنه، عمومي مطبعه،کابل،١٣٣١.٢. شيدا، کاظم خان. ديوان کاظم خان شيدا ، د همېش خليل په زيار، اداره اشاعت سرحد، منظور عام پريس، پېښور، ١٩٦٥.٣. شيدا، کاظم خان. ديوان کاظم خان شيدا مع اردو ترجمه، د ډاکټر سيد انوارالحق په زيار، يونيورسټي بک ايجنسي، زرين ارټ پريس، لاهور، ١٩٦٦.٤. شيدا، کاظم خان. ديوان کاظم خان شيدا، د قاسم بنوي ادبي خدمت، سراى نورنګ، بنو، ....٥. شيدا، کاظم خان. د کاظم
ناصر فګار او د هغه يو غزل
ناصر فګار يو نری نروچکی افغان زلمی دی. په تکواندو کې تور ملاوستنی (کمربند) لري. پر دې سربېره چې د طب محصل دی، په دري او پښتو دواړو ژبو شعر ليکي. ډېر ښه يې ډيکليمه کوي هم. يو ځل يې يو غزل د کره کتنې له پاره افغان ادبي بهير ته راوړی وو. ما هم د هغه غزل په باره کې خپل تأثرات او ملاحظات بهيروالو ته وړاندې کړي وه چې دلته يې سره لولو. مطلع: ميره شوه په ښکلو کی ها دنګه لېونۍمسته، چمبه ماره، خوش آهنګه لېونۍ د غزل په مطلع کې د ((ښکلو)) د کلمې په ځای د ((نجونو)) کلمه يا د نج
يونس مروت او د ده دا شعرونه
________________________________________________________________________ دا کرښې د ښاغلي محمد يونس مروت بارګامي پر شعري ټولګه (اوښکې د بڼو په سر) د د سريزه په توګه ليکل شوې دي. دغه ټولګه په ١٣٧٨کې د ختيځ د بيا رغونې ادارې (کور) خپره کړې ده. ______________________________________________________________________د ډاکټر صاحب فريد بزګر لورينه ده چې پر دې شعري ټولګه د څه ليکلو وياړ مومم. ګنې زه خاوند، ښاغلی ډاکټر محمد يونس مروت، مخامخ نه پېژنم. خو د دې مجموعې په وسيله ورسره دومره اشنا
د ورېښمو ګېډۍ
___________________________________________________________________________ دا د استاد محمد صديق پسرلي يوه شعري ټولګه ده چې په ١٣٨٠ لمريز هجري کال کې په پېښور کې افغان ادبي بهير خپره کړې ده. دا لاندې کرښې د ((يو تأثر)) تر عنوان لاندې پر نوموړې شعري ټولګه د سريزې په توګه کښل شوې دي.____________________________________________________________________________ د دې مجموعې (د ورېښمو ګېډۍ) د لوستلو په مهال کې به مو د اندېښنو شه
د لومړي ټولګي له پاره د پښتو درسي کتاب طرحه
د لومړي ټولګي له پاره د پښتو ژبې د درسي کتاب د ليکنې په مخه مې کابو يوه مياشت مطالعه وکړه او مقدماتي مواد مې برابر کړل. په دغه موده کې مې د لومړي ټولګي له پاره تر لسو زيات بېلابېل کتابونه او د هغوی درسي لارښودونه په سړه سينه ولوستل. دغه راز، ځينې تيوريک او معلوماتي مواد مې هم وکتل. دا ځکه چې د موضوع سوابقو ته مراجعه او له مخکېنيو تجربو څخه استفاده د نوي کتاب د طرحې په برابرولو کې ګټوره، بلکې ضروري وه. پر دې سربېره، د پوهنې وزارت د درسي کتابونو د تأليف د مشورتي کميسيون د غونډو پرېکړې او مؤلف ت
نيت
د ٢٠٠٢ کال د اپرېل پر ١٨مه نېټه ماسپښين ٢ بجې مو د راډيو پاکستان- پېښور اردو خبري سروېس اورېده، ويې ويل: ((سابق شاه محمد ظاهر شاه تقريبا ٣٠ سال جلا وطني کی بعد آج کابل پهنچ ګئ.)) او د ((پهنچ ګئ)) له ويلو سره جوخت راډيو سټيشن ګل شو. په ناستو کسانو کې يوه وويل چې نيت يې ورته ځنې معلوم شو. هلته يو بوډا هم وو؛ هغه وويل چې بيړه به نه کوئ- نيت به يې تر دې وروسته ګورو!
مځکه کروي نه ده
اجمل اند راته کيسه کوله چې د کندهار په يوه ښوونځي کې د جغرافيې يوه ښوونکي په کوم ټولګي کې درس ورکاوه، ويل يې چې مځکه کروي ده. زده کوونکي د استاد خبره په کور کې کړې وه. د کور يو کس يې طالب وو. طالب له تبرګي سره په هغه ښوونکي پسې ورغلی، ورته ويلي يې وو چې که بيا يې کله مځکه کروي بللې وه نو وا يې پر ځان! ما ورته وويل چې په دغه ښوونکي به هم خلک طالب ګرموي؟! هغه زما رايه وغوښته؟ ما ورته وويل چې وروستيو څېړنو مځکه بيضوي ښودلې ده. بيضوي او کروي کافي توپير سره لري. څوک چې پ
څپره ووته، بلا ووته
اوس هم د چم ګاونډ ښځمنې زموږهغه د سې بيبيانو (١) نذر نيسي؛ اوس هم چې غاښ د چا خوږېږي په مالت کې زموږدرې يا پنځه يا اووه پلکې په شماروړي، د وچ صبر (٢) پر تنه ټک وهي؛ اوس هم د بادو ها لرغونی زيارتچې شيخ نيکه (٣) يې بولي، ښه تودېږيله هرې خوا ورته د بادو رنځوران وردرومي؛ اوس هم آخره چارشنبه (٤) له ميندو هېره نه دهاو هم پر دغه ورځ ماښام ته تياری نيسي، دېګچي پخوي؛ اوس هم چې ووځي د څپرې مياشتنو د ماښام پر مهالزړې ښځمنې او واړه ماشومان
منسوخ
جانانه، ما هم بلا ډېره مودهد کائناتو د ښکلا په لټون په عارفانو پسې پل واخيست-خو کتابونو کې نه؛ځکه چې دوی هم يو له بله سرهبلا بدۍ او تربګنۍ پاللييو چې راغلی دی نو بل ته يې منسوخ ويلي!!
حق خو د شمالي ټلوالې دی....
ښاغلي شاعر او ليکوال محبوب الله محبوب راته ويل چې کار يې پيدا کړی- د کابل چاپ (( راه نجات )) ورځپاڼې ته کالمونه ليکي- ويل يې اراده يې کړې چې دا ځل ورته پر اسرائيلو څه وليکي. زموږ يوه بل ملګري حقوقي صاحب ورته کړه چې حق خو د شمالي ټلوالې دی نوره دې خوښه چې ... محبوب صاحب وويل چې څه؟ حقوقي صاحب ورته کړه چې په کاله کې لرګي مومي، لېوني به غره ته درومي!
د ماشومانو ادبيات، ډولونه، څرنګوالی او ستونزې
د ماشوم ادبيات عمدتاً دوه ډوله دي- يو هغه چې پخپله ماشوم يې ايجادوي او بل هغه چې نور يې د ماشوم له پاره ايجادوي. لومړی- هغه ادبيات چې ماشوم يې پخپله ايجادوي د ماشوم د ادبياتو اصلي او اساسي ډول چې د هغه په پېژندګلوۍ کې له موږ سره مرسته کوي، همدغه دی. دغه ادبيات د يوې عمليې په نتيجه کې چې د باندې غورځول ( بيرون افګني ) یې بولي ايجادېږي. د باندې غورځول يا بيرون افګني هغه وړتيا ده چې ماشوم يې د خپلو تخيلاتو د ودې په نتيجه کې پيدا کوي. ماشوم په دغه وخت کې خپلو محسوساتو او
کوټلی ځواب
يوه ورځ مې له يو ه دوست سره چېرته تللم. له هغه سره يې اته يا نه کلن زوی هم وو. ځای لرې وو- موټر ته وختو. چې لږ وړاندې ولاړو، په يوه بل تمځای کې يو پوخ ځوان چې غټه وزيرۍ پګه يې پر سر وه، موټر ته را وخوت. له راختو سره سم يې د موټر سيټونه يو يو له نظره تېر کړل. زما د دوست پر ماشوم چې يې سترګې ولګېدې- راغی- له مټه يې ونيوه- نېغ يې ودراوه او خپله کرار د هغه پر ځای کېناست. ما ورته وويل چې موږ د دې ماشوم د سيټ کرايه ورکړې ده. خو هغه مې په خبره غوږ ونه ګراوه. دا ځل مې ورته وويل چې په اروپا يا امريکا کې
استاد پژواک د شعر نقد ګنا ګڼلې
خدای بخښلي استاد پژواک د شعر نقد ګنا ګڼلې ده. د استاد د خولې خبره د شعر په اړه مثبت او منفي دواړه وړه اغېز شندي. مثبت يې دا چې نقاد دې شاعر ازاد پرېږدي چې څه يې زړه غواړي، هغه ووايي. ځکه چې شعر د يوه چا د خپل احساسس او عاطفي کيفيت يو ښکلی اظهار دی- نه د نورو؛ نو د نقاد ضرورت نفي شو. او منفي تأثر د استاد د خبرې دا کېدی شي چې شعر له ځايه کومه داسې متاع نه ده چې کره کتنه يې دې وشي؛ نو وخت ورباندې ضايع کول طبعا ګنا ده.د شعر په باره کې د استاد د خبرې مثبت تأثر پر خپل ځای. خو زه يې منفي هغه هم د پ
مجله مصادره شوه
په ١٩٩٠ کال کې مې په پېښور کې د افغانستان د مجاهدينو د عبوري حکومت د پوهنې وزارت په مطبعه کې د خطاط په توګه کار کاوه. يو ځل د نوموړي حکومت د سترې محکمې مجله چې ((قضاء)) نومېده، د چاپ له پاره مطبعې ته راوړل شوه. مشهور مطبوعاتي شفيق وجدان يې د چاپ چارې سنبالولې. د مجلې په يوه مخ کې د يوه تش ځای د تورولو يا ډکولو راته وويل شول. ما د خپل غزل يو بيت په کې وليکه. مجله چاپ شوه. خو ډېر ژر په دې دليل چې ګنې د ډاکټر نجيب الله په رژيم کې د قومونو او قبايلو د چارو د وزير سليمان لايق شعر په کې چاپ شوی
د مغلو تاراج
څه په باج- څه په خراج کې رانه ولاړه پاچايي وه تخت و تاج کـې رانه ولاړه څه د دوه ورځو ښــکلا مې د وطن وه د مغـــــلو په تاراج کـــــــــې رانه ولاړه.
لمر، شپه او ګل
[ لمر، شپه او ګل] د ښاغلي محمد اکبر اکبر شعري ټولګه ده. د دې ټولګې که کاغذ او دوتنه عالي ده نو محتوا او مضمون يې هم ښکلی دی. ښاغلی اکبر طبيب دی. د طبيب کار د رنځ علاج وي. علاج په تشخيص کېږي او تشخيض کلنيکي لوحه غواړي.موږ د يوې رنځورې ټولنې غړي يو. ساهو اديب او شاعر د ټولنې د يوه ژباړن په توګه د ټولنيزو رنځونو د تشخيص او علاج په فکر کې وي. دا چې د ښاغلي اکبر په روح او روان کې د يوه طبيب يا حکيم روح او روان زغلي رازغلي نو شعر يې تر تخيل زيات پر تفکر اډنه شوی دی. شعر د ژبې، خ
خوب
خوب مې ليده چې په لندن کې يمه د ټيمز له غاړې په چکر وتلی په ننداره د ښکلاګانو يم چې دې کې راياده شې ته او په يوه سا سل پېغوره راکړې له مسامونو مې لمبې جګې شي لولپه شم. خو کوم يو حسن چې ستا په ها يوه يوه پېغور کې پټ وو هغه مې نه د پېرنګۍ ملکې په ښکلي تاج کې وليد نه د مغل محبت په تاج محل کې ګلې!